تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۱ مه) د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري، چې هند ته تللی، د دغه هېواد له حکومت او هندي سوداګرو غوښتي چې له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه ویلي، افغانستان د پرمختګ لپاره، په ځانګړي ډول د کرنې د عصري کولو په برخه کې، د نوي ډیلي همکارۍ ته اړتیا لري.
عطاءالله عمري، چې د طالبانو د کابینې څلورم وزیر دی او هند ته سفر کوي، د افغانستان ـ هند د سوداګریزو فرصتونو په غونډه کې وویل چې په هند کې یې تود هرکلي شوی دی.
هغه وویل: «کله چې د هند د حکومت د مشرانو، وزیرانو، رییسانو او د دې هېواد د خلکو تود هرکلی وینو، زموږ روحیه لا پیاوړې کېږي.»
د کرنې وزیر زیاته کړه:«په همدې برخه کې موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو؛ هم د هند د دوست او پخواني حکومت او هم د هغو صادقو هندي سوداګرو مرستې ته، چې د تاریخ په اوږدو کې یې له موږ سره اوږه په اوږه همکاري کړې ده.»
بل لور ته، په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې افغان شارژدافیر نوراحمد نور ویلي، د طالبانو او هند اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او دا د افغانستان لپاره یو مثبت او هیله بخښونکی پرمختګ دی.
هغه وویل:
«موږ باید د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو. لکه څنګه چې له وروستي سفر وروسته، د خدای په فضل، د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي اړیکې هم د ښه کېدو پر لور روانې دي او ډېرې مثبتې نښې لیدل کېږي. لکه دا چې د دواړو لورو جګپوړي چارواکي په بېلابېلو غونډو او مراسمو کې ګډون کوي.»
له له بلې خوا دواړو هیوادونو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د ګډ کاري ټیم پر جوړولو هوکړه کړې ده. دا هوکړه په نوي ډیلي کې د هند د کرنې وزیر شیوراج سینګ چوهان او د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري ترمنځ په کتنه کې شوې ده.
دواړو لورو په دې کتنه کې د اصلاح شویو تخمونو، اوبو لګولو، کرنیزو څېړنو، د ظرفیت لوړولو، مالدارۍ او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي له نوي ډیلي غوښتي چې په افغانستان کې د غنمو د تولید د زیاتوالي لپاره د اصلاح د شویو تخمونو د برابرولو او د کرنیزو څېړنو د همکاریو د پراخولو له لارې مرسته وکړي.
د هند د کرنې وزیر شیوراج سینګ چوهان ویلي، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان ته د غنمو، جوارو او کچالو لوړکیفیت تخمونه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مقاوم ډولونه، او د هند د کرنیزو څېړنو شورا تخنیکي پوهه او تجربې برابرې کړي.
د تېر میلادي کال له اکتوبر راهیسې هند ته د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، روغتیا او کرنې وزیرانو هند ته سفرونه کړي دي. پاکستان په دې سفرونو غبرګون ښوولی دی. پاکستان تمه لرله چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته به افغانستان له هند سره اړیکې نه پالي او افغانستان به په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې د پاکستان د اوامرو اطاعت کوي.