چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهله طالبانو د خلیلزاد دفاع؛ افغانستان د ترهګرۍ په مرکز نه دی...

له طالبانو د خلیلزاد دفاع؛ افغانستان د ترهګرۍ په مرکز نه دی بدل شوی

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ )  د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو مخکیني استازي زلمي خلیلزاد، چې طالبانو سره یې د امریکا په استازیتوب د سولې تړون لاسلیک کړی و، په افغانستان کې د ترهګرۍ د مرکزونو د جوړیدو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړی.

نوموړي په یوه لیکنه کې ویلي، له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدل یو له هغو وېرو څخه وه چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه. خو داسې نه دي شوي.

خلیلزاد زیاتوي: (( القاعده په پام وړ توګه کمه شوې او اوسمهال په افغانستان کې تر هر وخته کمزورې ده. د داعش- خراسان په تړاو، طالبان دوی خپل سرسخته دښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي.))

له دې سره خلیلزاد مني چې داعش په افغانستان کې یو ګواښ پاتې دی.

هغه زیاتوي، طالبان له ننګونو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، تاجکستاني سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته داخل شي او له داعش سره یو ځای شي.

د امریکا دا مخکینی دیپلومات دا هم وایي، چې د افغانستان ګاونډیان، په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش ترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي.

د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه بل راپور کې د داعش خلاف د مبارزې په نوم د طالبانو او امریکا د ګډو همکاریو خبر ورکړی.

طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتیدل رد کړي، خو د داعش خلاف له امریکا څخه د مرستې ترلاسه کولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. له دې داسې بريښي چې طالبان د ده وروستۍ پروژه ده چې مخته يې وړي او له همدې مدرکه د ده شخصي حساب ته د ده هغه لس يا شل سلنه برخه ورځي، نو ځکه د ده او د امريکا + نورو ترمينځ د نظر ورته سره توپير لري.

  2. له دغه ملاتړه معلومیږي چې د جمهوریت سقوط د ده په لاس وشو. زلمی خلیل زاد د ټولو جنایتکارانو سالار بلل کیدای شی. هم دبن په کنفرانس کې د طالبانو او ګلبدین شاته پریښودل د جګړې د دوام په موخه ول او هم اوس د جمهوریت په سقوط سره د طالبانو واک ته رسول د جنګ د دوام په موخه دي. طالبان به له نورو سره جنګ وو او کنه وو خو داعش سره به بوخت وي. داعش هم په پاکستان کې د امریکا تر نظر لاندې ورته تربیه کیږي او بیا به د جنګ له پاره د شپې په طیارو کې په یوه او بله سیمه کې ورته راکوزول کیږي. ځکه طالب خو هسي هم هاغه ده چې چیغې وهي چې هوايي حریم مصون نه دی. ګلبدین هم ورته چیغې وهي چې د افغانستان اسمان اشغال دی. دا ټولې خبرې د یوه جنګ د دوام په معني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب