Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له هراته ۱۱۷ ټنه مېوه...

د کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له هراته ۱۱۷ ټنه مېوه صادره شوې

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د روان لمریز کال په لومړۍ ربعه کې له هرات ولایت څخه ۱۱۷ ټنه تازه مېوه د اسیا، عربي هېوادونو او د سیمې یو شمېر بازارونو ته صادره شوې ده.

دې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه صادرات د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر دوامدارې نړیوالې غوښتنې دلالت کوي او ښيي چې په صادراتو کې د هرات رول مخ په ډېرېدو دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي:

«د سوداګریزو لارو ښه کول او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي پراخول د کرنیزو صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم لومړیتوبونه دي.»

دوی هیله څرګنده کړې چې د راتلونکو حاصلاتي موسمونو په ترڅ کې، د تولید له زیاتېدو سره به د کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه هم نوره لوړه شي.

کرنیز صادرات د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ او د کلیوالو سیمو د اقتصادي فعالیتونو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...