Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د میاشتې ۱۰ زره مربع متره غالۍ جوړېږي او...

په افغانستان کې د میاشتې ۱۰ زره مربع متره غالۍ جوړېږي او کابو ۴۰ هیوادونو ته صادرېږي

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې مشر وايي، حاضردمه په افغانستان کې د میاشتې کابو ۱۰ زره مربع متره ته غالۍ جوړېږي چې لویه برخه یې بهر ته صادریږي.

د اتحادیې مشر عبدالله رحمان‌قل د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) ملي ټلوېزیون ته وویل، د هېواد په شمال کې د غالۍ اوبدلو صنعت شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری یې ښځې دي.

نوموړي همداراز وویل، د افغانستان غالۍ اوس د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي خو ډېره برخه یې ترکیې، اروپایي هېوادونو، متحده ایالتونو، کاناډا او عربي هېوادونو ته صادرېږي. هغه دا هم وویل چې افغانستان اوس مهال خپلې غالۍ په ۱۸ بېلابېلو کیفیتي کچو نړیوالو بازارونو ته صادروي.

رحمان‌قل زیاته کړه، په افغانستان کې د غالیو د تولید اوسنی ظرفیت په میاشت کې نژدې ۱۰ زره مربع متره ته رسېږي.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې مشر دا هم وویل، افغان غالۍ د خپل لوړ کیفیت، اصیلو نقشو، د اوبدونکو د مهارت او د طبیعي وړۍ د کارونې له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

د هغه په وینا، افغان ګېلم هم بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې مشر دې ته اشاره ونه کړه چې د عالیو له صادراتو څخه افغانستان ټولټال څومره عاید لري.

غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ په کچه د افغاني هنر او فرهنګي میراث له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...