تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) څېړونکو موندلې چې د حشراتو د چیچلو ځای یا د پوستکي د دانو ګرول، که څه هم په لومړیو کې د ارامۍ او خوښۍ احساس ورکوي، خو په حقیقت کې التهاب او خارښت زیاتوي او انسان د خارښت او ګرول په یوه ناوړه کړۍ کې راګیرولی شي.
د میډیکل اکسپرسد راپور له مخې، ښايي له ماشومتوبه مو اورېدلي وي چې د حشرې د چیچلو یا د پوستکي د دانو ځای مه ګروئ، ځکه وضعیت خرابوي. خو پوښتنه دا ده چې ولې داسې کار، چې دومره ښه احساس ورکوي، په حقیقت کې زیان رسوي؟
د ځینو جدي ناروغیو په ګډون، بېلابېل عوامل د خارښت لامل کېدای شي. ډاکتران له ډېر پخوا راهیسې د پوستکي د زیات ګرولو د زیانونو خبرداری ورکوي. اوس څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې ولې حتی سوکه خارښت، که ګرول یې دوام وکړي، انسان د خارښت او ګرولو په نه ختمېدونکې کړۍ کې راګیروي.
پر موږکانو ازموینه
د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره، څېړونکو پر موږکانو تجربه وکړه. هغوی د موږکانو په غاړه کې ځانګړې کړۍ واچولې، څو ونه شي کولای خپل بدن په پنجو وګروي.
د ازموینې پایلو وښودله چې ګرول د پوستکي التهاب او پړسوب لا زیاتوي.
د امریکا د پیتسبورګ پوهنتون د پوستکي متخصص ډاکټر ډنیل کاپلان وايي: «که د حشرې چیچل شوی ځای ونه ګروئ، خارښت یې معمولاً له ۵ تر ۱۰ دقیقو کې له منځه ځي. خو که ګرول پیل کړئ، هماغه خارښت ښايي تر یوې اوونۍ دوام وکړي او هر ځل به تر مخکې لا شدید وي.»
د معافیت سیستم؛ هم مرسته کوي، هم زیان رسوي
د دې بهیر د ښه درک لپاره، کاپلان او همکارانو یې د معافیت د هغو حجرو څېړنه وکړه چې ماسټ سېل (Mast Cells) نومېږي.
دا حجرې په پوستکي کې ژوند کوي او د بدن د دفاعي سیستم له لومړیو غبرګون ښودونکو حجرو څخه دي. کله چې فعالې شي، هیستامین او نور مواد ازادوي چې د خارښت او التهاب سبب کېږي.
له بلې خوا، همدا حجرې د نورو موادو په خوشې کولو سره د میکروبونو پر وړاندې هم د بدن له دفاع سره مرسته کوي.
څېړونکي له پخوا پوهېدل چې حساسیت پیدا کوونکي مواد دغه حجرې فعالوي، خو اوس څرګنده شوې چې درد هم ورته اغېز لري.
کاپلان وايي، خلک معمولاً هغه ځای چې خارښت وکړي دومره ګروي چې هغه ځای یې درد وکړي. د درد حس کوونکي عصبي حجرې، د سبسټنس پي (Substance P) په نوم ماده خوشې کوي، چې د الرژۍ له بېلې لارې د معافیت حجرې فعالوي. همدا چارې د خارښت او التهاب د زیاتېدو لامل کېږي.
ولې ګرول په پیل کې ښه احساس ورکوي؟
د یوې پخوانۍ نظریې له مخې، ګرول ښايي د بدن له سطحې د پرازیتونو لکه ورږو او سپږو په لرې کولو کې مرسته کړې وي.
د کاپلان څېړنو دا هم وښودله چې ګرول د پوستکي د ځینو باکتریاوو په کمولو کې مرسته کولای شي.
خو د هغه په وینا، دا ګټې دومره مهمې نه دي چې طبي سپارښتنې بدلې کړي. نوموړی ټینګار کوي چې ګرول په پایله کې زیان رسوي او باید ترې ډډه وشي.
د سپک خارښت د کنټرول لارې
د خارښت درملنه د هغه په لامل پورې تړاو لري.
د اوړي د موسم د خارښتونو، لکه د حشراتو د چیچلو لپاره، د پوستکي متخصصان د هایدروکورتیزون کریم، کالامین لوشن او یا هم د اوټس (جودرو) حمام سپارښتنه کوي.
ډاکټر کاپلان یوه بله ساده لاره هم وړاندیز کوي:
هغه وايي، هغه کریمونه چې مینتول (Menthol) لري، په موقتي ډول پوستکی داسې غولوي چې د خارښت پر ځای د یخوالي احساس وکړي. دا کار خارښت دومره کموي چې د خارښت او ګرولو ناوړه کړۍ ماته شي.