Homeخبرونهسپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر بېړۍ برید وکړ؛ امریکا پر...

سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې پر بېړۍ برید وکړ؛ امریکا پر ایران بریدونه پیل کړل

تاند – (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱ مه) د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې یوه سوداګریزه بېړۍ یې، چې د دوی په وینا یې د هرمز تنګي له «غیرمجازې لارې» د تېرېدو هڅه کوله او د سپاه خبرداریو ته یې پام ونه کړ، د اخطاري توغندي په وسیله درولې ده. سپاه همداراز ویلي چې هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی او هېڅ بېړۍ ته به د تګ راتګ اجازه ور نه کړل شي.

د سپاه په خبرپاڼه کې راغلي، له دې مخکې یې څو ځله خبرداری ورکړی و چې بېړۍ باید یوازې د ایران له لوري ټاکل شوې لارې وکاروي، خو د دوی په وینا، «د بهرنیو هېوادونو په هڅونه» څو بېړیو له ټاکلې لارې د تېرېدو هڅه وکړه او د سپاه اخطارونه یې له پامه وغورځول.

سپاه ادعا کړې چې له دغو بېړیو څخه یوې خپله پېژندنه او تعقیبي الکترونیکي وسيلې (AIS) بندې کړې وې او د سمندري تګ راتګ امنیت یې له خطر سره مخ کړی و، ځکه نو د اخطاري توغندي په ویشتلو سره ودرول شوه.

سپاه ویلي، د همدې پېښې له امله هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی وي چې د دوی په وینا په سیمه کې «د امریکا لاسوهنه» پای ته ونه رسېږي. دغه ځواک خبرداری ورکړی، که امریکا یا متحدان یې د دې پېښې په پلمه پر ایران نوی برید وکړي، نو ایران به په سیمه کې نورې امریکایي اډې هم په نښه کړي.

همداراز سپاه امریکا، اسراییل او هغه هېوادونه، چې امریکایي او اسراییلي اډو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د احتمالي پایلو مسؤل بللي دي.

اکسیوس: سپاه سوداګریزه بېړۍ په توغندي وویشتله

د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې سپاه پاسداران پر یوې سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرېدو په ترڅ کې توغندی توغولی چې له امله یې بېړۍ زیانمنه شوې ده.

راپور زیاتوي، دا برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي سره په مسقط کې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

سنتکام: پر ایران مو درېیم پړاو بریدونه پیل کړل

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په ایکسپاڼه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا پوځ د امریکا د ختیځ پر وخت د ماښام په ۷:۱۵ بجو د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پر ایران پیل کړل.

سنتکام ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې د دوی په وینا سپاه پاسداران د قبرس تر بیرغ لاندې پر «JFS Galaxy» کانتینري بېړۍ په هرمز تنګي کې د تېرېدو پر مهال برید وکړ.

د امریکایي پوځ د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د بېړۍ یو ملکي عمله‌ ورک شوی، په بېړۍ کې اور لګېدلی او د ماشین خونې د سخت زیان له امله نور د حرکت توان نه لري.

سنتکام ادعا کړې چې ایران ته مخکې هم فرصت ورکړل شوی و چې پر سوداګریزو بېړیو له بریدونو لاس واخلي، خو یو ځل بیا یې دا ژمنه عملي نه کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا به د ایران هغه پوځي وړتیاوې په نښه کړي چې د ملکي بېړیو او نړیوال سمندري تګ راتګ لپاره ګواښ بلل کېږي، او دا بریدونه د امریکا د ولسمشر په امر ترسره کېږي.

د امریکا دفاع وزیر: ایران ناسمه پرېکړه وکړه

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هېګسېت، د سنتکام د اعلامیې له خپرېدو لږ وروسته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل:

«ایران ناسمه پرېکړه وکړه، اوس باید د هغې بیه ورکړي.»

امریکایي سرچینې: د ایران پوځي تاسیسات په نښه شوي

اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو د سپاه د برید په ځواب کې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یو شمېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، د بریدونو په هدفونو کې د هوايي څار رادارونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه، د توغندیو او ډرونونو د توغولو ځایونه، د سمندري څار رادارونه او له ځمکې څخه هوا ویشتونکي توغندي شامل دي.

د ایران په جنوبي ښارونو کې د پرله‌پسې چاودنو راپورونه

په همدې حال کې، د ایران رسنیو او ځايي سرچینو د یکشنبې په سهار د بوشهر، عسلویې، بندر دیر، کنگان، بندرعباس، قشم، جاسک، سیریک، کنارک او چابهار په ګډون په ګڼو جنوبي ښارونو کې د پرله‌پسې چاودنو خبر ورکړی دی.

ځینو غیر رسمي راپورونو ادعا کړې چې ښايي د بندردیر بندر او ځینې نور پوځي تاسیسات په نښه شوي وي، خو ایراني چارواکو تر اوسه دا ادعاوې نه دي تایید کړې.

د بوشهر د والي امنیتي مرستیال ویلي، سره له دې چې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې کوم رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی.

په ټولنیزو شبکو کې ځینو اوسېدونکو د ځمکې د لړزېدو، د ودانیو د ښیښو د رپېدو، لوګي او سرو (رنګه) لمبو د لیدل کېدو او د څو پړاوونو چاودنو خبر ورکړی، خو دا راپورونه د دې خبر د خپرېدو تر شېبېپه خپلواک ډول تایید شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...