تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۱ مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر (UNHCR) ويلي چې هغه افغان کډوال چې له ايران څخه افغانستان ته ستنېږي، ډېری وخت د هغو کډوالو پرتله چې له پاکستانه خپل هیواد ته ستنېږي، لوړه زدهکړه، د خوړو نسبتاً ښه خونديتوب او مناسب استوګنځایونه لري.
د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د «افغانستان له راستنېدو وروسته د څارنې د سروې راپور» چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی، له ايران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو ترمنځ بېلابېلې ستونزې روښانه کړې دي.
د راپور له مخې، له ايران څخه راستنېدونکي اکثره لوړې زدهکړې، ښه د خوړو حالت او استوګنځایونه لري، په داسې حال کې چې له پاکستانه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، زياتره پر ورځنيو مزدوريو تکيه کوي او د پورونو دروند بار پر اوږه لري.
راپور زياتوي چې کم احتمال شته چې له ايران څخه راستنېدونکي پوروړي وي، په داسې حال کې چې د ښځينه سرپرستو کورنيو (۹۰ سلنه) او نارينه سرپرستو کورنيو (۸۷ سلنه) ترمنځ توپير ډېر کم دی.

له پاکستانه راستنېدونکي، په ځانګړي ډول تازه راستانه شوي کسان، ډېری وخت په کرايي کورونو کې اوسي او د کرايې د ورکولو له ستونزو سره مخامخ وي، خو له ايران څخه راستنېدونکي زياتره خپل يا په ميراث ترلاسه شوي کورونه لري. همدارنګه، له پاکستانه راستنېدونکو ته د پاکو اوبو او روغتيايي اسانتياوو لاسرسی هم محدود دی.
د دوشنبې په ورځ ۲،۸۲۷ افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شول.
په ۲۰۲۳ کال کې، د نړۍ د نړيوالو مهاجرو شمېر شاوخوا ۳۰۴ ميليونو ته رسېدلی و، چې له دې ډلې ۸۳ ميليونه يې په خپل هېوادونو کې دننه بېځايه شوي کسان وو.
د ایرانم د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس، د غير رسمي احصاييو له مخې، شاوخوا اووه ميليونه افغانان په ايران کې مېشت دي، چې له دې ډلې څلور ميليونه بې اسناده دي.
د کډوالو د لویې کمېشنرۍد هغې خبرپاڼټې له مخې، چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۲۷مه یې خپره کړې وه، د ۲۰۲۵ کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر ۱.۷ ميليونه زيات افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.