جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان: پر وردوج د طالبانو د سرې قطعې لوی برید شاته تمبول...

بدخشان: پر وردوج د طالبانو د سرې قطعې لوی برید شاته تمبول شوی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د بدخشان چارواکي وايي، تېره شپه د طالبانو سرې قطعې له یو شمېر بهرنیو ترهګرو سره یو ځای پر وردوج ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي خو بیرته له درنو تلفاتو سره شاته شوي دي.

د چارواکو په خبره د تېرې شپې په جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې یو مهم قومندان هم وژل شوی دی.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري تاند ته وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یوازې خپله دفاع کړې او طالبان یې شاته تمبولي دي، چې په جګړه کې د صبغت په نوم د طالبانو یو دریمه درجه مهم قومندان هم وژل شوی دی: (( ګڼ نور ملګري یې هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.))

نوموړی وايي، د تېرې شپې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو راپورونو په ډاګه کړې چې په بدخشان کې طالبان له داعش او القاعدې سره ستراتیژیکه ملګرتیا پالي او دغه سیمه اوس د داعش پر نوي پټنځای بدله شوې ده.

طالبان که څه هم دا ادعاوې نه مني خو د ایغور جنګیالیو وروستیو ویډیوګانو ښودلې چې دوی د بدخشان په یوه مهمه سیمه کې وسله وال تمرینات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب