یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: امریکا طالبانو سره د داعش خلاف مبارزه کې مرسته کوي

واشنګټن پوسټ: امریکا طالبانو سره د داعش خلاف مبارزه کې مرسته کوي

تاند: ( سې شنبه، د غويي ۶ ) ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې خلاف مبارزه کې خپل ښه متحد بولي.

سرچينه زياتوي، چې دا خبره د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ځينو مقاماتو ورته تاييد کړې ده.

ویل شوي، چې د طالبانو په اړه د داسې نظر له موجودیت سره به امریکا له يادې ډلې سره د داعش خلاف مبارزه کې مرسته وکړي.

د طالبانو رژيم د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

امريکايي چارواکو مخکې هم په مختلفو بڼو د داعش ډلې پرضد د طالبانو د اقداماتو ستاینه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. دواړه یې د امریکا لاس پوسی دی د امریکا هدف صرف د اسلام نوم بدول دی او اسلام سره دښمنی اوس دواړه ډلی د اسلام ضد ډلی دی په همدی بهانه امریکا خپل هدف مخ ته وړی او بس

  2. کابل نیوز له سایټه:
    د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو یو کاندید «رابرټ کینیډي» ویلي چې «امریکا داعش ایجاد کړ، ۲ میلیونه کسان یې اړ کړل څو اروپا ته کډوال شي او د یوه نسل لپاره یې دیموکراسي بې ثباته کړه.»
    «رابرټ کینیډي» زیاته کړې چې د امریکا ستراتیژي دا ده چې د نظامي ځواک له لارې خپل قدرت وښیي. ده ویلي: «موږ ۸ ټریلیونه ډالر مصرفول چې پلونه، روغتونونه او سړکونه تخریب شي او چین بیا ۸ ټریلونه مصرفول چې پلونه، روغتونونه او سړکونه جوړ کړي چې له امله یې چین اوس د امریکا پر ځای د گڼ شمیر هیوادونو تجارتي شریک شوی، برازیل هم د ډالر پر ځای د یووان کارول پیل کړي او سعودي عربستان هم د امریکا پر وړاندې خپل دریځ ته تغییر ورکړی.»
    رابرت کینیډي د امریکا د وژل شوي ولسمشر «جان اف کینیډي» وراره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب