تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۰ مه)مجتبی خامنهیي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت اوسنی مشر دی، په هغه لیکلي پیغام کې چې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) خپور شو، خو نېټه یې د دوو ورځو وړاندې ده، ویلي چې د خپل پلار، علي خامنهیي، د وینې غچ «په حتمي ډول باید واخیستل شي.»
هغه په دې پیغام کې د خپل پلار «قاتلانو» ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي:
«دا جنایتکاران، چې د ټولو نوملړ له لومړي تر وروستي پورې زموږ سره شته، هیڅکله به د ارام مرګ او په خپل بستر کې د مړینې هیله له ځان سره ګور ته یو نه سي.»
مجتبی خامنهیي زیاته کړې چې د غچ اخیستل «زما یا د نورو چارواکو په شتون پورې تړاو نه لري. موږ که یو او که نه یو، دا کار به کېږي او ډېر ژر به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ازاد انسانان هر یو د دې الهي مأموریت یوه برخه ترسره کړي.»
هغه په خپل پیغام کې د کوم شخص یا هېواد نوم نه دی اخیستی. د پیغام ډېره برخه یې هغو کسانو ته ځانګړې کړې چې د علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و. همداراز یې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو کړکېچونو، د اوربند، تفاهملیک او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هېڅ یادونه نه ده کړې.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په سهار ولیکل، که د ده د ترور هر ډول اقدام یا هڅه وشي، «زر توغندي د ایران پر لور د توغولو لپاره چمتو دي» او د امریکا پوځ د یوه کال لپاره، چې د غځېدو امکان هم لري، چمتو دی «د ایران ټولې سیمې په بشپړ ډول له منځه یوسي.»
تر دې وړاندې، مجتبی خامنهیي ته منسوب وروستی لیکلی پیغام ۱۱ ورځې مخکې د قضائیه قوې د اوونۍ په مناسبت خپور شوی و.
مجتبی خامنهیي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې، چې د هغه له وژل کېدو څلور میاشتې وروسته د حکومت په تنظیم د څو ورځو لپاره ترسره شول او د چنګاښ په ۱۸مه په مشهد کې پای ته ورسېدل، څرګند نه شو.
د علي خامنهیي د جنازې پر مهال، ګڼو ګډونوالو د «وینې غچ» او «له دښمن سره د نه جوړجاړي» شعارونه ورکول، او یوې ډلې یو ډېر لوی بینر (شعار) هم لېږداوه چې پکې د ډونالډ ټرمپ د وژلو غوښتنه شوې وه.
مجتبی خامنهیي، چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه، د خپل پلار له وژل کېدو څخه لس ورځې وروسته، د ایران د نوي مشر په توګه معرفي شو، د جنازې په مراسمو کې حاضر نه شو.
همدارنګه، په دې موده کې د هغه هېڅ غږیز یا ویډیويي پیغام هم نه دی خپور شوی چې وښيي هغه په څه وضعیت کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د ایران نژدې ټول لوړپوړي چارواکي، د درېیو قواوو مشران، د سپاه پاسداران قوماندانان او د علي خامنهیي درې نور زامن، مصطفی، مسعود او میثم هم حاضر وو، چې د تېر کال د کب له ۹مې، یعنې د جګړې له پیل راهیسې، د هغوی په اړه هم کوم خبر نه و خپور شوی.