Homeخبرونهد سپینو ویښتانو پای؟ نوې علمي موندنې د ویښتانو د طبیعي رنګ...

د سپینو ویښتانو پای؟ نوې علمي موندنې د ویښتانو د طبیعي رنګ د بېرته راګرځېدو هیلې راژوندۍ کړې

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) نوې علمي څېړنې ښيي چې د ویښتانو سپینېدل ښايي نور تلپاتې او نه بدلېدونکی حالت نه وي.

دا هر څه د هسپانیايي ډاکټرانو له یوې ناڅاپي موندنې پیل شول. هغوی ولیدل چې د سږو د سرطان هغه ناروغان چې د نوو ایمونوتراپي (معافیتي درملنې) درملو په مرسته ښه کېدل، د ویښتانو طبیعي رنګ یې هم بېرته راګرځېده.

په پیل کې ساینسپوهانو فکر کاوه چې دا یوازې یوه نادره پېښه ده، خو وروسته یې وموندله چې نور ناروغان هم، چې د کیټروډا (Keytruda)، اوپډیفو (Opdivo) او ټېسنټریک (Tecentriq) په څېر درمل کاروي، د خپلو ویښتانو د رنګ د بېرته راګرځېدو له ورته حالت سره مخامخ شوي دي.

دې په زړه پورې موندنې د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې د پراخو څېړنو لپاره زمینه برابره کړه.

ولې ویښتان سپینېږي؟ د مېلانوسایټونو او بنسټیزو حجرو راز

د یوې څېړنې له مخې، چې د بریتانیا د جلدي ناروغیو په علمي مجله کې خپره شوې، له ۵۰ کلنۍ مخکې تر ۲۵ سلنې د لږ خلکو د ویښتانو ډېره برخه سپینه وي، خو نژدې ۹۰ سلنه خلک له ۵۰ کلنۍ مخکې د خپلو ویښتانو د رنګ یوه برخه له لاسه ورکوي.

د هر انسان د ویښتانو ځانګړی رنګ د مېلانوسایټ په نوم د رنګ جوړوونکو حجرو له خوا رامنځته کېږي، چې د ویښتانو په فولیکولونو کې موقعیت لري. دا حجرې په دوامداره توګه د مېلانوسایټ بنسټیزو حجرو له خوا تغذیه او ملاتړ کېږي.

خو فشار، سخته ستړیا، د بدن طبیعي زړښت او د حجرو د بیا رغونې په بهیر کې ګډوډي، دغه بنسټیزې حجرې کمزورې او له منځه وړي. په پایله کې د رنګ جوړولو بهیر درېږي او بدن نور مېلانین نه شي تولیدولی؛ هغه ماده چې د ویښتانو، پوستکي او سترګو رنګ ټاکي.

پر دې سربېره، وراثت (جنیټیک) هم د دې بهیر په چټکتیا او شدت کې مهم رول لري.

د ایمونوتراپي درمل څنګه اغېز کوي؟

ساینسپوهان باور لري چې د ایمونوتراپي درمل د بدن بنسټیزې حجرې بېرته فعالوي او پیاوړې کوي.

دا حجرې د ترمیم کوونکو په څېر عمل کوي، زیانونه رغوي او د بدن د طبیعي رغېدو او بیا جوړېدو بهیر له سره پیلوي.

که څه هم دا درمل په اصل کې د سرطان ناروغانو د ژغورلو لپاره جوړ شوي، خو یوه مثبته جانبي اغېزه یې دا ده چې د ویښتانو د رنګ جوړولو بهیر بېرته فعالوي.

اوس مهال ډاکټر مېلیسا هاریس او د هغې څېړنیزه ډله د امریکا د الاباما په پوهنتون کې هڅه کوي چې د دغو درملو دا ځانګړنه یوازې د ویښتانو د رنګ د بېرته راګرځولو لپاره جلا او ځانګړې کړي.

خو دا ازموینې لا تر اوسه پر انسانانو نه دي ترسره شوې، او ښايي څو میاشتې یا حتی څو کاله وخت ونیسي چې د عامو خلکو لپاره د یوه سوداګریز محصول په توګه بازار ته وړاندې شي.

د ویښتانو د رنګ بېرته راګرځولو مکملونه

په وروستیو کلونو کې ځینې مکملونه (سپلیمینټونه) او سیرومونه هم بازار ته راوتلي، چې ادعا کوي د ویښتانو د سپینېدو بهیر بېرته اړولی شي.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱ کال کې د آرې (Arey) په نوم یو مکمِل معرفي شو، چې ادعا کوي د اکسیداتي فشار په کمولو سره، چې له وخت څخه مخکې د ویښتانو د سپینېدو مهم لامل ګڼل کېږي، د ویښتانو رنګ بېرته راژوندی کوي.

همداراز، د ټکنالوژۍ مشهور سوداګر او د اوږد عمر د پروژې مخکښ برایان جانسن ویلي چې هغه د مېلانین هڅوونکي سیروم او د مایراکي (Miraki) پېپټایډ سیروم ګډه نسخه کاروي.

دا سیروم د آسیايي بوټي فو-تي (Fo-Ti) له ریښې جوړ شوی، چې د ختیځې اسیا په دودیز طب کې د ویښتانو د طبیعي رنګ د ساتنې لپاره مشهور دی.

د سپینو ویښتانو منل؛ له فیشن تر تکاملي نظریې

د علمي هڅو ترڅنګ، اوس ډېری خلک او مشهور شخصیتونه خپل سپین یا خړ ویښتان د ښکلا، وقار او پخوالي نښه ګڼي.

د «سپین‌زرغون ګیدړ» (Silver Fox) اصطلاح له کلونو راهیسې د هغو جذابو نارینه‌وو لپاره کارول کېږي چې د عمر په زیاتېدو لا ډېر محبوب کېږي، لکه جورج کلوني او ادریس البا.

همدار ډول، مشهورې هنرمندانې لکه انډي مک‌ډاول، سلما هایک او سارا جسیکا پارکر هم له طبیعي سپینو ویښتانو سره پر سره غالۍ راڅرګندې شوې دي.

د فیشن په نړۍ کې هم ۵۰ کلنې موډلې سټېفاني کاوالي له خپلو پوره سپینو ویښتانو سره د شنل د لوکسو جامو ننداره پرانیسته.

ساینسپوهان وایي، سپین ویښتان ښايي یو تکاملي امتیاز هم ولري. د بېلګې په توګه، په وحشي طبیعت کې سپین شا لرونکي نر ګوریلا د خپلې تجربې او د ډلې د بریالي مشرۍ له امله ډېر درناوی او واک لري.

د انسانانو په اړه هم د «نیا فرضیه» (Grandmother Hypothesis) مطرح شوې، چې له مخې یې د لرغونو ټولنو سپین‌سرو ښځو، د خپلې تجربې او ټولنیزو مهارتونو له امله، د ټولنې په بقا کې مهم رول درلود.

خو د هغو کسانو لپاره چې لا هم د خپلو سپینو ویښتانو منلو ته چمتو نه دي، نوې علمي لاسته راوړنې دا هیله پیاوړې کوي چې ښايي په نژدې راتلونکې کې د ویښتانو د طبیعي رنګ د بېرته راګرځولو لپاره یوه اغېزمنه او بیولوژیکي درملنه بازار ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...