نايله غزيزي
آیا کله مو داسې احساس کړی چې د هېڅ کار د ترسره کولو حوصله او انګېزه نه لرئ؟ ورځنۍ چارې مو درته د غره ختل غوندې سختې ښکاري؟ خپله کوټه، کور، د کار ځای او شاوخوا چاپېریال مو ګډوډ وي، خو د سمولو توان یې نه احساسوئ؟ آن خپلې روغتیا، خوړو او استراحت ته هم پام نه شئ کولای؟
کېدای شي خپه یا افسرده نه یاست، خو بیا هم د هېڅ کار لپاره لېوالتیا ونه لرئ. دا حالت یوازې ستاسو نه دی؛ ډېر کسان د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له دې ستونزې سره مخ کېږي. ښه خبر دا دی چې د دې حالت د بدلولو لارې شته. لاندې څو مهمې سپارښتنې درسره شریکوو.
۱- له پلمو تېر شئ او لومړی ګام پورته کړئ
د خپلو هیلو او موخو د پوره کولو مسؤلیت تر هر چا مخکې ستاسو پر اوږو دی. هېڅوک نه شي کولای ستاسو پر ځای ژوند وکړي، زده کړه وکړي، کار وکړي او یا ستاسو راتلونکی جوړ کړي.
تېر وخت مه سپړئ او د خپلو تېروتنو لپاره پلمې مه لټوئ. تېر تېر شول؛ مهمه دا ده چې له نن څخه کومه پرېکړه کوئ. هره کوچنۍ مثبته پرېکړه کولی شي ستاسو د ژوند لوری بدل کړي.
۲- نور مه ملامتوئ
ځینې کسان د خپلو ناکامیو پړه پر کورنۍ، دوستانو، ټولنې یا شرایطو اچوي. که څه هم کله ناکله شرایط رښتیا هم ستونزمن وي، خو د ژوند ټول مسؤلیت پر نورو اچول هېڅ ستونزه نه حلوي.
بریالي کسان لومړی خپلې نیمګړتیاوې مني، بیا د اصلاح لپاره هڅه کوي. کله چې د خپل ژوند مسؤلیت په خپله ومنئ، هماغه وخت د بدلون دروازه پرانیستل کېږي.
۳- خپلې موخې او لېوالتیاوې وپېژنئ
له ځانه وپوښتئ:
- کوم کارونه زما زړه خوشحالوي؟
- که هېڅ خنډ او محدودیت نه وای، څه مې کول؟
- کوم مهارتونه غواړم زده کړم؟
- کومه ویره باید پرېږدم؟
- له پنځو کلونو وروسته ځان په کوم ځای کې وینم؟
کله چې انسان روښانه موخه ولري، د کار کولو انګېزه یې هم زیاتېږي.
۴- د پرېکړو شمېر کم کړئ
هره ورځ لسګونه کوچنۍ او لویې پرېکړې ذهن ستړی کوي. کله چې ذهن ډېر ستړی شي، حتی د ساده کارونو ترسره کول هم ستونزمن کېږي.
هڅه وکړئ خپل ورځنی ژوند منظم کړئ. د بېلګې په توګه د خوب، خوړو، ورزش او کار لپاره ثابت مهالویش جوړ کړئ. په دې ډول ذهن مو د غیر ضروري پرېکړو له باره خلاصېږي او مهمو کارونو ته ډېره انرژي پاتې کېږي.
۵- له کوچنیو ګامونو پیل وکړئ
کله چې د یوه لوی کار په فکر کې یاست، ښايي هماغه لویوالی مو وډار کړي. پر ځای یې کار په کوچنیو برخو ووېشئ.
که مو کوټه ګډه وډه وي، مه وایاست چې نن به یې ټوله پاکوم؛ یوازې لس دقیقې ورته ځانګړې کړئ. که غواړئ کتاب ولولئ، له پنځو پاڼو یې پیل کړئ. که ورزش کوئ، لس دقیقې هم بس دي.
کوچني بریاوې انسان ته باور او نوې انګېزه ورکوي.
۶- ځان وهڅوئ
کله چې یو کار بشپړ کړئ، ځان وستایئ. دا ستاینه اړینه نه ده چې قیمتي ډالۍ وي؛ کېدای شي د خوښې یوه پیاله چای، لنډ استراحت، د خوښې سندره یا له ملګري سره لنډه ناسته وي.
دا ډول کوچني انعامونه ذهن دې ته هڅوي چې کار بیا هم تکرار کړي.
۷- خپل بدن ته پام وکړئ
ستړی ذهن ډېری وخت د ستړي بدن پایله وي.
که خوب مو کم وي، ناسمه خواړه خورئ، اوبه کمې څښئ او هېڅ فزیکي فعالیت ونه لرئ، طبیعي ده چې د کار انګېزه به مو هم کمه وي.
هڅه وکړئ:
- کافي خوب وکړئ.
- صحي خواړه وخورئ.
- ډېرې اوبه وڅښئ.
- هره ورځ لږ تر لږه شل تر دېرش دقیقې قدم ووهئ یا ورزش وکړئ.
سالم بدن د سالم ذهن بنسټ دی.
۸- د خپل ذهن ساتنه وکړئ
ټولنیزې رسنۍ، بېګټې بحثونه او پرلهپسې منفي خبرونه د انسان ذهني انرژي کموي.
هڅه وکړئ هره ورځ لږ وخت د کتاب لوستلو، ګټورو لیکنو، طبیعت، مراقبې یا د هغو خلکو په ملتیا تېر کړئ چې مثبت فکر لري او تاسو هڅوي.
۹- له ځان سره مهربان اوسئ
هېڅ انسان تل په یوه اندازه انرژي او انګېزه نه لري. که یوه ورځ مو لږ کار وکړ، ځان مه ملامتوئ. د پرمختګ موخه بشپړتیا نه، بلکې دوام دی.
هره ورځ که یوازې یو کوچنی مثبت ګام هم پورته کړئ، له پرون څخه به غوره یاست.
۱۰- له الله تعالی سره اړیکه پیاوړې کړئ
روحاني سکون د انسان په ژوند کې مهم ځای لري. لمونځ، دعا، د قرآن کریم تلاوت او پر الله تعالی توکل انسان ته ذهني ارامي او د ستونزو پر وړاندې د درېدو ځواک ورکوي.
الله تعالی فرمایي:
﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا﴾
(سورة البقرة: ۲۸۶)
ژباړه: الله تعالی هېڅ انسان ته د هغه له وس او توان څخه زیات مسؤلیت نه سپاري.
دا آیت موږ ته ډاډ راکوي چې هره ستونزه، که هر څومره لویه هم ښکاري، د هغې د زغملو او حل کولو توان هم له موږ سره شته.
پایله
ژوند تل د خوښیو او ستونزو ګډ سفر دی. مهمه نه ده چې نن څومره بېانګېزې یاست؛ مهمه دا ده چې د بدلون لپاره لومړی ګام پورته کړئ. له پلمو تېر شئ، خپل مسؤلیت ومنئ، کوچني هدفونه وټاکئ، خپل بدن او ذهن ته پام وکړئ او له الله تعالی سره خپله اړیکه ټینګه کړئ.
یاد ولرئ، لوی بدلونونه تل له کوچنیو ګامونو پیلېږي. که نن یوازې یو مثبت ګام هم پورته کړئ، سبا به تر نن ښه وي، او همدغو کوچنیو ګامونو به یوه ورځ تاسو خپلو هیلو او موخو ته ورسوي.