Homeخبرونهپښتین: ۲۰۲۵ کال د پاکستاني پوځ د ظلمونو له امله پر پښتنو...

پښتین: ۲۰۲۵ کال د پاکستاني پوځ د ظلمونو له امله پر پښتنو ویرجن تېر شو

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، ۲۰۲۵ کال د پښتنو لپاره ویرجن کال وو.

هغه زیاتوي چې، په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې په پښتونخواه کې د پاکستاني پوځ بې پیلوټه الوتکو بریدونه، پوځي عملیات، پي ټي ایم غړو نیونه، افغان کډوال جبري ایستنه او د افغانستان بې ګناه ولسي وګړو د پاکستان هوايي بریدونه ترهګریز عمل او ناوړه تګلارې ګڼلې دي.

پښتین دغه راز لیکلي چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو وژنې او ګڼو نورو زنداني کېدو په دوام هم دغه غورځنګ خپل وس مبارزه او دعوه د ملت له ملاتړ سره ژوندۍ ساتلې ده.

پښتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، ۲۰۲۵ کال د پښتون ژغورنې د یو شمېر غړو په باور پښتین لپاره له فشاره ډک او د مبارزې سخت کال وو.

دوی وایي تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي څو یې د پښتنو حقونه له پاکستاني ریاست څخه نه وي ترلاسه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...