جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په نړۍ کې د چاغانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه

په نړۍ کې د چاغانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه

مینه احمد

د چاغښت نړیوال فدراسیون مسوولان وايي، که مناسب اقدامات و نه شي، تر ۲۰۳۵ کال پورې به د نړۍ ټول نفوس نیمايي کسان د چاغښت تر بریده ډېر وزن ولري.

د دې ادارې راپور ښيي چې تر څلور میلیاردو پورې کسان به اغېزمن شي چې ډېری به یې ماشومان وي او دا شمېر به چټکۍ سره ډېر شي.

ویل کېږي د اسیا او افریقا ډېری هغو هېوادونو وګړي به دې لړ کې ډېر اغېزمن شي چې یا یې عاید لږ او په متوسطه کچه کې دی. رپوټ وړاندوینه کوي چې دې لړ کې به تر ۲۰۳۵ کال پورې د لګښت کچه هر کال څلور ټریلیونه امریکايي ډالرو ته ورسېږي.

د دې فدراسیون مشر پروفیسر لوئیس باور وايي، د رپوټ موندنې یو څرګند خبرداری دی، چې همدا اوس لاس په کار شي او یا باید د راتلونکو عواقبو لپاره چمتو اوسي.

په رپوټ کې په ځانګړې توګه د چاغو ماشومانو یادونه شوې، چې شمېر به یې د ۲۰۲۰ پرتله دوه برابره شي او نجونې، هلکان دواړه پکې شامل دي.

په راپور کې یادونه شوې چې له لسو نهه داسې هېوادونه چې د چاغښت پراخ اغېز به پکې څرګند شي په افریقا یا اسیا کې دي او کمزوري اقتصادونه لري.

زیاتو پروسس شویو خوړو (لکه ساسیج) ته د تمایل زیاتوالی، غذايي لومړیتوبونه، د خوړو وېش، پېر او پلور کنټرول کمزورې پالیسۍ، د روغتیايي او وزن کنټرول زدکړو کې د مناسبو سرچینو کموالی د چاغښت ډېرېدو له لاملونو یاد شوي دي.

په رپوټ کې د اټکل له مخې ویل شوي چې چاغښت به پر نړیوال اقتصاد هم اغېز وکړي.

په راپور کې په ټینګار سره ویل شوي له نړیوال اقتصاد سره د چاغښت تړاو په هکله وړاندې شوي معلومات ”په هیڅ مانا له چاغښت سره د ژوند کوونکو تورونولو ته غبرګون نه دی. ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب