اوازه شوه چې اجمل خټک کابل ته راغلی، کابل هوټل کې یې اړولي دي. په موږ فاکولته یانو اختز جوړ شو. د هغه (د غیر ت چغه) کتاب ټولو یارانو داسې معتبر لر بر کاوه لکه د شهید وبنه.
حبیب الله تږی زما د لیلیې (ها سټل) کوټې ته راغی دا زېری یې راکړ. چې لنډه یې کړم، ډله مو روانه کړه. تږی چې زموږ پنډت و مخکې، ورپسې زه، حسن ضمیر ساپی، رحیم الهام. درې څلور نور. کابل هوټل کابل سینما ته لنډ کابل سیند ته مخامخ پروت و. دویم پوړ ته وختلو، د هوټل د انتظار خونه کې مو د خپل ګورو ښکلې بشره ولېده چې یوه ښکلي میر ته ناست و. له احساساتو سره مو یې لاسونه ښکول کړل. موږ چې ځانونه معرفي کول، هغه همداسې غلی ناست پاتې وو، لاس يې لکه مړاوی تور بانجڼ راته نیولی و چې ښکل یې کړو، سر يې په موسکا ټیټ و پاس کاوه.هغه میز ته په یوې بخملي کرسۍ ناست و، موږ ورته مخامخ یوه لیکه په یوې اوږدې لرګینې دراز څوکۍ.
سبناری راغی، په یوه لوی قاب کي پټ په پټ پراټې، په بل کې کباب. خټک ضیب لکه چې وږی و، اول یې په کبابو پېښه وکړه، چې قاب تش شو، بیا ورته بیره د شودو چای پیاله کېښوده، هغه یې د پراټې سره نواله کړه. ورپسې یوه نالبکي کې د پیروي کترې. چې د ا ختم شول، د اسقلاني خټکي یوه ترازه. موږ همداسې تشې کولمې درانه ناست وو، کتل مو چې کله زموږ ایډیال موږ سره بانډار شروع کوي.
چې سبناری خنم شو زموږ ګورو لا لاسونه په دسمال نه و وچ کړي جې د مطبوعاتو هیات راورسېد، ارسلان سلیمي یې مشر و. خټک صیب چې تر اوسه غلی ناست و، اوچت پاڅېد، چسپه برګړندي يې ورسره و کړه. پام مو شو چې دنګ سړی و، په څوکړې ږیرې کې یې ایله لس سپین ویښتان وو، چټه پښتني ځواني یې وه، خوږه خندا او ښکلی غږ یې وو.
نو بې خدای پانۍ د مطبوعاتو د هیات سره له هوټل نه ووتل. موږ نیمه خوا ورپسې کتل، بیرته. همداسې وږي، پپړ غوږونه لیلیې ته روان شوو. تږي په لار کې موږ ته وویل، ومو لېده د پښتنو پیرخانه چې د سپي خیال یې درباندې را نه ووړ؟ ضمیر پرې غږ کړ.«ماوې د پراټې غږ خو به راباندې و کړي.»
«تو نالت د خدای شه! » ..
———————————-
ډېره په زړه پوري ده. واقعا هم زموږ په ټولنه کي د یو چا چال چلند، اخلاق او رفتار ته د هغه تر کار او عمل ډېره پاملرنه کيږي. که یو څوک ښه لیکوال وي یا کوم بل کمال ولري مهمه نه ده چي باید ښه اخلاق هم ولري ځکه چي په ډیرو حالاتو کي دا امکان هم نه لري چي یو څوک دي یو مقام ته ورسیږي او اخلاق دي یې خراب نه سي
دغه خبره زه هم کوم خو زه بیا خپله پوښتنه بېرته داسې ځوابوم، انډیواله خلک مبارزه کوي د ځان له پاره، هغوی مبارزه وکړه هغه دی که اجمل خټک نه وي افراسیاب خټک یې نن دومره لوړ مقام باندې کار کوي چې د پاکستان په استازیتوب له هغه افغانستان سره بحثونه کوي چې خپل بچي یې په لوږه ناست ول خو دوی ته یې پېروي، خټکي او کبابونه تیارول، هغه نور یې هم همداسې…….. نو خلک خو د ګلبدین غوندې نه کوي چې تر سلو کالونو پورې شمشتو کمپ په اجاره ونیسي، خپلو چارپښانو ته په کې کورونه جوړ کړي او په افغانستان کې چې هر نظام راځي دوی یې مخالفت وکړي یا د ړانده ملا په څېر چې یا به د کابل په شمول په ټول افغانستان کې درباندې ځانمرګي بریدونه کوي او یا به پاکستان ته دومره لوی لاس او واک ورکوې چې اردو دې هم درتربیه کړي، دهند په څېر یوه عظیم الشان مملکت سره دوستۍ نه دې هم را منع کړي، په بهرنیو اړیکو دې هم څارنه وکړي…… لکه د غني په وروستیو څو اقداماتو چې د احمدشاه بابا او د میرویس نیکه د ړانده زوی لښکرغلی کېناست نه چاودنې کوي او نه بل څه، یعنې دوی په افغانستان کې د پاکستان د یوې منظمې ملېشې په توګه کار کوي.