تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۱ مه) د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې هند ته د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر سره هممهاله، پاکستان پر کابل او پکتیکا هوايي بریدونه. په غبرګون کې یې د طالبانو اسلامي امارت د ډيورنډ کرښې هاخوا غچ اخېستونکي بريدونه ترسره کړل.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دې فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لږ تر لږه اته نښتې شوې دي، چې په پايله کې يې ۶۴ کسان ووژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.
سربېره پر دې، راپورونه ښيي چې په دغو نښتو کې تر ۱۲۰ زيات پاکستاني سرتېري ووژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۳مه، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وياند عنايتالله خوارزمي وويل: «موږ په دې عملياتو کې د پام وړ برياوې لرلي دي. له ۱۲۰ څخه زيات د دښمن سرتېري ووژل شول او تر ۲۵ زياتې اډې یې ويجاړې شوې.»
کله چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ تاوتريخوالی زيات شو، سياسي هڅې هم ډېرې شوې. د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ د خبرواترو لومړی پړاو، چې مشري يې د دواړو هېوادونو دفاع وزيرانو کوله، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې ترسره شو.
د اکتوبر په ۱۹مه، د اسلامي امارت د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد له دوحې څخه په يوه انلاين ناسته کې وويل: «زموږ له لوري به يوه تخنيکي کمېټه ګډون وکړي او هغوی به هم خپله تخنيکي ډله ولري. له خبرو وروسته بايد يو ګډ ميکانيزم رامنځته شي، چې له دواړو هېوادونو سره د تاوتريخوالي او د شخړو له پړاو څخه په وتلو کې مرسته وکړي.»
له دوحې وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو درې نور پړاوونه هم د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره شول.
که څه هم دا خبرې، چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي مشرانو تر مشرتابه لاندې وې، څرګندې نتیجې ته ونه رسېدې، خو دواړو لورو د اوربند پر ساتلو هوکړه وکړه.
د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۱۲مه، د اسلامي امارت د کورنيو چارو مرستيال وزير رحمتالله نجيب خبريالانو ته وويل: «د هغوی له غوښتنو سره موږ هیڅکله مخ ته نه شو تلای. منځګړو بېلابېل وړانديزونه وکړل، خو په پای کې رد شول او درېيم پړاو بې له پايلو پای ته ورسېد.»
سره له دې چې پاکستان د اوربند منلو ته غاړه ايښې وه، خو د نوومبر په ۲۵مه د پاکستان پوځ يو ځل بيا هوايي بريدونه ترسره کړل او په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو کې يې ملکي وګړي په نښه کړل.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، د اسلامي امارت يو پلاوی چې انس حقاني او رحمتالله نجيب پکې شامل وو، له پاکستان سره د خبرو د پنځم پړاو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.
په دغو خبرو کې دواړو لورو د اوربند پر ساتلو هوکړه وکړه.
سيمهييزو او نړيوالو لوبغاړو هم ټينګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.
د پاکستان تر څنګ، د تاجکستان له پولې سره هم درې امنيتي پېښې راپور شوې دي.
د نوومبر په ۲۷مه، د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې درې چينايي وګړي په هغه ډرون بريد کې وژل شوي، چې د افغانستان له خاورې سرچينه اخيستې وه.
اسلامي امارت وويل چې په دې اړه يې جدي څېړنه پيل کړې او د ورته پېښو د مخنيوي لپاره يې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۷مه، د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وويل: «زموږ اندېښنه دا ده چې ځينې دښمنې کړۍ هڅه کوي د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي او داسې فضا رامنځته کړي چې بېثباتي وښيي.»
که څه هم کابل او اسلاماباد په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي د کمولو او د اوږدمهالو شخړو د حل لپاره، په ځانګړي ډول د تحريک طالبان پاکستان (TTP) په تړاو، محتاطانه هڅې کړې دي، خو دا به وخت وښيي چې په نوي کال کې به د دواړو هېوادونو اړيکې کوم لور ته ولاړې شي.