يوازي جسمي ازادي د ازادۍ په معنا نه ده.
د انسان بايد فکر هم ازاد وي.
ډېری داسي انسانان شته، په ظاهري شکل ازاد ګرځي او د خپلواکۍ زمزمې کوي؛ خو فکرونه ئې ازاد نه وي.
فکر ئې غلام او مقيد وي.
خپلي خبري نه لري، د نورو له خولې ږغېږي.
جسمي وده غواړي، خو د فکري ودي غم ورسره نه وي.
په دې خوشحاله وي، چي ازاد ګرځم، خو په دې نه وي خفه چي فکر مي د تورو تمبو شا ته بندي دی.
مقيد فکر وده نشي کولای.
تر هغو چي فکرونه ازاد نه وي، په ټولنه کي نوښت او پرمختګ هم ممکن نه دی.
وګړي بايد له جسمي ودي سره فکري ودي ته هم پام وکړي او خپل فکر نوی- نوی وساتي.
په زاړه فکر او زاړه منطق پرمختګ نه کېږي.
د پرون خبري له پرون سره پاته شوې، نن خپلي خبري لري او سبا بيا خپلي خبري غواړي.
دا ډېر د افسوس ځای دی، چي زموږ په ټولنه کي اوس هم په ځينو غټو، غټو سرونو کي هغه پخوانی ناکاره اوو بېکاره منطق واکمن دی. موږ په دې خوښۍ کوو، چي د نړۍ امپراتورانو ته مو ماته ورکړې ده؛ مګر په دې بيا نه يو خبر، چي زاړه منطق او وراسته فکر موږ مات کړي يو. بيرته همدغي موږ ماتي کړي نړۍ ته محتاجه يو.
کاش، چي نړۍ ته مو له ماتي ورکولو سره زاړه او وراسته فکر ته هم ماته ورکړې وای. دغسي زوړ منطق او وروست فکر موږ پېړۍ، پېړۍ شاته ساتي او دې عصر له کاروانه به پاته يو.
د هري زمانې او عصر خپلي غوښتني او اړتياوي دي؛ که موږ په اوسني وخت کي د تېرو او زړو فکرونو خبري کوو او پر زړو لارو روان يو، دا پر ځان او ټولني پوري خندا ده.
يوازي نوی فکر دی، چي موږ ته نوي لاري راښيي او پر هغو لارو مو بيايي، چي ترقۍ او پرمختګ ته تللي دي.
د نوي فکر او عمل په برکت ځان له سيالانو سره سيال کولای شو.
زموږ په ټولنه کي دا مشکل دی، چي هر څوک خپل فکر سم او صحيح ګڼي.
د بل فکر که د ده د غلط او منفي فکر د اصلاح لپاره هم وي، نه ئې مني.
دغسي حالت هم په ټولنه کي فکر ودي ته نه پرېږدي.
ښه خو دا ده، چي نظرونه تبادله شي، نورو ته خپل فکر انتقال کړو او د نورو له افکارو موږ خبر شو.
يو بل ته قانع کوونکي، پر اصولو او منطقو ولاړ دلايل وړاندي کړو.
خپلي خبري له نورو سره شريکي کړو او د نورو خبري هم په سړه سينه او سړو مازغو واورو.
يوازي خپل هم فکره نه، بايد مخالف فکره هم وزغمو او نظر ته ئې احترام ولرو.
له خپل او د همفکرو له فکره څه نه نشي جوړېدای؛ تر هغو چي د خپل فکر مخالف وانه ورو/ونه لولو.
د فکري ودي لپاره دا اړينه ده، چي مختلف او مخالف نظرونه او فکرونه وزغمو.
کله چي خبري کول او د نورو خبري اورېدل؛ د يو بل فکر منل او زغمل، په ټولنه کي عام شي هلته فکر ښه وده کولای شي.