تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) پر ایران د امریکا وروستیو بریدونو د چابهار بندر فعالیتونه ګډوډ کړي، چې له امله یې د افغانستان د یوه مهم بدیل سوداګریز مسیر په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د پنجشنبې په سهار د امریکا بریدونو د چابهار بندر د بېړیو د ترافیک د کنټرول برج زیانمن کړی، چې له امله یې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د پاکستان له خاورې پرته د هند د لاسرسي اوږدمهاله ستراتیژي له خنډ سره مخامخ شوې ده.
له هغه راهیسې چې هند په ۲۰۱۶ کال کې په چابهار بندر کې پانګونه وکړه، دغه بندر د هند، افغانستان او د سیمې ترمنځ په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل شوی دی.
د ټایمز اف انډیا او نوبهارت ټایمز په ګډون هندي ورځپاڼو دغه بریدونه د نوي ډیلي د سیمهییزو سوداګریزو هیلو لپاره ستر ګوزار بللی او ویلي یې دي چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند یوه مهمه تجارتي او ترانزیتي لاره زیانمن شوې ده.
په ایران کې د افغانستان پخواني سوداګریز اتشه عبدالهادي فرهنګ ویلي، د چابهار له لارې د افغانستان پر سوداګرۍ به د دغو بریدونو سمدستي اغېز ډېر محدود وي، ځکه چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم د دې بندر له لارې لا هم نسبتاً کم دی.
خو د هغه په وینا، که د ایران نورو بندري تاسیساتو، په ځانګړې ډول بندرعباس ته زیان واوړي، پایلې به یې ډېرې جدي وي، ځکه بندرعباس د افغانستان اصلي سمندري سوداګریز بندر دی.
فرهنګ وویل:«د چابهار د شهید بهشتي او شهید کلانتري ترمینلونه، او همداراز د بېړیو د لارښوونې برج په نښه شوي دي. که څه هم چابهار د افغانستان په سوداګرۍ کې کوچنۍ ونډه لري، خو اصلي اندېښنه بندرعباس دی، ځکه د افغانستان ډېری واردات او صادرات د همدې بندر له لارې ترسره کېږي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي چې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ډېره برخه د بندرعباس له لارې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې چابهار که څه هم د سوداګرۍ له پلوه کوچنۍ ونډه لري، خو د یوه مهم بدیل ترانزیټي مسیر په توګه ستراتیژیک اهمیت لري.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان د مې میاشتې په ترڅ کې د ۷۹.۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې ۳۴ سلنه یې هند ته تللي دي. له همدې امله هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، چابهار ته په داسې وخت کې زیان اوښتی دی چې افغان سوداګر له پخوا لا له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمې لارې، لکه واګه سرحدي لار او د کراچۍ بندر، د سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو پر مخ تر ډېره تړلې پاتې دي.