تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۱ مه)يوه امريکايي اندکور (فکري مرکز) خبرداری ورکړی چې له هند او افغانستان سره د پاکستان ناندرۍ ښايي په ۲۰۲۶ کال کې يو ځل بيا پر وسلهوالې نښتې واوړي، چې له امله به یې جنوبي اسيا د نړۍ تر ټولو په خطرناکې سیمې بدله شي۔
د امريکا د فکري مرکز «کونسل آن فارن ريليشنز» یا د بهرنیو اړیکو شورا د تازه راپور له مخې، نړۍ په چټکۍ سره د بېثباتۍ او تاوتريخوالي په لور روانه ده، او امکان شته چې په ۲۰۲۶ کال کې ګڼې خطرناکې نړيوالې شخړې رامنځته شي، چې نړيوال امن او د امريکا ملي امنيت ته به جدي ګواښونه پېښ کړي.
په راپور کې وړاندوينه شوې چې په غزه، اوکراين، پاکستان–هند او افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړېدای شي، په داسې حال کې چې په افريقا او منځني ختيځ کې بحرانونه لا پسې شديد کېدای او بشري ناورينونه زياتېدای شي.
راپور خبرداری ورکوي چې د نړيوال امنیت لپاره ګواښونه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي۔
د بهرنیو اړیکو شورا مربوطې ادارې «سنټر فار پرېوينټف اېکشن» (د مخنیوونکي عمل مرکز) احتمالي شخړې د شدت او اغېزو له مخې درجه بندي کړې دي۔ په راپور کې ويل شوي چې د ټرمپ ادارې هڅه کړې وه چې ځينې شخړې راکمې کړي، خو سختو تګلارو او فشارونو ځينې وختونه حالات لا پېچلي کړي دي۔ کارپوهانو د سولې د ټینګښت او د شخړو د مخنيوي لپاره د ادارو او مالي سرچينو په کمښت هم نيوکې کړې دي.
په راپور کې له پاکستان سره تړلي څو احتمالي امنيتي ګواښونه هم ياد شوي، چې د منځني امکان او اغېز په کټګورۍ کې ځای پر ځای شوي دي۔. د هند او پاکستان ترمنځ د بيا وسلهوالې نښتې اندېښنې په کشمير کې د وسلهوالو فعاليتونو د زياتوالي او د سختو امنيتي اقداماتو له امله زياتې شوې دي۔ همداراز، په پاکستان کې د سختدريځو بريدونو د بيا پيلېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې احتمال هم شته۔
د امريکا لپاره ګواښونه ځکه زيات دي چې دا هېواد په ټوله نړۍ کې پراخ متحدان او امنيتي ژمنې لري.
په راپور کې تر ټولو جدي په شخړو کې په غزه او لوېديځه غاړه کې د اسراییل او فلسطينيانو ترمنځ نښتې، د روسیې او اوکراين د جګړې شدت، په وينزويلا کې د امريکا احتمالي پوځي مداخله، او د امريکا دننه د سياسي تاوتريخوالي زياتوالی شامل دي۔
همداراز، د ايران او اسراییل ترمنځ د احتمالي جګړې خطر، پر تايوان د چين فشار، د روسیې او ناټو ترمنځ ټکر، او د شمالي کوريا اتومي تجربې هم د جدي اندېښنو له ډلې شمېرل شوي دي۔
د هند ددفاع وزیر ویلی چې سند ایالت زموږ ده او هند په خپل نوی سرحدات وټاکي نو پاکستان کوښښ کوي چې پدې برخه کې د امریکا، چین ، ترکيي او سعودی مرسته تر لاسه کړی ځکه خو عاصم منیر څو ځله امریکا ته سفر وکړ اوس کچیری د تایوان جګړه شروع کیږي نو امکان لری چې امریکا، جاپان، کوریا ګاني پدې جګړه کې سره ښکیلی شي ، همدارنګه تازه اکراین د پوتین په دفتر باندې برید ادعا چې اکراین یې نه مني همدارنګه اروپا اوس پوه شوي چې امریکا غواړي د پوتین سره مرسته وکړي ترڅو اروپا ټوټه ټوټه شي چې ناټو د ماتیدو امکان شته چې هغه حالت کې د اروپایی اړوند هیوادونه په شمول د برتانیه له روسیی سره ښکیل شي او ټرمپ (امریکا) له د ټایوان مرسته وکړی ترڅو چین د اقتصادي پرمختګ څخه وژغوری، دا چې تیره ورځ چین وویل چې موږ هم نوبل جایزه غواړو ځکه د هند او پآکستان جګړه کې برخه اخیستی مطلب دا چې دا جګړه د هند او پآکستان جګړه نه وه په اصل کې دا جګړه د چین او امریکا ده
چې د همدې امله ټرمپ په د برتانیی په سفر کې بګرام د هوايي آډې غوښتنه تکرار ځکه چین ته نږدی ده او همدارنګه روسیی او متحد شوروی اتحاد شاملو هیوادونو ته نږدی نظامی سیمه ده
تازه به وکتل شي چې څه کیږي خو ګمان کوم چې پآکستان په ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۲۷ پورې په هند برید وکړی ځکه دا خبره یو هندی مبصر لیکلی وه اوددې خبرې په اړه يې د مي جون او جولای میاشت احتمالی برید او احتمالی جګړی احتمال ښودلی