چادري یې پورته کړه. ماشومه یې د انګړ د دروازې له مخې را جیګه کړه، ښکل یې کړه او بیا یې ورته ویل:
بلا دې واخلم ګرانې. ماښام دی. ځه، کورته لاړه شه!
خو ماشومه چې یې څنګه له غیږې راښکته شوه؛ بیرته په خپل ځای کیناسته.
انګړ ته د راغلې میرمنې په ور ننوتلو چیغې شوې. میلمنې هرې یوې ته غاړه ورکوله او بیا ژړاګانو دیوالونه جړقول.
خونه کې کښیناستل. هغې د چایو پیاله کیښوده او بیا یې مخامخ میرمنې ته ویل:
خورې!
ماښام دی، ماشومه بیرون مه پریږده. د هغې ټوله سرپرستي اوس ستا تر غاړې ده.
کوربنې په سترګو کې تازه راخوټیدلې اوښکې وچې کړې او بیا یې په سلګیو کې خبرې شروع کړې:
خورې!
ډیره خواري مه وکړه. خبره مې نه مني، ژاړي.
هر ماښام تر ناوخته د کور مخې ته ناسته وي. وايي پلار مې راځي. ماته کالي راوړي.
دا بیچارګۍ یې د قتل په ورځ کور کې نه وه.
نعمان دوست،
۱۳۹۹، جوزا ۲۲