پوهندوی آصف بهاند
ټول عمر له کتاب، مطالعې او فرهنگ سره
استاد حبیب ا لله رفیع د هېواد یو بېجوړې او په فرهنگي کارونو کې د ځانگړي سبک خاوند لیکوال، شاعر، څيـړونکی او ژورنالیست دی.
استاد حبیب الله رفیع د خپل پرباره ژوند ډېره برخه فرهنگي کارونو ته وقف کړې ده. د ده آثار او ترسره کړي کارونه د دې گواهي ورکوي چې رفیع د افغانستان ادبياتو، تاريخ، فولکلور او د پوهنې ډگر ته بېشمېره خدمتونه کړي دي او د یوې خوځنده اکادیمۍ حیثیت لري.
له استاد حبیبالله رفیع سره زما لومړنۍ لیدنه:
ښه مې په یاد دي چې د ۱۳۵۶ کال په حمل کې د کابل پوهنتون په غني کتابتون کې مو هم د استادانو له لوري راکړل شوي ماخذونه ځکه نه شول تر لاسه کولای چې د نظر وړ کتاب به له کتابتون څخه بل محصل په پور وړی و. کوم استاد د بېنوا د اوسني لیکوال د لوستلو سپارښت کړی و، خو ما د څو اونیو تر انتظار وروسته هم تر لاسه نه شو کړای. بیا استاد ته ودرېدم او د اوسني لیکوال د نه پیدا کېدو مې ورته یاده کړه؛ نو استاد له ډېرې مهربانۍ سره مل داسې راته وویل:
«که ته کولای شې چې دا کتاب په پیسو واخلې، نو زه به د یو کتاب پلورنځي پته درکړم. ما ورته کړل:
سمه ده، نو استاد وویل:
ته به د کارته پروان په سیمه کې بهارستان سینما ته ورشې، د همدې سینما په څنگ کې یو وړوکی کتاب پلورنځی پرانستل شوی دی، هلته یې تر لاسه کړه.
زه هم له درس نه وروسته یادې پتې ته ورغلم. وړوکی دوکان، خو پاک، منظم او له کتابونو ډک، یو تن د یوه واړه میز تر شا ناست و او مطالعه یې کوله. ور ننوتلم، سلام مې وکړ، یاد شخص له خندا په ډکه خوله راته وویل:
«ځوانه ستړی مې شې!»
زما سترگې په کتابونو ورخښې شوې او اوسني لیکوال مې لټاوه، حاضر شخص راته وویل:
ښایي له پوهنتون نه به راغلی یې، نوم دې څه دی؟ څه دې پهکار دي؟
ما ورته وویل: زه آصف نومېـږم، دبېنوا صاحب اوسني لیکوال غواړمه.
ده راته کړل:
زه حبیب الله رفیع نومېـږم. دا دې هم د نظر وړ کتاب.
دا له رفیع صاحب سره زما لومړنۍ لیدنه وه او وروسته بیا د زدکړو او څېـړنو په لړ کې د ده له گڼو آثارو او مقالو سره آشنا شوم.
د حبیبالله رفیع نوم مې هم د ډېرو استادانو له خولې اورېدلی و او ورسره مې د ده «د خلکو سندرې» کتاب هم د استاد حبیبالله جاج پښتونزوی له خولې اورېدلی و او د لوستلو سپارښت یې هم کړی و.
له ما نه اوسني لیکوال هېر شول، د رفیع صاحب ننداره مې کوله چې بیا یې وپوښتلم:
نور څه غواړې؟
ما ورته کړل:
ستاسو «د خلکو سندرې» مې هم په کار دي. هغه یې هم پر میز راته کېښود او دا څو جملې یې هم راته وویلې:
«گوره ځوانه!
زه چې په تا کې له کتاب سره دا مینه گورم، ته که په همدې ډول پرمخ ولاړ شې، تا نه یو شی جوړېـږي او ښه راتلونکې دې هرکلي ته راځي.»
بیا نو د رفیع صاحب له نورو کتابونو، مقالو او شعرونو سره هم اشنا شوم. له پوهنتون څخه تر فراعت وروسته مې چې بیا په رسمي ډول د علمي کادر د غړیتوب ویاړ تر لاسه کړ او په عملي ډول مې د خپلو لیکنو او شعرونو چاپول هم پیل کړل، بیا نو د رفیع صاحب له آثارو او افکارو سره نور هم اشنا شوم او دی مې تر پخوا ښه وپېژاند.
په ۲۰۱۷ ام کال کې په تصافي ډول په کندهار کې د علامه رشاد د دولسم تلین په سیمینار کې د گډون ویاړ را په برخه شو. کندهار ته ولاړم او رفیع صاحب هم له موږ سره په یوه الوتکه کې همدې سیمینار ته روان و، بیا هم د تصادف له مخې چې زما او د ده کوټې څنگ پر څنگ پرتې وې او په فارغ وخت کې به مو بنډار سره کاوه. ما به په وطن کې د فرهنگي هلوځلو په باب له ده نه پوښتنې کولې، ده به پرته له دې چې ځواب راکړي، زه به یې پوښتلم چې تاسو په بهر کې څه کړي؟ اوس څه کوئ؟ کوم کتابونه اخبارونه سیمینارونه او څه نور فعالیتونه مو کړي دي؟
ده به دېر ځلې زه غږولم او د هرڅه په باب به چې ما ورته معلومات ورکول، ده به داسې په مدبرانه ډول غوږ نیولی و چې ما به احساسوله چې زموږ ترسره شوي فرهنگي کارونه څومره ده ته ارزښتمن دي، څومره په مینه یې اوري او…
یوه ورځ په عینومېنه کې د هوټل په کوټه کې ناست وم څه مې لیکل چې دروازه ورو وټکېده او دی غلی راننوت، مخکې تر دې چې کیني، راته کړل یې:
بهاند صاحب دا مې څو نوي چاپ شوي کتابونه دي ورته کېناست او د هر کتاب پر یوه سپنه پاڼه یې کتاب باندې د ډالۍ په دود څه راته ولیکل او په دېرې خوښۍ او مهربانۍ یې را ډالۍ کړل.
زه د عادت له مخې سهار وختي جگېـږم. په کندهار کې د سیمینار دویمه ورځ وه چې سهار وختي د چايو سالون ته ورغلم، که گورم رفیع صاحب تر ما مخکې راغلی و میز ته ناست و او وچه ډوډۍ یې خوړله. دوستانو ما ته ویلي وو چې که دې رفیع صاحب د وچې ډوډۍ په خوراک ولید، نو لاس به یې نیسې چې شکره یې لوړه ده، وچه ډوډۍ تاوان ورته کوي.
زه چې ورنږدې شوم په نرمه مې ورته وویل:
د وچې ډوډۍ هاضمه لږه سخته ده که یې ونه خورو، ښه به وي.
ده په لاس کې نیولې ډوډۍ بېرته کېښوده او راته وې ویل:
«په تا باندې یې هم سپارښتنه کړې ده.»
استاد حبیبالله رفیع یو له هغو لومړنیو فرهنگي شخصیتونو څخه و چې په جگ غږ سره یې په رسمي ډول د ایران د فرهنگي یرغل پر ضد خپل غږ جگ کړ او په رسا غږ سره یې ټولې نړۍ ته اعلان وکړ چې ایران پر افغانستان باندې فرهنگي یرغل کړی دی او د ایران دا یرغل تر نظامي یرغل نه افغانستان ته مضر او ورانونکی دی.
د استاد حبیبالله رفیع بیوگرافي:
ما د استاد حبیبالله رفیع بیوگرافي د لومړي ځل له پاره د بېنوا صاحب په اوسني لیکوال کې ولوستله. د هغې بیوگرافۍ یوه برخه داسې ده:
«ښاغلی حبیب الله رفیع د خدای بخښلي مولانا نصرالله نقشبند زوی دیٔ، او د ۱۳۶۴ هـ ق کال د کوچني اختر پر دویمه د وردگو په آبدره نومي کلي کې زېـږېدلی او په قام میرخیل وردگ دیٔ. تحصیلات یې خصوصي او شعري قریحه یې له یولس کلنۍ څخه رابېداره شوې ده، د پښتو ژبې د آثارو د لوستلو ډېر شوقمن دیٔ، او د همدې مینې له کبله یې ټول وخت په پښتو لوستلو او لیکلو تېرېـږي. د دارالتالیف او تاریخ ټولنې په ریاستونو کې یې مسلکي ماموریتونه کړي. د عرفان، پوهنې او اریانا مجلو او د تاریخ ټولنې د نشراتو اهتمام یې کړی دیٔ. دوه کاله په رادیو افغانستان کې د کلیوالي خپرونې د پښتو برخې مرتب او نطاق و او هم یې د هېواد له مطبوعاتو او خپرونو سره قلمي همکارۍ کړې دي.
په پښتو او دري لیکنې کوي او له عربي څخه یې زیات شمېر مضمونونه او داستانونه په پښتو رااړولي دي. د پښتو د شعر او ادب او پښتني فولکلور سره زیاته علاقه لري او په دې لړ کې یې وخت پروخت مضمونونه او هم ځانگړي آثار لیکلي دي. اشعار یې اکثره اصلاحي، انتقادي او انتباهي دي…»
(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال، بشپـړمتن، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ ع، ۴۹۳ ــ ۴۹۹ مخونه)
په ویکي پيدیا کې هم د رفیع صاحب مفصله بیوگرافي انلاین شوې ده چې د وروستۍ لاسوهنې نېټه یې د دوه زره شلم (۲۰۲۰ ام) کال د سپتمبر څوارلسمه (۱۴مه) ښودل شوې ده. په دې بیوگرافۍ کې د رفیع صاحب په باب د پاملرنې وړ معلومات ځاي پر ځای شوی دی چې لنډیز یې په لاندې ډول دی:
«حبيب الله رفيع (۱۳۲۴ ل. – ) (په انگرېزي: Habibullah Rafi) د افغانستان يو نوموتی ليکوال، شاعر او اديب او تر څنگ ېې په کابل پوهنتون کې د تاريخ او پښتو ادبياتو په پوهنځيو کې استاد دی. ښاغلی رفيع د نصرالله نقشبند زوی دی او اصلي ټاټوبی يې د وردگو ولايت دی.
استاد حبيبالله رفيع پر ۱۳۲۴ لمريز كال د وردگو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ دوړي آبدري په كلې كې د مولانا نصرالله نقشبندي كره زېـږېدلې د. زده كړې يي په دينې مدرسو كې كړې. له شعر او ادب سره يې له ماشوتوب نه ډېره مينه درلوده.
هغه د افغانستان په لیکني رسنيو او خپرونو كې يو گړندی لیکوال دی او هر ډول تاريخي، ژبنيز، گروهيز او فلسفي لیکنې ېې کړې دي. د هېواد د هرې ورځپاڼې او مجلې پاڼې چې واړوې نو د ښاغلي حبيبالله رفیع ليكنې به د سرلیک په توگه پکې وموندل شي. همدا رنگه كه د راډيو غوږ تاو كړﺉ نو په يوه نه په يوه څپه كې به ېې غږ اورېدونکي واوري. نوموړی په اوسني پير کې تر ډېره بريده په ورځنيو سياسې، ادبې او فرهنگي مسايلو خپلې څېـړنيزې ویناوې وړاندې کوي او په تدريسي بحثونو کې په علمي کره کتنو رڼا اچوي. ښاغلی حبيب الله رفيع په افغانستان کې د اوسمهال د ادب د ډگر د نويو ځوانانو د روزنې په برخه كې ډير بوخت دی. دی له هغو ځوانانو سره، چې د رسنيو نړۍ ته نوي ورغلي، په ادبي سمونو کې ډېر زيار باسي او د هغوی په فرهنگي روزنه کې ېې ونډه لرلې ده.
حبيبالله رفيع په خصوصي ديني مدرسو كې زده کړې کړې دي. سربېره پر دې د افغانستان له تعليمي مرکزونو یې د ليسانس او تر هغې لوړو علمي کورسونو څخه سندونه تر لاسه کړي دي. همدارنگه يې د هېواد له دننه او له بهرنيو افغاني ټولنو څخه ستاينيز بري لیکونه او ستاينلیکونه ترلاسه کړي دي.
استاد له پېنځه كلنۍ څخه له خپلې اروښادې خور څخه د پښتو ژبې شعرونه او ادبې متنونه اورېدل او بيا به يې په خپله لوستل. په يوولس كلنۍ كې يي په خپله د پښتو شعرونو ليکل پيل كړل. پر ۱۳۴۰ ل كال د خپلې علاقې له امله د پوهنې وزارت د تاليف رياست د عرفان او پوهنې مجلې د مهتمم په توگه پر مسلكې دنده بوخت شو. پر ۱۳۴۳ ل كال د تاريخ ټولنې غړى او د اريانا مجلې مهتمم شو.
پر ۱۳۴۸ ل كال د افغان ملت مجلې مسؤل مدير شو. تر يوې دورې سياسې بند وروسته بيرته د تاريخ ټولنې غړى شو. پر ۱۳۵۱ لمريز كال د فولكلور او ادب رياست د فولكلور مجلې غړى. پر ۱۳۵۷ ل كال د پښتو څيـړنو د نړيوال مركز غړى وو. وروسته بيا د كمونيستي دولت په راتلو له كاره كوښه شو. پر ۱۳۵۸ ل كال د كب په مياشت كې د څرخي پله په زندان كې واچول شو. پر ۱۳۵۹ كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى شو. د همدې كال په منې كې د حج په سپڅلي سفر سعودي عربستان ته ولاړ. پر ۱۳۶۰ لمريز كال د زمري په مياشت كې د غرونو له لارې پېښور ته مهاجر شو،… د امان كتاب خپرولو مؤسسه يې جوړه كړه، د پېښور له پښتو اكاډمۍ او آرياسټډي سنټر سره همكار و.
پر ۱۳۶۴ لمريز كال په اسلام آباد كې د جهاد د ثقافتې شورا او افغان جهاد مجلې د ليكوالې ډلي غړى وو. پر ۱۳۶۵ ل كال د څه وخت لپاره په مصر كې د قاهرې د پښتو څانگې وياند وو.
پر همدې كال په پيښور كې د جهادي څېـړنو د مركز او د (قلم) د ليكوالې ټولنې غړى وو. پر ۱۳۶۸ كال په پېښور كې د افغان لنډمهال حكومت د تاريخ ټولنې او د افغانستان مجلې د ليكوالي ډلې غړى شو. پر ۱۳۶۹ ل كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او سپېدې مجلې د ليكوالې ډلې غړى شو.
پر ۱۳۷۳ ل كال د افغانستان د مرستو مركز غړی وو او ورسره يې د (تلوسې) مجله هم چلوله. پر ۱۳۷۸ ل كال كاناډا ته ولاړ او پر ۱۳۷۹ ل كال بېرته پېښور ته راستون شو او په پېښور كې يې د افغانستان د كلتوري خدمتونو اداره جوړه كړه.
پر ۱۳۸۱ ل كال بېرته هېواد ته راستون شو او د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنگې شورا غړی شو. دا مهال نوموړی د (كليد) اونيزې سرپرست وټاكل شو. پر ۱۳۸۲ ل كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ د دايرت المعارف د مركز ريېس وټاكل شو چې اوس هم پر همدې دنده بوخت دی.
استاد حبيبالله رفيع د ډېرو اثارو تر څنگ، د ۸۰۰ په شاوخوا كې مقالې ليكلې دي. هغه د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده؛ دغو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده.
ليکوال حبيبالله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سرو زرو مډالونه او يو د لويې جرگې مډال هم وركړل شوی دی…
استاد رفیع د هېواد په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی چې د ځینو دندو نومونه یې دا دي:
پر ۱۳۴۰ كال د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د «عرفان» او «پوهنه» مجلو مهتمم. پر ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى، د «آريانا» مجلې او د كتابونو مهتمم. پر ۱۳۴۸ كال د «د افغان ملت» جريدې مدير. پر ۱۳۵۱ كال د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د «فولكلور» مجلې مدير. پر ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى. پر ۱۳۵۷ كال د پښتو ټولنې غړى. پر ۱۳۵۷ كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى. پر ۱۳۵۸ كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى…»
استاد رفیع د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې گڼآثار لیکلي دي چې ځینې منابع یې شمېر یوسلودوهڅلوېښت (۱۴۲) ښيي. د دې خبرې یادول هم اړین دي چې د استاد رفیع گڼشمېر آثار تر اوسه چاپ شوي نه دي چې شمېر یې ماته معلوم نه دی، خو د ده ډېر فعال فرهنگي ژوند ته په کتو سره سړی اټکل کولای شي چې د ناچاپو آثارو شمېر به یې هم ډېر وي، هیله ده چې رسمي او غیر رسمي مؤسسې به یې چاپ ته ځانگړې پاملرنه وکړي.
د چاپ شوو آثار شمېر یې انسایکلوپیدیا څلور اویا (۷۴) ښيي. د استاد رفیع د آثارو کوم لیست چې په انسایکلوپیدیا کې خپور شوی دی، دا لست پخوا هم په میډیا کې خپور شوی و او زه په دې نه پوهېـږم چې دا لست چا ترتیب کړی دی او آیا د استاد رفیع له پاره د تایٔید وړ دی که نه؟
د استاد رفیع د آثارو یاد لست په دې ډول دی:
۱- سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵كال چاپ.
۲- برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶كال چاپ، افغان ملت،
۳- د خلكو سندرې، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه،
۴- د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹كال چاپ، پښتون كتابفروشي،
۵- د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال د چاپ، تاريخ او ادب ټولنه،
۶- د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه،
۷- د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲كال چاپ، پښتو ټولنه،
۸- پښتو پانگه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه،
۹- ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳كال چاپ، پښتو ټولنه،
۱۰- تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴كال چاپ، تاريخ ټولنه،
۱۱- د روښان ياد (شعري مجموعه) د ۱۳۵۵كال چاپ ، تاريخ ټولنه،
۱۲- خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵، د پښتو د انكشاف رياست،
۱۳- پښتو پانگه (دوهم ټوك) د ۱۳۵۶كال چاپ، پښتو ټولنه،
۱۴- پښتو خپرونې، ۱۳۵۶كال، د پښتو د انكشاف رياست،
۱۵- پښتوكتابښود، ۱۳۵۶كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه،
۱۶- د پښتونخوا د شعر هاروبهار(ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننگرهار مجله،
۱۷- معرفة الافغانى (سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه،
۱۸- د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه،
۱۹- په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه،
۲۰- د سره غره گلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۲۱- ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت گوند، پېښور،
۲۲- څوب ، ۱۳۵۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۲۳- ادبي ستوري (دوهم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت،
۲۴- ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل،
۲۵- زرينې څانگې، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه،
۲۶- زنځيرۍ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور،
۲۷- په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون، ۱۳۶۲كال،
۲۸- د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون،
۲۹- اورونه او ويرونه، ۱۳۶۳، امان كتاب، پېښور،
۳۰- د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۱- زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۲- د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۳- انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۴- تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۵- ورك زوى څنگه پيدا شو (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۶- شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۷- د روسي ښكيلاك رنگونه او نيرنگونه، ۱۳۶۵پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۸- د استقلال څلورمه جبهه (سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۳۹- وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۰- د محمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۱- فالنامه (د خوشال خان خټك) سريزه او ترتيب، ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ،
۴۲- روښاني ليكنې، ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور،
۴۳- ږلۍ او گولۍ، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۴- افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه،
۴۵- آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۶- ملي زاويه ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۷- ولونه ـ ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۸- د ستوريو كرونده، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۴۹- محمود نامه (سريزه او سمون ) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۵۱- مهاجرت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۵۲- د بتانو هنگامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۵۳- وصيت نامه (سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۵۴- د تمدن سوغات، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون،
۵۵- ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون،
۵۶- افغانستان لنډكى تاريخ، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون،
۵۷- تاريخ فشردۀ افغانستان، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون،
۵۸ – ليكونه او سرليكونه ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۵۹ – نامه ها سرنامه ها ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۶۰- مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۶۱- مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۶۲- تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۶۴- وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه،
۶۵ – هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر، آى،
۶۶- نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۶۷- كتابونه دريابونه، (لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز،
۶۸- كتابونه دريابونه (دوهم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۶۹- وصيتنامه د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۷۰- نسبنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۷۱- خټکنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۷۲- هندوكوه نامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۷۳۲- اخلاقنامه، د خوشال بابا، (سريزه او ترتيب) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه،
۷۴- پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل.
د ۲۰۲۵ ام کال د سپتمبر پر لسمه په تاند ویبپاڼه کې د استاد رفیع د اثارو یو بشپـړ لست خپور شو چې زه کتمټ رانقلوم:
«استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريز كال د وردګ ولايت په سيدآباد والسوالۍ كې زېږېدلې دی. زده كړې يي په ديني مدرسو كې كړي. له شعر او ادب سره يې له ماشوتوبه ډېره مينه درلوده.
نن د سپټمبر ۱۰ مه د استاد حبیب الله رفیع 80 کلیزه ده. کلیزه دې یې نېکمرغه وي. استاد لسګونه کتابونه لیکلي. په لاندې لیکنه کې لیکوال ښاغلي ځلاند د استاد رفیع د اثارو لیست ترتیب کړی چې استاد ته د روغې سټې او اوږد عمر په هیله یې خپروو.
د استاد حبیب الله رفیع چاپ شوي آثار
م. فیصل ځلاند
د استاد رفیع ټول آثاذ چاپ شوي دي، خو یوازې د (پښتنو تاریخ کتاب) چې د پاڼو شمېر یې ۷۰۰ ته رسېږي لا نه دی چاپ شوی او نېږدې وخت کې به چاپ شي.
دلته یې د ټولو آثارو نومونه خپروم هیله ده تر لاسه یې کړې او ویې لولئ.
لومړی: شعري ټولګې:
۱ــ سکروټې، د ۱۳۴۵ کال چاپ
۲ــ برېښ، افغان ملت ۱۳۴۶کال
۳ ــ د جمهوریت وږمې، پښتو ټولنه، ۱۳۵۶
۵ــ اې هېواده! اې هېواد! پښتو ټولنه، ۱۳۵۶کال
۶ــ څَوِبْ، امان کتاب خپرولو مؤسسه، پېښور، ۱۳۵۸ کال
۷ــ اورونه او ویرونه، امان کتاب خپرولو مؤسسه،۱۳۶۳ کال
۸ ــ ږلۍ او ګولۍ، امان کتاب، ۱۳۶۳ کال
۹ــ ولونه ولونه، امان کتاب، ۱۳۷۶ کال
۱۰ ــ د ستوریو کرونده، امان کتاب، ۱۳۷۶
دویم: فلکلوري څېړنې:
۱۱ــ د خلکو سندرې (پر اولسي ادب څېړنه)، د تاریخ او ادب ټولنه، اففانستان اکاډمي، ۱۳۴۹ کال
۱۲ــ د هوتکو نارې، پښتون کتابفروشي، ۱۳۴۹کال
۱۳ ــ پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مرکز، ۱۳۸۱ کال
دریم، ادبي څېړنې:
۱۴ ــ د پښتو پخوانۍ تذکرې، د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۵۰ کال
۱۵ ــ ادبي ستوري، لومړی ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۳ کال
۱۶ ــ د سره غره ګلونه، د امان کتاب، ۱۳۵۷ کال
۱۷ــ ادبي ستوري، دوهم ټوک، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۵۹ کال
۱۸ــ زرینې څانګې، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ کال
۱۹ــ د استاد یاد( د علامه حبیبي ژوند لیک) پېښور پوهنتون، ۱۳۶۴ کال
۲۰ ــ د محمدي صاحبزاده پر دېوان یو ځغلند نظر، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال
۲۱ــ روښنایي لیکنې، ارزاني خویشکې ادبي ټولنه، ۱۳۶۵ کال
۲۲ــ آواره شيدا ـــ امان کتاب، ۱۳۸۶ مال
۲۳ــ رحماني خم ـــ د ختیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنه، ۱۳۸۷ کال
۲۴ ــ ادبي څېړنې، امیري خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال
۲۵ــ ادبي ګروېږنې مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
۲۶ ــ هغوی چې بیا نه راځي، د کوټې پښتو اکیډمي، ۱۳۹۴ کال
۲۷ــ زندان خوړلي ادیبان، د افغانستان قلم ټولنه، ۱۳۸۳ کال
څلورم، کتابپېژندنه:
۲۸ــ د تاریخ ټولنې کتابونه، د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۵۱ کال
۲۹ ــ پښتو پانګه، لومړی ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۴ کال
۳۰ ــ پښتو پانګه، دویم ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۶ کال
۳۱ــ پښتو کتابښود، د بیهقي کتاب خپرولو مؤسسه، ۱۳۵۶ کال
۳۲ــ د وږمو نخښې، د افغانستان کلتوري ټولنه ۱۳۷۱ کال
۳۳ــ ولې (هغه لغت چې ۳۳ معناوې لري) ، په پوهنه مجله کې پر له پسې خپور شوی، ۱۳۴۳ کال
۳۴ ــ ژبپالنه، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ کال
۳۵ــ زنځیرۍ، د افغانستان علومو اکاډمي، ۱۳۶۱ کال.
۳۶ ــ په پښتو کې معدوله واو، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۸۴ کال.
۳۷ــ ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
شپږم: تاریخي سپړنې:
۳۸ ــ پښتو خپرونې( د پښتو ژورنالېزم تاریخ) د پښتو د پراختیا او پرمختیا ریاست، ۱۳۵۶؛ دویم چاپ: مومند خپروندویه ټولنه: د سرحدونو او قبایلو وزارت، ۱۳۹۴ کال
۳۹ ــ په افغانستان کې د ژورنالېزم تاریخچه( له کاظم آهنګ سره ګډ اثر) تاریخ ټولنه، ۱۳۵۶؛ دویم چاپ: مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
۴۰ ـ په افغانستان کې د سید جمال الدین افغان خدمتونه، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲ کال
۴۱ــ افغان او د روسي دوستۍ داستان( د زکي الله خان نامه)، د افغانستان د آزادو لیکوالو ټولنه، ۱۳۶۸ کال
۴۲ــ د تمدن سوغات، (په افغانستان کې د عصري اختراعاتو دودېدل) داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۳ ــ ارمغان تمدن (د همدې کتاب دري ژباړه) داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۴ ــ د افغانستان لنډکی تاریخ، داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۵ ــ تاریخ فشردۀ افغانستان، داریک کتابتون،۱۳۷۸ کال.
۴۶ ــ سید جمال الدین افغان و افغانستان، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ۱۳۸۳ کال
۴۷ــ هینداره (د عصري صنایعتو بهیر) د وردګو ولایت خپرونه، ۱۳۸۸ کال.
۴۸ ــ نندارتون (د افغانستان د تاریخي تحولاتو ځینې برخې) رفیع کلتوري اودمدني ټولنه، ۱۳۹۰ کال.
۴۹ــ د افغانستان بانګ نوټونه، ځواکمن، ۱۳۹۰ کال.
۵۰ بانکنو تهای افغانستان، توانا، ۱۳۹۰ کال.
۵۱ ــ د افغانستان کابینې، ځواکمن،۱۳۹۰ کال.
۵۲ ــ کابینه های افغانستان، توانا،۱۳۹۰ کال.
۵۳ ــ لویه جرګه، امان کتاب ۱۳۸۱ کال.
۵۴ ــ په افغانستان کې د عصري ښوونې او روزنې پیل پرمختیا، د افغانستان د مطالعاتو مرکز، ۱۳۷۷ کال.
۵۵ ــ په افغانستان کې د ښځینه زده کړو تاریخي بهیر، د افغانستان ددمطالعاتو مرکز، ۱۳۷۵ کال.
۵۶ ــ د زمانې پلونه، میهن خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ کال.
۵۷ ــ هوتکي غورځنک، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۵ کال.
اووم: تحلیلي لیکنې
۵۸ ــ ناسیونالیزم او ملي مسایل، اسد ګوند، ۱۳۵۸ کال.
۵۹ــ شاه شجاع او ببرک د تاریخ په تله کې، امان کتاب، ۱۳۶۴ کال.
۶۰ ــ د روسي ښکېلاک رنګونه او نیرنګونه، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال.
۶۱ ــ وحشیانه تېری او شرمېدلې ماتې، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال.
۶۲ ــ ملي زاویه، امان کتاب، ۱۳۷۶، دویم چاپ: رفیع ادبي ټولنه، ۱۳۸۹ کال
۶۳ ــ کتابونه دریابونه (لومړی ټوک) د ساپي د پښتو څېړنو مرکز، ۱۳۷۷ کال.
۶۴ ــ کتابونه دریابونه (دویم ټوک) امان کتاب، ۱۳۷۸ کال.
۶۵ ــ د بتانو هنګامه، امان کتاب، ۱۳۷۸ کال
۶۶ ــ دوې طرحې، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۶۷ ــ ملي شوری، امان کتاب، ۱۳۹۴ کال.
۶۸ ــ ملي کرښه، امان کتاب، ۱۳۹۴ کال.
۶۹ ــ ملي مخه، ملي موخه، اکسوس کتابپلورنځی، ۱۳۹۴ کال.
۷۰ــ ملي نړی لید، د افغانستان ملي تحریک، ۱۳۹۴ کال.
۷۱ ــ او سپېدې وچاودې، ۱۳۹۴ کال.
۷۲ ــ د لارې ډالۍ، ۱۳۹۴ کال.
۷۳ ــ شپاړسم روس (لنډې کیسې) امیري خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال.
۷۴ ــ د پښتونخوا د شعر هاروبهار ــ ډار مسټټر ( سریزه، ژباړې) پښتو ټولنه، ۱۳۵۶ کال.
۷۵ ــ د پیر محمد کاکړ دیوان (سریزه) دانش خپرندویه ټولنه.
۷۶ ــ معرفة الافغاني، د پیر محمد کاکړ (سریزه او سمون) ننګرهار مجله، ۱۳۵۶ کال.
۷۷ــ د احمد شاه بابا دیوان (سریزه) دانش خپرندویه ټولنه.
۷۸ ــ د علیخان دېوان، پښتو ادبي مرکز، سرای نو رنک، ۱۳۸۶ کال.
۷۹ ــ د رحمان بابا دېوان( سریزه، پښتو ټولنه) ، ۱۳۵۶ کال.
۸۰ ــ ورک زوی څنګه پیدا شو؟، د اخوند احمد (سریزه او سمون) امان کتاب، ۱۳۶۴.
۸۱ ــ د استقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص( سریزه، سمون نښلونې) امان کتاب، ۱۳۶۵، بل چاپ ۱۳۸۱، دریم چاپ د استقلال امانیه په نامه ــ د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۸۹
کال.
۸۲ ــ فالنامه (خوشحال خان خټک) پښتو اکیډمي، پېښور، خوشحال ریسرج سیل، ۱۳۶۵، بل چاپ: امان کتاب، ۱۳۷۹کال.
۸۳ ــ وصیتنامه (خوشحال خان خټک) امان کتاب، ۱۳۷۸ کال.
۸۴ ــ نسبنامه (خوشحال خان خټک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۵ ــ خټکنامه( خوشحال خان خټک) سریزه او سمون امان کتاب ۱۳۷۹ کال.
۸۶ ــ هندو کوهنامه( خوشحال خان خټک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۷ ــ اخلاقنامه (خوشحال خان او صدرخان) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۸ ــ ساعتنامه (خوشحال خان خټک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال
۸۹ ــ محمودنامه (ریدي خان مومند) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۷ کال.
۹۰ ــ هوتکنامه (عبد الغفار هوتک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۹۱ ــ مهجرتنامه (عبد الرحیم هوتک) سریزه،سمون او ژباړه، امان کتاب، ۱۳۷۷ کال.
۹۲ ــ حاکمیت قانون در افغانستان (اعلیحضرت امان الله خان) سریزه او نښلونې، امان کتاب، ۱۳۷۹، بل چاپ د تفتیش کندهار په نامه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ۱۳۸۹ کال.
۹۳ ــ د واصل روښاني الفنامې، سریزه او سمون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۸۸.
۹۴ ــ دبیر دانش (شاد محمدخان) سریزه، سمون او نښلونې، پښتو اکيډمي، پيښور، ۱۳۷۲کال.
۹۵ ــ خواجه عبد الله انصاري او د ده مناجاتونه، (سریزه او ژباړه) د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا ریاست، ۱۳۵۵؛ بل چاپ د لویه خدایه په نامه، یونیورسیټي بک ایجنسي، ۱۹۹۲ کال.
۹۶ ــ سپېڅلی قرآن (د قرآن روانه پښتو ژباړه) د هیئات غړی، مکتب حبیبیه، ۱۳۸۸
۹۷ ــ د حج کتاب (روان فرهادي) ژباړه او زیاتونه، ۱۳۵۹ کال
۹۸ ــ کال د روښان یاد د مقالو ټولګه، پښتو ټولنه، ۱۳۵۵ کال.
۹۹ــ پیر محمد کاکړ (ژوند او شاعري) له پسرلي صاحب سره، ۱۳۹۴ کال.
یولسم: د ماشومانو لپاره:
۱۰۰ ــ لیکونه سر لیکونه، امان کتاب، ۱۳۸۶ بیا ګڼ نور چاپونه د نړیوالو مؤسسو له خوا،
۱۰۱ــ نامه ها سر نامه ها، امان کتاب، ۱۳۵۳، سوېډن کميټه او نورې نشراتي مؤسسې.
۱۰۲ ـــ مشال، امان کتاب، سويډن کمیټه، لومړی چاپ ۱۳۷۳، ( بیا ګڼ چاپونه).
۱۰۳ــ مشعل، امان کتاب او نور، ۱۳۷۳ کال.
۱۰۴ــ تمه( ډرامه) له عربي په پښتو ژباړه، امان کتاب ۱۳۷۳ کال.
۱.۵ ــ طمع (ډرامه) له عربي په دري ژباړه، امان کتاب، ۱۳۷۳ کال.
۱۰۶ــ وو نه وو (منظومې کیسې) امان کتاب، سویډن کمېټه، ۱۳۷۳ کال.
۱۰۷ ــ هره نېشه، د زهرو لېشه، (نظم او نثر) او، آر، اې، ۱۳۷۳ کال
۱۰۸ ــ نښانې او ترانې، امان کتاب، ۱۳۷۳.
۱۰۹ ــ رنځوره نجلۍ (له انګریزي ژباړې سره) ده میرسي افغانستان، ۱۳۸۶ کال
۱۱۰ ــ مصنوعي ژباړه (له انګریزي ژباړې سره) ده میرسي افغانستان، ۱۳۸۶ کال
۱۱۱ــ داسې د ورېښمو چینجی چې په شمېرو پوهېږي، د ساپي د موقو فاتو اداره، ۱۳۸۶ کال.
یوولسم: متفرق
۱۱۲ــ (او بالاحصار ننداره کوله) په انګریزي ژبه، امان کتاب، ۱۹۸۹کال.
۱۱۳ــ خیر البیان (سریزه) د پښتو ادبي مرکزه، سرای نورنګ، ۱۹۸۶ کال.
۱۱۴ ــ شهید محمود، د جهادي څېړنو مرکز ۱۹۹۰ کال.
۱۱۵ــ ډاکټر لودین، د صحي او اجتماعي مرستو اداره، ۱۹۹۰ کال.
۱۱۶ــ کابل د آزادۍ پر لور، ۱۳۶۸ کال.
۱۱۷ ــ د افغانستان د خلکو د جهاد اولسي ادبیات، د مصر په عربي جمهوریت کې د افغانستان د جلالتمأب سفیرف، فاضل په زیار، قاهره، ۱۳۹۴ کال.»
یوځل په میډیا کې د استاد رفیع د مړینې خبر خپور شو، خو ژر بېرته ناسم وخوت او وویل شول چې: استاد رفیع ژوندی دی، د خدای شکر مو ادا کړ. په هماغه وخت کې یې افغان ادبي بهیر د ۲۰۲۳ ام کال د اپریل په وروستۍ اونۍ کې په کابل کې کلیزه ولمانځله او خپله خبرتیا یې داسې خپره کړه:
«خدای مو راوله یارانو!
افغان ادبي بهیر پتېیلې چې سبا د پښتو ژبې د بې جوړې ليکوال او څېړونکي استاد حبیب الله رفیع ۸۰ یمه کالیزه ونمانځي. په یاده ناسته کې به د علومو اکاډمۍ غړي، د پوهنتون استادان او یو شمېر نور کره کتونکي د استاد رفیع پر ژوند، نښیرونو او ادبي هڅو ویناوې وکړي.
له تاسو هم هیله کیـږي چې راشئ او په خپل ګډون سره مو غونډه لا رنګینه کړئ.
اړیکې شمېرې:
۰۷۷۳۰۶۲۸۳۲
۰۷۷۲۴۵۷۹۵۵
۰۷۷۵۱۲۶۶۲۴
یادونه: ګډون ازاد دی.»
استاد حبیبالله رفیع د نورو قلموالو د نظریاتو په هنداره کې:
د رفیع صاحب د علمي شخصیت او فرهنگي کارونو په باب په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې گڼو قلموالو او د نظرخاوندانو خپل نظریات څرگند کړي دي، ما د ځینو قلموالو نظریات راخوندي کړي دي، دلته یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
عتیقالله اعظمي:
استاد رفیع خپل ټول عمر له پښتو ځار کړی، د پښتو لیلا ناوې د سینګار لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې او کار یې کړی، که د پښتني فرهنګ څېړنې یو ژوندی، دقیق او علمي ادرس لرو هغه استاد رفیع دی.
که د فلکلور څېړنې، ادب څېړنې، لرغونڅېړنې او حتا فرهنګي تاریخ یوه ژوندۍ اکاډمي لرو هغه استاد رفیع نومیږي.
پر پښتو ژبې د استاد رفیع ډېر احسانونه دي، نو پښتو خو به خود وايي:
په تا دې هېڅ نه کیږي یاره
استاد ته د روغ صحت دعا کوم او پښتانه دې خدای د دغه بې ریا عالم له سیوري نه بې برخې کوي.
عصمت قانع:
«نن دوې سوژې ذهن ته راغلي
دپخواني جمهور رئيس حامد کرزي د عمر ۶۷ کالونه پوره شوي وو
او د افغانستان د ملي شرف د تعبير د خوب يو کمزوری او مريض تعبيرونکی حبيب الله رفيع اتياکلن شوی وو
ماته تر هر چا حبيب الله رفيع رفعت او لوړتيا درلوده
استاد حبيب الله رفيع لکه څنګه چې رفیع تخلص کوي همدومره رفعت او لوړتيا يې ساتلي وه
زه نوی ځوان وم د پېښور په کوڅو کې مې د جهاديانو د باچاهي او خاني تماشه کوله
زما په شمول ټول قلموال د تنظيمونو پر حلوا بوڼيدل
خو تنها حبيب الله رفيع و چې د تنظيمونو دروازه يې نه ټکوله
او د افغانستان د وحدت سرېنده يې غږوله
که څه هم دې سرېندې ته جهادي ذوق غوږ نه نيولو
خاطره لرم
کله چې مو سيد بهاءالدين مجروح د پېښور د غريب اباد په هديره کې پر لحد سپارلو
هيچا هم د پاکستان د څار په وجه طبعي ژړا نه شوای کولای
خو تنها رفيع صاحب د وجدان دلوړتيا او رفعت پر لوړه غونډۍ بېدريغه وژړل
رفيع صاحب د ديموکراسۍ پر کرسۍ هم د ملي تعريف د اخلاقو په حکم دمه ونه کړه
نه ارګ ته ورغئ او نه د امتياز د صف ګلبرګ ته
فقير او بېنوا پاتي شو
خو رفيع او سرلوړی
ستر حبيب الله رفيع ته دي په پرديسۍ او بيوسۍ کې د ژوند اتيايمه کليزه مبارکه وي
رفيع صاحب قرضداره دې يم»
احمدولي اڅکزی:
«احمدولي اڅکزي د خپلو نورو فرهنگي خدمتونو په لړ کې دا هم غوښتل چې هر ډول پښتو مواد په ډيجيټل توګه د نړۍ له هر کونج څخه د انټرنټ په مرسته د لاسرسي وړ وګرځي. دا کار ده پیل کړ او د افغانستان د علومو اکادیمۍ د خپروکړو کتابونو په برخه کې د استاد رفیع د علکي مینې او مرستې یادوه داسې کوي:
«… دا چې زه آلمان کې وم نو ماته معلومه وه چې د چاپ د حقونو موضوع جدي ده. له دې کبله مخکې له دې چې زه پښتو قاموسونه آنلاين کړم، نو ما وغوښتل چې د علومو د اکاډمۍ لخوا چاپ شوو قاموسونو د ډيجټل او آنلاين کولو رسمي اجازه ترلاسه کړم.
زما او د پروژې خوشقسمتي وه چې مخکې له دې چې زه لکه له نورو دروازو مايوسه شم او دغه پروژه په خپله نطفه له غوړېدو مخکې لا مړه شي، زما تماس د محمد نبي تدبير صاحب په منځګړيتوب د قدرمن محترم فاضل او زما محسن استاد حبيب الله رفيع سره وشو. هغه د علومو په اکاډمۍ کې په اړونده څانګه کې کار پېل کړی و. دغه عظيم انسان او د پښتو ژبې محسن په مشرانو کې لومړی کس و چې زما په خبره يې اعتبار وکړ او لا مهم د پښتو د ډيجيټلايز کولو د اړتيا زما دلايل يې درک کړل.
فاضل استاد د کابل د درنې علومو اکاډمۍ او زما ناچيز تر منځ يو داسې قرارداد يا تړون راوکړ چې په پايله کې يې ماته اجازه راکړله شوه چې زه د دغې اکاډمۍ ټول پښتو قاموسونه ډيجيټل او آنلاين کړم. هغه شرايط چې په ياد تړون کې پر ما ايښودل شوي ول، الحمدلله زه تر نن پورې ورته ژمن پاته شوی يم.
د پښتو ژبې د بې ساري خادم استاد رفيع عمر اتيا کالو ته ورسېد. دا چې هغه د پښتو ادب او متن پوهنې لپاره څومره لوی لوی خدمتونه کړي دي، په هغه خو به تاسو ټول خبر واست. دا چې هغه د پښتو د ډيجيټلايز کولو اهميت څومره وختي نه يوازې درک کړی و، بلکه په عمل کې يې ورسره دومره لويه مرسته کړې وه، په هغه هکله دا دی ما نن معلومات درسره شريک کړل.
الله دې استاد رفيع ته له خوښيو، روغتيا او لا نورو برياليتوبونو ډک ژوند ورکړي. الله دې ورته په دنيا او آخرت کې د پښتو ژبې سره کړې مينې، وفا او خدمت عوضونه ورکړي. آمين
فاضل استاده، ستا له احسان څخه او پر يو زلمي د دومره لوی اعتبار څخه ډېره ډېره زياته مننه.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۲۵مه نېټه»
عبدالهادي هادي:
«استاد حبيب الله رفيع تر نيمې پيړۍ زيات د افغانستان ادبياتو، تاريخ او علم ته خدمت کړی او د ژوندي پوهنتون حيثيت يې خپل کړی.»
محمداسماعیل یون:
«د پښتو ادب یوه ژوندۍ اکاډمۍ
د پښتو ادب ، د څېړنې ، پلټنې او شننې په برخه کې ډېرو پوهانو خپل زیار ګاللی او ډېر علمي خدمات یې وړاندې کړي دي ، خو په تېره نیمه پېړۍ کې د استاد حبیب الله رفیع او استاد سرمحقق زلمي هېوادمل خدمتونه د ځانګړې یادونې او قدرونې وړ دي.دوی دواړه بیا د ژوندیو او ګرځنده اکاډمیو حیثیت لري، دواړه ملګري هم دي او دواړه دې خدای تر ډېره ژوندي لري. دا څو موده کېږي چې د استاد حبیب الله رفیع د سختې ناروغۍ خبرونه خپرېدل ان د مړینې دروغجن خبر یې هم د رسنیو په څپو خپور شو ، چې زمو ږ د ټولو هېوادوالو ، په تېره بیا د فرهنګیانو زړونه یې سخت ودردول ، خو د خدای ج فضل و ، ډېر ژر د استاد د روغتیا خبرونو زموږ زړونه بېرته خوشاله کړل. نن مې ښاغلي تدبیر ته زنګ وواهه چې د استاد د روغتیا پوښتنه وکړم او یا یې له نږدې لیدو ته ورشم. تدبیر صیب وویل چې استاد بېخي ښه دی څنګ کې مې دی او وايي که تلوېزیون کې یې موږ دې لیدو ته درځو ، ما ویل استاد د ګرځېدو دی ؟ تدبیر وویل هو بېخي ښه دی ، ګرځېدل ورته ښه دي او کور کې یې زړه هم تنګ وي ، ډاکټر ورته ویلي چې څومره ګرځېدلی شې ګرځه ، ما ویل بیا خو بېخي ښه ده ، دلته به لږ پلی هم وګرځي.
نیم ساعت وروسته دواړه ژوندون تلوېزیون ته راغلل ، د استاد په لیدو ډېر خوشاله شوم ، لکه څوک چې د کلونو ورک او اوبو وړی عزیز او قریب بیا ژوندی او له نږدې وګوري. د استاد نوراني څېرې او پر ځان باور ډېر خوند راکړ. ښه اوږد ادبي بنډار مو وکړ، بیا ما او تدبیر صیب د هغه علمي سیمینار او غونډې طرحه له استاد سره شریکه کړه چې ټاکل شوې وه د استاد تر ناروغۍ وړاندۍ دا علمي غونډه جوړه شوې وای ، خو د استاد د ناروغۍ له امله وځنډېدله.له نېکه مرغه چې استاد زموږ له طرحې سره موافقه وکړه ، نو ځکه مو وپتیېله چې ډېر ژر د استاد د ژوند ، خدمتونو ، اثارو او افکارو په باب یوه درنه علمي غونډه جوړه کړو.
نن مازیګر ډېر خوږ و، یو دروند استاد ، د پښتو ادب یو لوی خدمتګار او د ملي فکر یو ستر مبلغ مې په خپلو سترګو روغ رمټ ولید او د زړه سترګې مې پرې خوږې شوې، خدای ج دې د استاد صحت نور هم پسې ښه کړي او اوږد عمر دې ور په برخه کړي.»
شریفالله دوست سرواني:
«استاد په شپاړس کلنی کښي علمي او عملي فرهنګي هڅي پیل کړي تر دا مهاله یې شاوخوا 200 آثار لیکلي.
د افغانستان له پاره يې علمي, ادبي,تاریخي او فوکلوریک خدمتونه د قدردانی وړ دي. زما هره ورځ مخامخ لارښود استاد دی,ډېر څه مي ورڅخه زده کړي دي د احسان يې قرضدار یم.
عمر يې اوږد رمټ صحت يې په برخه.»
استاد دمګړی د کاناډا په کلګري ښار کښي استوګن دی»
خالق رشید:
«داستاد رفیع صاحب کالیزه دې مبارکه وي!
د هغه لوی انسان کالیزه چې ټول عمر او قلم یې دخواږه او سرلوړي افغانستان دتاریخ، فرهنګ او ادب دپرتم پیژندنې له تلپاتې ویاړ سره مل اوملګری شو.
دهغه لوی لیکوال کالیزه چې دهیواد سرلوړي یې په ازادۍ کې ولیدله او ویې ستایله، دهغه لوی انسان لیکوال کالیزه چې زموږ دتیرو نسلونو علمي او ادبي میراثونه یې په خپلو نه ستړې کیدونکو هڅو سره زموږ په وړاندې په خپل ټول پرتم سره په نښه اوکیښودل…
هو، دهغه لوی انسان کالیزه چې سلګونه علمي او ادبي اثار یې د علومو په بیلا بیلو برخو کې زموږ په کتابتونو کې زموږ لار ښود شول اوموږ ونه شوای کولای چې د زمانې په نادان چل ول کې د ده قدر دانی وکړو…
هو، دهمدغه لوی انسان درنه او ویاړلې کالیزه دې مبارکه وي!
استاد ته له لوی خدایه داوږده اوپرتمین عمر او روغتیا هیله من یم ….
دپښتو دامیل ګله هنګامې به درته بولم
دغوټیو ارزو ګانو ترانې به درته بولم»
د استاد رفیع د ژوند او فرهنگي کارونو په باب یومستند (د زرینو پاڼو په لټه، د استاد رفیع د ژوند او کار مستند) هم جوړ شوی دی، چمتوکونکی یې محبوباللهخان دی او افغان هنر پرودکشن تولید کړی دی. مینهوال کولای شي په لاندې لینک کې یې وگوري:
استاد حبیبالله رفیع ته له ښېروغتیا سره
د اوږده پر باره ژوند هیله کوم!