شنبه, مې 4, 2024
Homeجنرال وزیريد اردو جزوتامونه| جنرال دولت وزیري

د اردو جزوتامونه| جنرال دولت وزیري

په تېر پسې:

– جزوتام: دلګی، بلوک، ټولی او کنډک ته جزوتام وايي. ټولی د اردو اساسي جزوتام دی، ځکه په مستقله توګه دنده ترسره کولی شي.

– قطعات – غونډ او لوا  په قطعاتو کې راځي.

– ستر جزوتام (جزوتام بزرګ) – فرقه او قول اردو ته ستر جزوتامونه وايي.

– اردو – د دفاع وزارت له قرارګاه، د ستر درستیز له قرارګاه او قطعاتو او جزوتامونو څخه عبارت وي.

– ګروپ اردو: د څو اردوګانو مجموعې ته وايي. ستر هېوادونه لکه چین، روسیه او نور د اردوګانو ګروپ لري.

د اردو د جزوتامونو تشکیل د پرسونل او وسلو له پلوه، د یوه هېواد په بشري. مادي، سیاسي او نظامي حالت پورې اړه لري.

په اردو کې د تشکیل، ښوونې روزنې، وسلو او انګېزې تر څنګ قوماندان ستر رول لري.

په اردو کې د تعلیمنامې له مخې د سرتېری څخه نیولې تر مارشال پورې ټولو ته قوماندان وايي.

سرتېری د خپل ځان قوماندان دی. باید تل ځانته د قوماندې ورکولو له لارې دنده تر سره کړي، نه دا چې د لېونی په څیر بې له قوماندې هر کار ته لاس واچوي.

په اردو کې په دوو سرتېرو کې یو قوماندان او بل يې مرستیال وي او درېیو سرتېرو کې قوماندان او مرستیال باید معلوم وي.

دلګی هم قوماندان لري، د دلګي سرتېري د ده تر قوماندې لاندې وي او دی بیا د بلوک د قوماندان تر امر لاندې وي.

بلوک هم قوماندان لري او ټول بلوک چې هر څو دلګي ولري د ده لخوا اداره کيږي. د بلوک قوماندان، مستقیما د ټول بلوک  قوماندان دی او خپله دنده د ټولي له قوماندان څخه اخلي. بلوک بریدمل هم لري. بریدمل د بلوک د پرسونل او د بلوک د قوماندان تر منځ د ارتباطي پله دنده ترسره کوي.

اکثرا بلوک مستقلې دندې ته نه ګمارل کېږي، خو کله نا کله د کمین، مخکې قراول، شاته او څنګونو ته د قراول دنده ترسره کوي. په دې حالت کې د نورو قوتونو له خوا تقویه کیږي.

ټولی د اردو اساسي تکتيکي جزوتام دی، په مستقله توګه او یا د کنډک په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. د ټولي قوماندان د ټول ټولي مستقیم قوماندان دی، خپل اوامر په مستقیمه توګه او یا د بلوک د قوماندانانو لا لارې تر سره کوي. ټولی بریدمل هم لري چې د ټولي د پرسونل او د ټولي د قوماندان تر منځ اړیکې ټینګوي. د ټولي قوماندان خپله دنده د کنډک له قوماندانه ترلاسه کوي.

د کنډک قوماندان خپله دنده په مستقله توګه او یا د غونډ او یا لوا په چوکاټ کې تر سره کوي او د ټول کنډک مستقیم امر ګڼل کیږي.

 کنډک بریدمل هم لري چې د کنډک د قوماندان او پرسونل تر منځ د اړیکو ټینګولو مسئولیت پر غاړه لري.

د غونډ یا لوا قوماندان هم په مستقله توګه او یا د فرقې په چوکاټ کې دنده تر سره کوي. د لوا قوماندان د لوا د پرسونل مستقیم امر دی. لوا هم بریدمل لري د لوا د قوماندان او د لوا د پرسونل تر منځ اړیکې ټینګوي.

د فرقې قوماندان هم په مستقله توګه او یا د قول اردو په چوکاټ کې دنده تر سره کوي او د فرقې د پرسونل مستقیم امر ګڼل کیږي. فرقه هم بریدمل لري چې د فرقې د قوماندان او پرسونل تر منځ د اړیکو ټینګولو دنده پر غاړه لري.

قول اردو قوماندان په مستقله توګه او یا که د اردو ګروپ موجود وي د هغې په جمع کې دنده تر سره کوي. قول اردو هم بریدمل لري.

د قول اردو د پرسونل او قوماندان تر منځ د اړیکو د ټینګولو مسئول وي.

اردو دوه قرارګاه وي لري . یوه د دفاع وزارت قرارګاه ده چې د اردو د اکمالاتو او د بودجې د ترتيب او تنظيم دنده پر غاړه لري. دا چې په افغانستان کې د دفاع وزیر ستر درستیز ته امر ورکوي او قطعات قومانده کوي، دا سلیقوي برخورد او د لوی درستیز په کارونو کې مداخله ده.

 که د سر قوماندان د حکم له مخې هم وي مناسب نه دی. د وزیر لومړی مرستیال د وزارت د قرارګاه او د بودجې د ترتيب او تنظيم مستقیم مسئولیت پر غاړه لري. وزیر سرقوماندان او د امنیت ملي شورا ته د ځواب مسئولیت پر غاړه لري.

لوی درستیز خپله قرارګاه لري او د ټولو قطعاتو او جزوتامونو د سوق او ادارې مسئول دی. د وسله والو ځواکونو په هکله سرقوماندان او د امنیت ملي شورا ته مسئول دی. د پرنسیب خلاف اوس دفاع وزیر ته هم د ځواب ورکولو دنده پر غاړه لري.

په اردو کې د قوماندان رول تر بل هر چا څخه اوچت دی، همغه دی چې په ټاکلو کې يې باید له ډېر غور څخه کار واخیستل شي. هر ټټو او بیکاره د قوماندانۍ وړتیا نه لري.

دوستانو دا صرف ستاسو له پاره معلومات دي. دا چې چېرې څرنګه او په څه شکل تطبیقېږي، په ما پورې اړه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کلی/ اجمل پسرلی

دین / اجمل پسرلی