د چینې څنګ ته ودریدم، اوبه راته په خندا شوې، د فکر مرغان مې د څوکلونو پخوا وختونو ته والوتل، زه وم او ملګري به مې وو، هر مازدیګر به د کلي له کوڅو تېریدو، د مست ګودر پر غاړه به د بڼو په لور رهې وو، په بڼو کې به مو، د چا توت څنډل، د چا به مو ګیلاس کول او د چا به مو غوره ګي کول، ستړي او ویربدلي به د چینې څنګ ته راتلو، ټول شیان به مو په یو وار په چینه کې خورول، چې ښه به یخ شول، نو په یو ځایي ډول به مو د چینې پر څنډو حمله کوله چا به ښه ځای نیولی و او چا به بد، خو نوبت مو اچولی و، چې لومړی توت بیا ګیلاس او په پای که به غوره ګي خورو، هغه کسان چې به د چینې په بر خوا کې ناست وو، هغوی به ښه ماړه وو او هغه کسان چې به د چینې په کوز خوا کې ناست وو هغوی به وږي وو تل به یې شکایت کاوه چې موږ ماړه نه شوو، د توتو او ګیلاسو له خوړلو نه وروسته به د خسته وو او تیږو ټقار په سیمه کې چوپتیا ته ماته ورکوله.
د تلېفون پیغام مې د فکر نړۍ ګډه وډه کړه، ګودر، کلی، بڼوڼه او چینه په خپل حال پاتې دي، خو هفه مست ملګري نه شته، ګودر، کلی، بڼوڼه او چینه ورپسې خپه دي، ونې خو تل ګیله کوي او وایي چې څه شول هغه مست زلمي چې زما د څانګو بار به یې سپکولو، اوس مې د څانګو بار دروند دی، ډېرې څانګې مې له لاسه ورکړې، یو حُق یې له څانګو ووت او په کریکو یې پیل وکړ.
د کلي په کوڅو کې پېغلي ګرځي، خو کوڅې هم د زلمو پسې خپه دي، تل ورپسې کریکې وهي. ګودر څه ناڅه خوښ دی، ځکه د ګودر ملګرتیا خو د نجونو سره ده، چې تل یې د ګلابي شونډو او سرو غومبرو ننداره کوي، هو! تل وایي چې د زلمو د دنګو ځوانیو پسې مې سترګې ووتې. دا مې ارمان دی چې یو ځل بیا زما پر څنډو د زلمو ورا تېره شوې وای!
چینه هم ګیله کوي او وایي، چې زه خو د ګودر په شان د نجونو سره ملګرتیا پالم، زه د ښکلا پسې وینې تویوم، چې دا ښکلا د نجونو په غومبرو کې ده.
خو! دا څو کاله کېږي، چې زلمي مې لیدلي نه دي، هغه خوند چې مې د زلمو له راتګ اخیسته هغه خوند د نجونو په راتګ کې نه شته، نه پوهېږم چې ولې، نجونې هم اوس غمجنې وي داسې ګومان کوم چې دوی هم د زلمو پسې خپه دي.
د سترګو له اسمان نه مې د باران څاڅکي د چینې په تقدسي لمن کې ووریدل، ما ویل کلی، ګودر، بڼوڼه او چینه خو په پخواني حالت پاتې دي، یواځې ستا ملګري په کومه ورکه لار تللي، چې بیا به هېڅکله هم لار پیدا نه کړي.
هو! داسې ورځ به راشي چې ته به هم له کلي، ګودر او چینې ورک شې د ملګرو په شان به دې په کومه ورکه لار لاړ شې، نجونې، ګودر، کلی او چینه به یواځې پرېږدې. بیا به دوی چا ته زړه تش کړي، چا ته به د زړه حال ووایي. یوه ورځ به د دوی زړونه له ډېر خپګانه وچوي او دوی به هم په کومه ورکه لار لاړ شي.
۱۴۰۰/۳/۲۸ غوربند دشپې ۱۱ او ۳۳ دقیقې