شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنورستان کې به د برېښنا اته بندونه جوړ شي

نورستان کې به د برېښنا اته بندونه جوړ شي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د افغانستان د برېښنا شرکت په په نورستان کې د برېښنا ۸برېښنا کوټونه جوړوي، چې د ځايي خلکو ستونزې به ورسره هوارې شي.

د برېښنا شرکت عمومي رئیس داوود نورزی وايي، له پلان سره سم به د نورو ولایتونو په څېر د نورستان د برېښنا شبکو د پراختیا او بنسټیزې تولیدي برېښنا چارې هم پیل شي.

د نورزي په خبره، په نورستان کې د نویو جوړېدونکو بندونو لومړني کارونه بشپړ شوي او په پام کې ده چې د سروې او ډیزاین چارې يې په راتلونکي کې پیل شي.

نورستان د برېښنا د تولید لپاره مناسب ځایونه او پراخه اوبه لري؛ خو د نه پاملرنې له امله تراوسه په دغه ولایت کې د اوبو د مهارولو او د برېښنا د تولید لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

له تېرو ۱۹کلونو راهیسې افغان حکومت ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا کړې ده او کورنیو سرچینو ته یې هېڅ پام نه دی کړی، چې له امله یې ډېری وخت د برېښنا ستنې د طالبانو لخوا الوځول کېږي او له امله یئ په میاشتو، میاشتو د ګڼو ولایتونو برېښنا پرې شوي وي.

د یادولو وړ ده، چې د نورستان نوي جوړېدونکي د بریښنا ۸ بندونه به هر یو حد اقل د ۱ مېګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

4 COMMENTS

  1. مسلمانه! دا خلک عجیبه چټیات وايي، له یو لوري وایي نورستان مو نشنل پارک اعلان کړ له بل لوري وایي هلته بندونه جوړوو، په نشل پارک کې بنده جوړول اجازه نه لري. بس دغني او د غنیخیلو ډوزي دي، حساب او کتاب نشته.

  2. نورو هیوادونوکی چه کله بندجوړیږی ظرفیت یی 3000-4000 میګواټ وی. زموږ چه زوروکړی 20 میکاواټ شی. ددی ساتل هم ستوزمن وی.

  3. په نړی کی تر ټولو غټ د بریښنا یا برق بند په زیمبابو کی دی، د بند نوم د کریبا په نوم یادیږی چه د اوبو ذخیره یی ۱۸۵ یو سل او پنځه اتیا بیلیون متر مکعبه دی، دغه بند ۱۴۷۰ یو زر څلور سوه اویا مېګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لری.
    د افغانستان د ټولو سیندونو د اوبو ذخیره ۵۵ پنځه پنځوس بیلیون متر مکعبه دی.
    ځمونږ د وطن سیندونه:
    واخان، کوکچه، کندوز، پامیر پنج، مرغاب، شیرین تګاب، سرپل، بلخ، کشن، کوشک او ګلران سیندونو د اوبو ټوله ذخیره ۲۴ بیلیون متر مکعبه دی.

    کابل، کنړ، نورستان، علیشنګ، الینګار، لوګر، پنجشیر، شوتول، غوربند او میدان سیندونو د اوبو ټوله ذخیره ۲۲ بیلیون متر مکعبه دی.

    هلمند، ارغنداب، غزنی، ترنک، ارغستان او موسی قلع سیندونو د اوبو ټوله ذخیره ۶٫۵ بیلیون متر مکعبه دی.

    خاش، فراه رود، ادرسکن، هری رود او نورو سیندونو سیندونو د اوبو ټوله ذخیره ۲٫۵ بیلیون متر مکعبه دی.
    د دغو ټولو سیندونو ذخیره یا سټوریج ۵۵ بیلیون متر مکعبه دی.
    والسلام

  4. په ۱۳۹۵ کال د انرژی وزارت اعلان کړی وو چی تر ۳۰ زیات بندونه تدارکاتی چاری مخی ته وړی دی او د ریس جمهور منظوری ته آماده دی مګر اوس هغه وزارت چی نړیوالو اعتبار یی درلود په دوه لویو ادارو یا ریاستونو بدل کړل مګر یو دولتی تصدی چی یو وخت کی د همدی وزارت یوه برخه وو په یو شرکت بدله کړه اوس وزارت چاری چی معتبری سرچینه ده ټول بندونو چاری یو شرکت مخی ته وړی دیته وایی کار سپارل اهل کارو ته
    که د دولت دا ډول ویش او کار وی موږ افغانان به د نړی قرض داره شو هغه ځکه موږ د دولتی سرچینو یعنی بندونو کارونه ددی پر ځای چی وزارت یی وکړی په شرکت یی مخی ته بیایو یا دا چی دا ریاست درواغ وایی ځکه په وارداتی برښنا کی موږ افغان دولت د ګټی پر ځای تاوان ډیر کړی ځکه هغه غالب وویل چی وزارت مالیه ته ځینی تاسیسات ورکوو ځکه دوی یعنی برښنا شرکت ندی توانیدلی چی وارد شوی برښنا مصارف ګاونډی هیوادونو ته برابر کړی ځکه زیاتره زورواکی اوس هم برښنا د مصارفو پیسی نه ورکوی مګر برښنا شرکت وایی کچیری پیسی ورنکړی دوی به نوم رسانیو ته افشا کړی بیا یی وویل چی څارنوالی ته به یی معرفی کړی داسی ښکاری چی برښنا شرکت تر اوسه د خپل مصارف نشی ټولوی پاتی شو بندونو نظارت او تخنیکی برخو څخه څارنه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب