شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورهڅه او بریا، خامخا ولولئ | حامد واحدي

هڅه او بریا، خامخا ولولئ | حامد واحدي

کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسې مو لوستې وي؛ خو هومره الهام بښونکې به نه وې او ښايي فکر مو کړی وي چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او له بریالیو کسانو سره یوازې د دوی چانس یاري کړې چې د غرونو په څېر سترې ستونزې یې شا ته پرېښې او د بریا د ښاپېرۍ په ښکلولو توانېدلي دي.

خو حقیقت داسې نه دی، بریالي کسان ځان ته موخې ټاکي او له کوچنیو موخو یې پیلوي. لومړی د ځان له پاره داسې موخې ټاکي چې په ترلاسه کولو کې یې پر ځان پوره باور لري. هر ځل چې دغو کوچنیو موخو ته رسېږي، پر ځان باور یې لا ډېرېږي او له یادې موخې د لږ څه لویې موخې تکل کوي. همدا چاره ورسره د بریا لوړو پوړیو ته د ځان رسولو په برخه کې مرسته کوي او هر ځل خپلې وچې شونډې د انګېزې د رڼې چینې په سړو اوبو ږدي.

لنډه دا چې پر ځان باور، د مسوولیت احساس، پرېکړه او کاري وجدان د بریا څلور ګوني عوامل دي چې په څنګ کې ورسره «همېشنی کار او هڅه» بریا ته زموږ لاسرسی تضمینوي. همدا حقیقت د (هڅه او بریا کتاب) نچوړ دی.

د هېواد د پیاوړي لیکوال، ژورنالېست او زما استاد ښاغلي حبیب وقار د هڅه او بریا کتاب په ۲۰۰ مخونو کې د زر ټوکه په شمېر، تېر کال چاپ او بازار ته وړاندې شو. په کتاب کې د درېیو سریزو تر څنګ زموږ د چم ګاوڼد د ۲۱ هغو اتلو ځوانانو ژوند او تجربې د زړه راښکونکو کیسو په بڼه ذکر شوې دي چې ستونزې یې ګاللې دي؛ خو اوس خوشاله، ارام او له بریاو ډک ژوند لري. دوی نه یوازې د خپل ځان له پاره نېکمرغه او ویاړلی ژوند جوړ کړی؛ بلکې د ټولنې او هېواد په چوپړ کې یې هم ډېره ونډه اخیستې ده.

دا کتاب د تنکیو ځوانانو، پېغلو او ماشومانو د زده کړې او بریا له پاره ډېر څه لري؛ ځکه دوی د زده کړو، کار او زیار پوره انرژي لري او همدا یې وخت دی چې د ژوند ګڼ شمېر هنرونه، حرفې، مسلکونه او کسبونه زده کړي، لوړې زده کړې بشپړې کړي او د یو روښانه راتلونکي پر لور د ځان او هېواد له پاره کار وکړي؛ ترڅو په دې توګه خپل ځان، کورنۍ، ټولنه او بشري نړۍ له اوسنیو ناخوالو وژغوري او د ویاړلي ژوند بنسټ کېږدي.

لیکوال په یاد کتاب کې تر ډېره هڅه کړې چې د دغو اتلانو د ژوند ټول اړخونه، سختۍ، هڅې او برياوې را وسپړي او لوستونکی د دغو ځوانانو له ستونزو، مقاومت، کلک هوډ او استقامت څخه خبر کړي؛ ترڅو پوه شي چې هېڅ بریالی کس له ستونزو او کړاو ګاللو پرته بریا ته نه دی رسېدلی.

ژوند لوړې ژورې لري، هغوی چې له ژونده ستړي شوي او یا بې مانا او بې موخې ژوند تېروي؛ (هڅه او بریا کتاب) دې ولولي، دا کتاب د کابل په ميرويس ميدان (کوټه سنګي) کې د اکسوس، سمون، سروش، جهان اسلام او د ولاياتو په ټولو کتاب پلورنځيو کې موندل کېږي؛ د کتاب په لوستلو سره دې د دغو ۲۱ اتلانو ژوند ځان ته مخ بېلګه یا الګو وګرځوي، د بریا خوند دې وڅکي او د خپل ژوند تیاره اړخونه دې د دغه کتاب په ډېوو سره روښانه کړي، هېڅکله دې نه ناهیلي کېږي؛ ځکه له هرې تیارې وروسته رڼا شته!

په درنښت 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب