تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه) د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، د روان کال د پسرلي د حاصلاتو په موسم کې په دې ولایت کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید شوي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله څه باندې دوه برابره زیات دي.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شاتو د تولید د زیاتوالي اصلي وجه د معیاري مچۍروزنې فارمونو پراختیا او د کرنې ریاست له لوري د تخنیکي ملاتړ دوام دی.
د خبرپاڼې له مخې، په کندهار ښار او د ولایت په څو ولسوالیو کې اوس د مچۍروزنې ۶۸ فارمونه شته، چې د شاتو د تولید د زیاتوالي ترڅنګ یې د مچۍروزونکو د عاید په لوړولو کې مرسته کړې ده.
د معلوماتو له مخې، تېر کال د پسرلي په موسم کې په کندهار کې یوازې ۲۱ ټنه شات تولید شوي وو،. د تېر کال د تولید پرتله سږنی ډېر تولید ښيي چې په کندهار کې دې سکټور د پام وړ پرمختګ څرګندوي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، په عصري مچۍروزنه کې دوامداره پانګونه به د شاتو تولید نور هم زیات کړي او د کلیوالو سیمو د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.