پنجشنبه, جنوري 1, 2026
Home+مرۍ ته د تیزاب راپورته کېدل| ډاکټر ش میره‌کی

مرۍ ته د تیزاب راپورته کېدل| ډاکټر ش میره‌کی

‎مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل يا

 Gastro-esophageal Reflux Dieses

‎مرۍ له معدې څخه د یوه ور (سفنګټر) په وسیله جلا شوې ده. دغه ور له مرۍ څخه مواد پرېږدي چې معدې ته لاړ شي خو له معدې څخه یې بېرته نه راپرېږدي چې پورته لاړ شي. هر کله چې دغه ورسستېږي او پلې یې پوره نه سره ورځي، د معدې تېزاب مرۍ ته خېژي او هلته د سوي (سوزش) سبب کېږي. په خپله د معدې دېوالونه له دننه خوا داسې پوښ لري چې تېزاب ورباندې اثر نه شي کولای خو په مرۍ کې بیا دغه پوښ نشته، په همدې وجه سوی کوي.

‎دا ناروغي نسبتاً عامه او په افغانستان کې نسبتاً ډېره عامه ده او دلیلونه یې زموږ په دودونو، اقتصادي وضعیت، پر نس څملاستي، کلتور او عادتونو کې دي. د معدې د نورو ناروغیو په شان دا هم په روژه کې زور اخلي.

د ناروغۍ نښې نښانې:

په مرۍ کې د سوځېدو احساس، خولې ته د تروشو اوبو یا د خوړو بېرته راتلل، په ستوني کې د ډکوالي احساس، ځنډمنه ټوخی. دا ناروغي د شدت په لحاظ په څو درجو وېشل کېږي. په کمه درجه کې یې دا نښې نښانې کله کله لیدل کېږي خو په شدیده درجه کې یې ډېر کله. نښې نښانې معمولاً هله لا سختېږي چې څوک تروه شیان (لیمو، نارنج، اچار، سرکه، مرچ)، ډېر غوړ، ډېر سره کړي شیان، او یا ډېر خواږه شیان وخوري.

د معدې او مرۍ ترمنځ ورولې سستېږي؟

‎که معده له حده زیاته ډکه شي، دېوالونه یې سره لرې کېږي او دغه ور هم د دېوالونو په پاسنۍ برخه کې لګېدلی دی، نو د وره پلې بهر خوا ته کش کېږي او د تړل کېدو په وخت کې پوره نه سره ورځي. له بلې خوا د معدې زیات ډکېدل، د معدې داخلي فشار زیاتوي. دغه فشار د وره پلې پورې وهي او چوله په کې پیدا کوي.

‎له خوړو وروسته سم لاسي څملاستل یې بله وجه ده. په ناست یا ولاړ حالت کې د ځمکې جاذبه د معدې محتویات کښته خوا ته راکشوي او پورتنۍ خوا یې له فشاره نسبتاً خلاصه وي. خو که څوک څملي د جاذبې قوه د معدې محتوي په افقي یا هواره کرښه کې برابروي نو بیا هم د معدې او مرۍ ترمنځ ور تر فشار لاندې راځي. بهتره ده چې تر ډوډۍ وروسته اقلاً یو ساعت له څملاستو ډډه وکړو.

‎زموږ اکثره خلک د کوټې پر غولي ډوډۍ ته پرلتۍ (پلتۍ) وهي خو غربیان بیا مېزونو ته پر چوکیو کېني. زموږ د ډوډۍ خوړلو طریقه مناسبه په دې نه ده چې پر ځمکې د ناستې پر مهال پر نس باندې فشار زیاتېږي. په دې حالت کې ساه اخیستل هم سختېږي او معمولاً له ډوډۍ سره هوا هم معدې ته تېرېږي، همدا وجه ده چې زموږ خلک نسبتاً ډېر ټېغونه (ارږمي) وهي.

‎د پرتوګاښ یا ملاوستني ټینګ تړل او د تنګو جامو اغوستل پر خېټې او معدې باندې اضافي فشار تحمیلوي. نو ښه به دا وي چې د خوراک په وخت کې نسبتاً ازاد کالي واغوندو.

‎غربیان د اصلي (درې وخته) خوړو تر منځ سپک شیان خوري (snack) نو د ډوډۍ په وخت کې بیا لوږې دومره نه وي ځپلي چې ډوډۍ په بېړه وخوري او معده تر خولې پورې ډکه کړي. خو زموږ خلک دا رواج نه لري. موږ ډوډۍ، سابه، مېوه، اوبه، تروې او هرڅه چې مو لاس ته راشي، په یوه وار پر دسترخوان ږدو او نسونه ډکوو. بهتره ده چې میوه او ترکاري د غرمې او ماښام تر ډوډۍ یو – دوه ساعته مخکې وخوړل شي. له دې سره به یې جذب اسانه شي او د ګټورو موادو زیاته برخه به یې بدن ته ورجذبه شي او هم به لوږه ورسره کمه شي.

ولې دا ناروغي په روژه کې سختېږي؟

‎ځینې خلک ګومان کوي چې روژه معدې ته دمه ورکوي او د استراحت زمینه ورته برابروي خو زموږ عملي تجربه د دې خبرې اپوټه ده. لوږې تندې ځپلی بني ادم چې څنګه د اذان غږ اوري، اوبه، شربت، شړومبی، خرما، پېرکي … پر له پسې پر معدې حواله کوي او دومره یې پړسوي چې نور نو خاشه ځای په کې پاتې نه شي. البته د ډاکترانو توصیه خو دا ده چې داسې مه کوئ. روژه په کم شي ماته کړئ او بیا یو ساعت وروسته په کراره سمه ډوډۍ وخورئ خو په عمل کې به څو کسان دا کار وکړای شي؟ ایا د اوړي د دې ګرمۍ ساعتونه تنده تا پرېږدي چې په یو ګېلاس اوبو ګوزاره وکړې؟

‎په پېشلمي کې خلک مجبور دي ژر ژر ډوډۍ وخوري او د سهار تر لمانځه پورې بېرته څملي او خوب پوره کړي ځکه چې اکثره خلک ټوله ورځ کار او مزدوري کوي، د ورځې خوب ته وخت نه پیدا کوي. نو کله چې په ډکه معده څملي، د معدې او مرۍ ترمنځ پر وره باندې فشار راځي.

‎همدارنګه په روژه کې انسان تروشو شیانو ته ډېر هوسېږي، د لیمو شربت، اچار، مرچکی، تروې … دا شیان ناروغي سختوي.

درملنه:

لومړی خو له هغو حالتونو ځان ساتل په کار دي چې پر معدې فشار زیاتوي. موږ باید خپلو دودونو او عادتونو ته بیاکتنه وکړو. که بیا هم څوک دا ناروغي لري، باید د معدې متخصص ډاکتر ته ورشي. درملنه له ۴ تر۶ اوونۍ وخت نیسي.

‎که ناروغي پر وخت درملنه نه شي، کېدای شي په مرۍ کې زخمونه پیدا شي. د زخمونو بیا بیا رامنځته کېدل کله کله د سرطان سبب کېږي.

يادونه : په خوړو کې مو افراط مه کوئ او هغه عادتونه چې پورته یاد شول او که تاسو یې  لرئ اصلاح یې کړئ.

د ناروغانو لپاره ساده او عملي لارښود

(Patient-friendly GERD Guideline)

۱. د خوړو لارښوونې

دا کارونه وکړئ:

  • لږ، خو څو ځله خواړه وخورئ
  • د ماښام ډوډۍ سپکه وخورئ
  • ورو وخورئ او ښه یې وږدوئ

له دې ډډه وکړئ:

  • ډېر غوړ خواړه
  • مرچ او تېزاب لرونکي خواړه
  • چاکلېټ
  • قوي قهوه او چای
  • ګاز لرونکي څښاک

۲. د خوب او استراحت لارښوونې

  • له خوړو وروسته ۲–۳ ساعته مه څملئ
  • د خوب پر مهال بالښت لوړ کړئ
  • پر ښي اړخ مه ویده کېږئ، چپ اړخ غوره دی

۳. د ورځني عادتونو سمون

  • تنګ کالي مه اغوندئ
  • وزن کم کړئ که زیات وي
  • سګرېټ مه څکوئ
  • له خوړو وروسته لږ وګرځئ
  • ذهني ډار او فشار کم کړئ

۴. د درملو په اړه لنډه لارښوونه

  • درمل یوازې د ډاکټر په سلا وکاروئ
  • تېزاب کموونکي درمل باید منظم وخوړل شي
  • په خپله خوښه درمل مه بندوئ

کله ډاکټر ته مراجعه ضروري ده؟

که دا نښې موجودې وي:

  • د خوړو تېرولو ستونزه
  • وینه راتلل
  • د وزن بې‌دلیله کمېدل
  • دوامداره ټوخېدل
  • اوږدمهاله ترخې اوبه خولې ته راتلل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کاپیسا کې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه وموندل شوه

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ که) په کاپيسا ولايت کې د يوناني–بودايي دورې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه موندل شوې ده. دا...