د ټولنیزو رسنیو هغه پټ رازونه چې ټول باید ورباندې پوه شو
د نن ورځې ژوند تر بل هر وخت څخه چټک شوی او موږ د انساني تاریخ تر ټولو لوی بدلونونه تجربه کوو. ټکنالوژي زموږ د ژوند برخه ګرځېدلې او زموږ ژوند یې خورا اسان او بدل کړی. ټولنیزې رسنۍ هم داسې وسیلې دي چې انسانان یې تر بل هر وخت ډېر سره نږدې کړي. اوس موږ هر یو پر ټولنېزو رسنیو کې ډېر بوخت یو. دغه لیکنه کې غواړم پر یوه داسې موضوع وغږېږو چې په موږ یې په اړه ډېر لږ فکر کړی او هغه دا چې ټولنیزې رسنۍ څنګه کار کوي، موږ یې ولې او څنګه کاروو.
د فسبوک، انسټاګرام، ټوېټر، یوټیوب، ګوګل او ورته نورو پلاټفرمونو رامنځته کېدو په نړۍ کې ډېر مثبت بدلونونه راوستل. خلک یې سره نږدې کړل. نړۍ یې یو کلی وګرځاوه. خو دا صنعت یوه توره خوا او پټ مخ هم لري. د دغه شیانو هغه سترې منفې اغېزې چې د انسانانو پر ژوند یې کړي، هېڅکله هم باید سترګې پرې پټې نه شي. یو عام وګړی باید په دې وپوهېږي چې ټولنیزې رسنۍ او په ټوله کې دا صنعت له ما سره څه ډول چلن کوي. زه له دوی څه اخلم او دوی له ما څه.
راځئ داسې یې پیل کړو: په نړۍ کې هېڅ داسې کار او څيز نشته چې بیه و نه لري یا په بله وینا هېڅ څه هم وړیا نه دي. هېڅ. د هر څه لپاره باید ته یوه بیه پرې کړې. موږ که چېرې فسبوک، انسټاګرام، ګوګل او ورته نوره شیان کاروو زموږ پام یوازې دې ته وي چې موږ څه ترې اخلو خو دا فکر نه کوو چې دوی موږ ته ولي دا کار کوي یا دا څيز را کوي. زما د کار په اسانولو کې د دوی څه ګټه ده. دغه ټول پلاټفرمونه چې تاسې یې په خپل موبایل کې لرئ او هره ورځ پکې وخت تېروئ، هر یو یې خپل خپل هدفونه لري. هغه خلک چې دغه څیزونه یې سازولي خپلو هدفونو ته ډېر زیات ژمن دي او هره ورځ کار کوي چې څنګه ورته ورسېږي. موږ تاسې یوازېنۍ وسیلې یو چې دوی یې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره کاروي.
د ټولنیزو رسنیو او ورته نورو شرکتونو یوازینۍ ستره موخه دا ده چې پیسې ترلاسه کړي. پیسې له چا ترلاسه کېږي؟ مالومه ده له مشتریانو. یو چا ته به کوم څه ورکوې او هغه به پیسې درکوي. ایا موږ د فسبوک یا انسټاګرام مشتریان یو؟ موږ خو فسبوک وړیا کاروو. هېڅ ډول فیس نه ورکوو، نو دوی دا پیسې څنګه او له چا ګټي. دوی د تبلیغاتو او اعلاناتو پر خپرولو پیسې ګټي. دوی موږ یو ځای ته راټول کړي یو او هغه څه راباندې ګوري او کتلی شي چې دوی یې غواړي. مثلاً که د بوټانو یو شرکت غواړي چې خلک د دوی له تولیداتو او خدماتو خبر شي باید تبلیغ وکړي. د تبلیغاتو لپاره غوره ځای هغه وي چېرته چې خلک ډېر وي. دوی فسبوک ته ورځي او خپل اعلان ورته سپاري. فسبوک خپل نرخ لري. زه ستا اعلان په پینځه زره کسانو ګورم او له تا دا مقدار پیسې اخلم. فسبوک او ورته پلاټفرمونه دا ډول پیسې ګټي. دلته مشتریان هغه شرکتونه دي چې موږ یې اعلانات ګورو. موږ هغه وسیله یو چې د شرکت او فسبوک ترمنځ مو دا معامله ممکنه کړې ده. فسبوک یا بل هر پلاټفرم وړیا نه دی. موږ که دوی ته پیسې نه ورکوو خو خپل وخت او توجه مو ورکړې ده او دوی زموږ پر توجه او وخت تجارت کوي.
”که تاسو د یو شي په بدل کې پیسې نه ورکولې په دا مانا چې تاسو پخپله پلورل کېږئ“
د ټولنیزو رسنیو او ورته پلاټفرمونو مالکان او کارکوونکي هره ورځ، هره شېبه او هره ثانیه په دې هڅه کې دي چې په خپل پلاټفرم کې ګڼه ګوڼه زیاته کړي. دوی د دې کار له پاره له هرې ممکنې لارې څخه استفاده کوي. څومره چې د دوی د کاروونکو شمېر ډېر وي او څومره چې کاروونکي د دوی پلاټفرم ته ډېر وخت ورکوي، دوی به هومره ډېره ګټه ترلاسه کوي.
اوس دا پوښتو چې دوی څنګه خپل پلاټفرمونو ته ډېر خلک راولي؟ یا ډېر کاروونکي څنګه پیدا کوي؟
د دې له پاره چې دوی ډېر کاروونکي او خلک خپل پلاټفرم ته راولي، دوی له بېلابېلو نادرو او مختلفو لارو کار اخلي او هره شېبه د دوی تکړه او مهار ټیمونه پر دې لګیا وي چې د خلکو د را جذبولو نوې لارې را پیدا کړي. د دوی له پاره یوه تر ټولو ګټوره ستراتيژي دا ده چې خپلې دغه موخې ته د رسېدو په پار انساني روانپوهنه د زینې په توګه وکاروي. دوی فکر وکړ چې زموږ پلاټفرم باید داسې جوړ شي چې انسان ترې خوند واخلي، انسان پکې هېڅکله ستړی نه شي، خپل ډېر وخت ورکړي. دوی د انسان روانپوهنه ښه مطالعه کړې ده او زموږ پر وړاندې یې د خپلو هدفونو پوره کولو له پاره کاروي. پر ټولنیزو رسنیو زموږ هر کار ډېر په غور او دقت سره څارل کېږي او ثبتېږي. تاسو چې د فسبوک د ننه هر شی وینئ، هر څه، هر وړوکی شی؛ رنګ، بټنې، لیکل؛ دا په ډېر زیات فکر سره ډيزاین او تنظیم شوي دي. دا پلاټفرمونه اوس زموږ روان او ماغزو ته تر دې حده را د ننه شوي چې که چېري موږ وغواړو هم، نه شو یې پرېښودلای.
تاسې فکر وکړئ؛ دوه خواوې دي. د موبایل سکرین مخې ته تاسو یئ چې خپل هدفونه لرئ او د سکرین تر شا زرګونه انجینران او لوی لوی کمپوټرونه دي چې خپلې موخې لري. څه فکر کوئ څوک به پر چا برلاسي کېږي. تاسو او که دوی!؟
ګوګل، فسبوک، انسټاګرام، ټویټر، ټیکټاک ورته نور، دوی ټول له یو بل سره په سیالۍ کې دي، سیالي یې دا ده چې څوک له تا څخه د ژوند څومره وخت اخستی شي. تا چې هر یو ته ډېر وخت ورکړ، همغه ګټونکی دی.
حلاره څه ده؟ ټولنیزې رسنۍ وکاروو او که نه؟ د دې له پاره چې دغه موضوع ډېر بحث ته اړتیا لري نو په یوه لیکنه کې یې راغونډول سخته چاره ده. د موضوع پاتې خبرې به په را روانو برخو کې درسره شریکوم. اوس له پاره کافي ده چې په دې اړه فکر وکړئ او لټه وکړئ تر څو پوه شئ موږ ته باید څه مهم اوسي.
سلامونه،
ورور فیضي ثناءالله ډیرې اهمې موضوع ته چې په ځانګړي ډول نوي نسل او ځوانانو ته ېې پوهیدل ډیر اړین دي ،اشاره کړېده.
زه صرف دوه ټکو ته نغوته یا اشاره کول غواړم :
-ټولنیزې رسنیو کارونکي ،د دې سره سره چې د شرکتونو او تجارانو د منځګړو په شکل استعمالیږو ؛ وړیا نه دي ، ځکه هیڅ پلاټفارم بې له انټرنیټ نه شو کارولی او دا انټرنټ په افغانستان غوندې بیرته پاتې کړای سويو ملکونو کښې ارزانه نه دی او ورو اوپه مقطعوی شکل دی.
-کارل مارکس ویلي و:” بهترین اقتصاد ، د وخت اقتصاد دی!” ، نو مونږ خپل ډیر ګران وخت پر هغو برخو چې د مسلک او ضروري معلوماتو پورې اړوند وي ولګوو نه پر ټیکټاک، پوچو ټویټرونو،فیسبوکونو کې ښکنځلو او چټیاتو لیکلو لوستلو ا.د.ن.
هیله ده نور هم دوام ورکړئ دې لړۍ ته..
له توجه نه تشکر.
بروکسل ۲۶اپریل=۶شوال=شش ثور
له نظر او تایید څخه مو نړۍ مننه.
رښتیا هم زموږ د ټولنې وګړو لپاره د انټرنیټ بیې هم ارزانې نه تمامېږي.