پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د پلار د تسلیمۍ له امله د فراه مرستیال والي...

طالبانو ته د پلار د تسلیمۍ له امله د فراه مرستیال والي دنده وبایلله

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د فراه د والي مرستیال مسعود بختاور له خپلې دندې استعفا ورکړې او مرکزي حکومت هم منلې ده.

د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي تاند ته وویل، ښاغلي مسعود بختاور نږدې یوه میاشت له کوچني اختر وړاندې هغه مهال چې پلار یې له طالبانو سره یو ځای شو، خپله استعفا سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته استولې وه چې بالاخره یې په اړه پرېکړه وشوه.

نوموړی وايي، د ښاغلي مسعود بختاور د استعفا منل شوې بڼه تېره ورځ بیرته فراه ولایت ته استول شوې ده، بلخوا ښاغلی مسعود بختاور هم دا خبر تاییدوي مګر وايي، استعفا یې له طالبانو سره د پلار د یو ځای کېدو له کبله نه بلکې د شخصي مشکلاتو له امله ورکړې ده.

خو ښاغلی نعیمي بیا وايي، د مسعود بختاور استعفا نیغ په نیغه له هغه څه سره تړاو لري چې میاشت وړاندې یې پلار جلیل بختاور طالبانو ته پناه یوړه او له وسلو سره ورته تسلیم شو.

یوه میاشت وړاندې د فراه پخوانی امنیه قومندان جنرال جلیل بختاور طالبانوته ولاړاو هغوی ورته په بالابلوک کې ځانګړي مراسم نیولي وو، چې دې خبر د ښاغلي بختاور په اړه هم غبرګونونه راپورته کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب