جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې خصوصي روغتونو ته د کورونا د درملنې او تشخیص اجازه...

افغانستان کې خصوصي روغتونو ته د کورونا د درملنې او تشخیص اجازه ورکړل شوه

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د عامې روغتیا وزارت د کورونا پر ضد د مبارزې نوې تګلاره اعلان کړه چې پکې له وروسته خصوصي سکتور هم کولای شي د کورونا ویروس تشخیص او درملنه وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني نن پنجشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د متخصصینو په مشوره یې د کورونا پر ضد د مبارزې نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د کورونا د زیاتو پېښو د تشخیص لپاره زیاته زمینه برابره شي.
ښاغلی عثماني وايي، له وروسته پلازما هم د کورونا د درملنې لپاره له یو کس څخه بل ته تطبیقېدای شي او ناروغان به هم له لابراتوار پرته په کلنیکي علایمو او اعراضو پرته تشخیص او ثبتېږي.

نوموړي ویلي، تر اوسه د کورونا پر ضد مبارزه د افغانستان د روغتیايي سیسټم ډېره کوچنۍ برخه وه چې له کبله یې د کورونا د درملنې او تشخیص لړۍ سوکه شوې وه، مګر په وینا یې اړتیا ده چې په مرکز او ولایتونو اوس د کورونا پر ضد مبارزه کې خصوصي سکتور هم منسجم کړای شي: (( له دې وروسته دولتي او شخصي ټول روغتونونه، کلنیکونه د کورونا د تشخیص او درملنې اجازه لري، دوی کولای شي سر له نن څخه دا کار شروع کړي هیڅ جواز ته اړتیا نه لري.))

تر دې وړاندې خصوصي سکتور د کورونا د درملنې او تشخیص جواز په افغانستان کې نه درلود، خو اوس د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې له روغتیا نړیوال سازمان سره یې هوکړه کړې چې په افغانستان کې د کورونا ناروغان د کلنیکي علایمو او اعراضو له مخې هم تشخیص کړي تر څو د کورونا ناروغانو دقیق شمېر معلوم شي: (( کورونا هر کور ته داخله شوې ده، یو لوی شمېر هیوادوال پرې اخته دي، که هر کس د لابراتوال له لارې تشخیصوو، نو دا څو کلونو او ډېرو پیسو ته اړتیا لري.))

دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د کورونا د ناروغانو رسمي شمېرې له ۲۲ زره او ۸۹۰ څخه واوښتې، خو غیر رسمي ارقام بیا یوازې په کابل کې له یو میلیون زیات ښودل شوي دي.
له دې منځه یې ۴۲۶ تنه مړه او ۳ زره ۳۲۶ تنه روغ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب