جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره بل ځانګړی استازی وټاکه

ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره بل ځانګړی استازی وټاکه

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ )  د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونيو ګوتریش ترکی دیپلومات فریدون سینیرلي ‌اوغلو د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

ویل شوي، چې نوموړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه تازه پریکړه لیک له مخې ټاکل شوی.

یاد شوی دیپلومات دنده لري، چې د افغانستان وضعیت وارزوي او خپل راپورونه په منظم ډول د ملګرو ملتونو سرمنشي او اړوندو مراجعو سره شریک کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په کابل کې د ځانګړي استازي دفتر هم لري، چې د یوناما په نوم فعالیت کوي او پراخ تشکیلات لري.

دغه دفتر پر خپلو ښځینه کارکوونکو د طالبانو د کار بندیز له امله خپل کارونه ځنډولي دي.

د یوناما د فعالیت په اړه د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفان ادعا لري، چې نا پېیلي نه دي او د طالبانو ملاتړ پکې لیدل کیږي.

1 COMMENT

  1. دوی وایی م م ناپییلی ندی. هو. ندی. امریکا ته غلامی کوی. څنګه په دوو ورځو کی یی خپلی خبری بدلی کړی.
    هغه امریکایی غلامان چی یی متهموی هغوی وایی باید دافغان امریکایی غلامانو دروغ ومنی. خو دا خلک اوس هومره شرمیدلی جی لیونی هم باندی اعتبار نکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب