Homeخبرونهملا متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سره ټلیفوني...

ملا متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سره ټلیفوني خبرې وکړې

تاند: ( سې شنبه، د غويي ۶ ) ‏د طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر سراج الحق سره ټلیفوني خبرې وکړې.

پاکستاني رسنيو ویلي، چې په دې خبرو کې دواړو څېرو د افغانستان او پاکستان پر وروستي سیاسي وضعیت او په سيمه کې د سولې هڅو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

ويل شوي، چې په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان پر ښو اړیکو ټینګار شوی او پاکستاني سياستوال افغانستان او پاکستان دوه« وروڼه» هېوادونه ګڼلي.

سراج الحق دا هم ویلي، چې دواړه هېوادونه روښانه راتلونکی لري.

پاکستاني رسنيو دغه راز ويلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به په نیږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...