سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبان د بلخ خلکو ته: عشر او زکات راکړئ یا ځانته قبرونه...

طالبان د بلخ خلکو ته: عشر او زکات راکړئ یا ځانته قبرونه تیار کړئ

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي تاند ته شکایت کوي چې طالبان یې په سیمو کې ازادانه تګ راتګ کوي او په زوره یې له خلکو څخه د عشر او زکات راټولونه پيل کړې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وینا طالبان شپه او ورځ په کلیو کې ګرځي او ځايي خلک ځوروي.

کروندګر وايي، طالبان همدا راز د سمرقندیانو، چهارسنګ، حصارک، دهراضي، کوشکک، رباط او نوروکلیو کې کور په کور او درمند په درمند ګرځي او په زوره عشر و زکاتونه هم ټولوي.
د دوی په وینا د خپلو حاصلاتو د راټولولو لپاره باغونو او پټیو ته تللی نه شي ځکه طالبان یې په زوره ترې حاصلات غصبوي او له ځان سره یې وړي.

د کروندګرو په وینا، طالبانو ځايي خلکو ته اخطار ورکړیدی چې که عشر او زکات ورنکړي نو ځانونوته دې پخپله قبرونه جوړ کړي، نه یوازې دا بلکې د دوی په وینا درې ورځې کېږي چې طالب وسله والو په بنګاله تنګي کې د اوبو بند مات کړی او پر باغونو یې اوبه بندې کړې دي.

د ځايي اوسېدونکو په وینا طالبانو له دوه ورځو راهیسې په بلخ ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه هم پرې کړي دي.

ځايي خلک وايي، څو ځله یې امنیتي ځواکونوته هم په دې اړه شکایت کړی دی خو هغوی ورته ویلي، چې دوی په دفاعي حالت کې دي او له مرکز څخه ورته پر طالبانو د بریدونوامر نشته.
د بزګرانو په وینا که حکومت یې غږ وانه وري د طالبانو له ظلمونو څخه اړ دي چې کډې بل طرفته وباسي.

بلخوا د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد تاند ته په تلفوني تماس کې دا خبره تاییدوي چې طالبان په بلخ ولسوالۍ کې له خلکو څخه په زوره عشر او زکات ټولوي، خو په وینا یې ژر به دغه سیمه کې چاڼیز عملیات پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب