شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهقطر او انډونیزیا افغان سوله کې د هر راز مرستې جاري ساتلو...

قطر او انډونیزیا افغان سوله کې د هر راز مرستې جاري ساتلو ټټر وهلی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او د انډونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په رابطه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په یوه مخامخ لیدنه کې ښاغلي قحطاني، له افغان سولې څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام په اړه ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی او هیله یې ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

قطر چې له امریکا سره په ګډه د سولې پروسه کې د طالبانو د دوحې دفتر مالي ملاتړی دی، افغانستان ته یې دا پيغام راوړی و چې د افغانانو تر منځ مذاکرات دې په دوحه کې پيل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز د انډونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن رتنو مرسودي سره په تلفون غږېدلی دی او افغان سوله کې د انډونیزیا د هڅو مننه یې کړې ده.

په دې تماس کې انډونیزیايي لوري د کوچني اختر د اوربند او د هغې د دوام هرکلی کړی او د سولې د پروسې د ملاتړ تر څنګ یې له کابل سره د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا هم تینګار کړی دی.
میرمن مرسودي ویلي، هیواد به یې د افغانستان د سولې په پروسه کې هیڅ ډول مرسته ونه سپموي.

انډونیزیا د افغان سولې په برخه کې د هڅو پيلوونکو هیوادونو له ډلې دی چې په ۱۳۹۷ کال یې د افغانستان د سولې په هکله د اسلامي نړۍ د علماو کنفرانس هم وربللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب