سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهوارډن: طالب جنګیالیو ته له القاعده او داعش سره یو ځای کېدل...

وارډن: طالب جنګیالیو ته له القاعده او داعش سره یو ځای کېدل ډېر اسانه دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د امریکا د سولې انسټیيټیوټ د مرکزي اسیا لپاره رییس سکاټ وارډن وایي، دده په نظر له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پای ته رسیدل به ډیر وخت ونیسي.

د ښاغلي وارډن په وینا، باېد د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړېکو د بیلابیلو ډولونو او کچو ته وکتل شي او داسې افراد شته چې د دواړو ګروپونو سره اړېکې لري.
نوموړي زیاته کړه شاید دا ډول کسان له یو یا بل ګروپ سره د وخت په تیریدو سره ملګري شي او د دا ډول اړیکو پای ته رسیدل ډیر وخت غواړي: (( باور لرم چې لا هم القاعده په افغانستان کې شته، خو دا باید وارزول شي چې ګواښ یې تر کومه حده جدي دی.))

ښاغلی وارډن وایي، امریکا له طالبانو سره د دې لپاره هوکړه کړې چې ترهګرې ډلې بیرته امریکا ونه ګواښي او په دې تړاو به خامخا د امریکا داسې میکانیزم موجود وي چې دا هر څه وڅاري: (( په افغانستان کې اوس هم د طالبانو یو شمیر ناراضه جنګیالي موجود دي او هغوی اوس به اوس په یوه یا بله ډله غور کوي، چې ځان ورپورې وتړي.))

نوموړی زیاتوي دا چې عام طالبان په ځانګړو وختونو کې له چا ملاتړ کوي، دا خبره او موضوع د طالب مشرانو په کنترول کې نده: (( دا ډیره اسانه ده چې عام جنګیالی خپله وفاداري او ګروپ بدل کړي، دوی که ناراضه شول القاعده او داعش ته په ډیره اساني تللی شي.))

نوموړی وایي، د امریکا او طالبانو هوکړه باید د هغو القاعده لویو او مهمو کسانو مخه ونیسي چې لوی او نړیوال بریدونه طراحي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي جنرال مکینزي نیوکه کړې چې طالبانو تر اوسه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ایښودل شوي شرطونه ندي عملي کړي.

بلخوا ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې طالبان لا هم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره ژوره اړیکه لري، هغه څه چې طالبانو په هوکړه کې منلې چې القاعده سره به اړیکه غوڅوي او د هغوی افغانستان میشتي جنګیالي به یا له افغانستان څخه شړي، یا به ورسره جګړه کوي یا به یې د اهدافو په اړه امریکا سره په دوحه کې موجود د سوق او ادارې ګډ امریکایي ـ طالب مرکز ته سپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب