شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+تاريخ او د جرم احساس

تاريخ او د جرم احساس

ليکوال: ډاکټر مبارک علي

ژباړن: بارکوال مياخېل

د نړۍ د ملتونو تاريخ له جنګ- جګړو، لوټ تالان، وژنو او له وينو ډک دى. ملتونه يو پر بل بريدونه کوي چي په نتيجه کې يې د سوله ييزو خلکو پر وژنو، مذهبي معبدونو ته پر سپکاوي، د مال دولت پر لوټ تالان، ځور او درد رسولو عمل کېږي. کله چي به بريدګر پوځونه له مال او دولت سره بيرته خپلې خاورې ته ستنېدل نو د فاتحينو په ډول به يې هرکلى کېده، د سوبې او سرلوړۍ په نشه کې به له هيچا سره هم د هغو مظلومو خلکو فکر نه وو چي د وينو تويېدلو په بدل کې دغه مال- متاع ځنې راوړل شوي وو. تر فتحې او سوبې وروسته همېشه د وياړ احساس وي، د جرم احساس نه وي او همدا زموږ د تاريخ تر ټولو ستره غميزه ده.

ځکه نو دلته دا پوښتنه پيدا کېږي چي په ملتونو کې د جرم احساس ولې پيدا نه شو؟، سره له دې چي دوى کله- کله له جوازه پرته پر خپلو څنګلوريو هېوادونو بريدونه کړي، د هغوى مځکې او مال دولت يې په زور تر خپلې ولکې لاندې راوستي او هغوى يې شړلي دي، خو يوه شېبه يې هم دا فکر ونه کړ، چي دوى بشريت ضد جرم او خيانت تر سره کوي. د دغو بريدونو او فتوحاتو تر شا تل يوه نه يوه داسې نظريه وي، چي دوى ته د دغو بريدونو، وژنو، برباديو او لوټ تالان لپاره جواز په لاس ورکوي، په همدې سبب د دوى پوخ باور وي، چي دوى چي هر څه کوي د هغه په وسيله يو ستر مقصد او هدف تر سره کېږي. بل لور ته دي مظلوم او مفتوح ملتونه خپله تباهي او بربادي يو خدايي عذاب ګڼي، خپلې بدبختۍ او رنځونه دي د ګناهونو د سزا په توګه زغمي. چنګېز او هلاکو چي په منځنۍ اسيا او ايران کې بربادي وکړه، نو مسلمانانو دا بربادي هم د خداى له لوري نازل شوى عذاب ګاڼه.

فاتحينو چي به دا ډول وژنې او بربادۍ د يوه سپېڅلي او مقدس هدف په توګه کولې، نو د جرم احساس ورسره نه پيدا کېده. پرتګېزيانو په لاتينه امريکا کې ځايي خلک ځکه و وژل چي هغوى عيسويان نه وو او د دوى په عقيده ګمراه وو، د دوى هدف دا وو چي هغه خلک عيسويان کړي او د اخيرت د ژوند غم يې وخوري. اروپايي ملتونو د امريکا، اسټرېليا او نيوزيلينډ ځايي خلک يا و وژل يا يې و شړل او د هغوى مځکې يې په دې خاطر ځنې ونيولې چي هغوى مهذب نه وو، اروپايانو د همدې مفکورې په اساس د اسيا او افريقه په مستعمره هېوادونو کې هم وژنې، بربادۍ او لوټ تالان ته جواز پيدا کړ. د چور او تالان په دې بشپړ عمل کې هغوى کله هم د جرم احساس ونه کړ، خو تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د تاريخ دا ډول مفکوره هم بدله شوه، ځکه په دې جګړه کې چي څه ډول زړه بوږنوونکې او خونړۍ وژنې وشوې، پر فاتح او مفتوح دواړو يې اغېز وکړ، خصوصاً هټلر او د هغه حکومت د دې جګړې مسوول وبلل شول. د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته جرمنيانو د ټول ملت له خوا دا مسووليت ومانه او خپل جنګي جرمونه يې تسليم کړل، نو د جرم له دې احساسه سره چي په جرمني کې د دې زمانې کوم تاريخ وليکل شو، هغوى پکې د فاشزم د پيلامې، د هټلر د عروج، د جګړې د پيل او نتايجو په اړه څېړنه وکړه او هغه ټول جرمونه يې ومنل، چي د هټلر په واکمنۍ کې د بشريت په خلاف شوي وو، نه يواځې دا، بلکې هغه ټول شواهد او ثبوتونه يې هم خوندي کړل چي د هټلر ظلمونه ورڅخه ثابتېدل. جرمني مورخانو په هيڅ ډول نه د هټلر په واکمنۍ کې تر سره شوي جرمونه پټ کړل او نه يې د هغوى په ملاتړ د استدلال کولو هڅه وکړه.

که څه هم له هټلر سره په دې جګړه کې د مسوليني ايټاليا او جاپان هم شامل وو، خو په ايټاليا کې د مسوليني په خلاف بغاوت وشو او هغه يې په دار کړ، په دې توګه ايټالويانو هم د خپلو جرمونو کفاره ادا کړه. په جاپان کې چي پر هيروشيما او ناګاساکي باندې اېټمي بمونو کومه بربادي جوړه کړه، په نتيجه کې يې د جاپان هغه ظلمونه- چي د لرې ختيځ (لوېديځې اسيا) په هېوادونو کې يې کړي وو- له پامه وغورځول شول او له دوى سره د خپلو جرمونو په اړه د جرم احساس پيدا نه شو، خو د جرمنيانو د جرم احساس د جرمني پر تاريخ او راتلونکي باندې ژوره اغېزه وکړه. هغوى په دې اړه ژوره مشاهده او څېړنه وکړه چي په جرمني کې هټلر او فاشزم په څنګه حالاتو کې پيدا شول او څه ډول بايد په راتلونکي کې د داسې عمل مخه ونيول شي؟ او له دې سره چي د جګړې په نتيجه کې دوى کومې تجربې تر لاسه کړې وې، هغو تجربو دوى ته په نړۍ کې د سولې او ازادۍ احساس ورکړ. د همدې ذهني شعور له برکته په جرمني کې د هغو خلکو هيڅ عزت پاته نه شو، چي د نازيانو له ګوند يا د هټلر له حکومت سره نيژدې پاته شوي وو. د (نازي) اصطلاح د ظلم او بربادۍ نخښه وګرځېده.

جرمنيانو چي په څه ډول د خپل جرم احساس وکړ او ورباندې قانع شول، په نورو ملتونو کې خو په هغه کچه د جرم احساس ونه شو، مګر پر تاريخ باندې يې ژور اغېز وکړ. د ويتنام په جګړه کې د امريکې د ګډون او ظلمونو په خلاف د امريکې خلکو پياوړى تحريک وچلاوه او د جرم د احساس تر اغېز لاندې يې د دې جګړې په خلاف لويې- لويې مظاهرې وکړې، چي اخير يې امريکا د دې جګړې پاى ته رسېدو ته مجبوره کړه.

په تاريخ کې د جرم د احساس له دې پديدې او جذبې سره اوس ټول تاريخ د نوې مفکورې له مخې ليکل کېږي او اروپايي ملتونو چي د استعمار په زمانه کې کوم ظلمونه کړي وو، اوس نه يواځې له هغو څخه پرده پورته کېږي، بلکې پر هغو جرمونو باندې اعتراف هم کېږي.

د ملتونو د ذهنونو د بدلون لپاره او له نړۍ څخه د جګړو او وژنو د پاى ته رسېدو لپاره دا ضرور ده چي فاتحينو او ظالمانو ته د هغوى د جرمونو په اړه احساس ورکړل شي، ځکه تر هغه وروسته دا ممکنه ده چي دوى له جګړو او برباديو کرکه وکړي او په دې ډول به په نړۍ کې تلپاتې سوله ټينګه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب