Homeخبرونهپاکستان، د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی او هغو کسانو ته...

پاکستان، د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی او هغو کسانو ته هم سزا ورکوي چې افغانانو ته ځای ورکوي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د غیرقانوني  یا بې اسناده افغان وګړو پر ضد به، د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، په ټول هېواد کې د نیولو او ایستلو عملیات نور هم چټک کړي.

پاکستاني رسنیو پرون (شنبې) په دې اړه په راپور کې د حکومتي سرچینو په قول ویلي. هر هغه افغان وګړی چې له قانوني ویزې پرته په پاکستان کې اوسېږي، سمدستي به ونیول شي او له هېواده به وایستل شي. همداراز، د هغو کسانو پر ضد به هم سخت قانوني اقدامات وشي چې له دغو افغانانو سره مرسته کوي.

د پاکستان حکومت هغو پاکستانیانو ته هم خبرداری ورکړی چې غیرقانوني افغانانو ته پناه ورکوي یا ورته د کرایې کورونه برابروي، څو خپل چلند بدل کړي، کنه پر ضد به یې هم قانوني دوسیې ثبت شي.

چارواکي وايي، په راولپنډۍ او د پنجاب په ټولو سیمو کې د افغان وګړو د جیوټګنګ (Geotagging) د موقعیت څرک لګول او جیوفېنسنګ (Geofencing) (د جي پي ایس په وسیله د اوسېدو د ځای ایسارول) بهیر بشپړ شوی، او د همدې معلوماتو پر بنسټ به اړوند ولسوالان او مرستیالان کمېشنران د نیولو عملیات لا چټک کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ټولو صوبو، آزاد کشمیر او ګلګت – بلتستان ادارو ته لارښوونه کړې چې د عملیاتو ورځني راپورونه فدرالي حکومت ته واستوي.

په دغو راپورونو کې به د نیول شویو کسانو شمېر او د روانو عملیاتو بشپړ جزئیات شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د جون په ۲۸مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ټولو اړوندو ادارو ته رسمي مکتوب استولی و او د غیرقانوني افغانانو پر ضد یې د عملیاتو د لا اغېزمن کولو امر کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...