تاند( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د هند غوره لیګ یا “آی پیل ایل” لوبډلې چینای سوپرکېنګ د افغان لوبډلې د جادویي وروو توپ اچوونکي نور احمد ستاینه کړې او ویلي یې دي چې: ” نور سره له جادو موږ ته را روان دی.”
د افغانستان د کرکټ څلور لوبغاړي راشد خان، عظمت الله عمرزی، غضنفر او نور احمد لکڼوال د هند کرکټ غوره لیګ د ۲۰۲۶ کال سياليو لپاره خپلو لوبډلو ساتلي دي.
نور احمد لکڼوال چې له ۲۰۲۳ کال راهيسې د هند غوره لیګ کې لوبېږي د چینای سوپر کېنګ لوبډلې لپاره یې ټولې ۴۸ وېکټې اخيستې او له همدې لوبډلې سره پاتې شوی دی.
د هند غوره لیګ د تېر کال سياليو کې یې د ۲۴ وېکټو په اخيستو سره له ورون چکرورتي وروسته دويم ځای خپل کړی و.
د ۲۰۲۶ کال هند غوره ليګ ته د ټولو ساتل شويو لوبغاړو نوملړ:
چینای سوپر کېنګز: مهېندار سېنګ دهوني، روتراج ګايکواډ، سنجو سمسن (تبادله کړی)، نېتن اېلېس، نور احمد لکڼوال، ډېوالډ برېوېس
دېلي کپېټلز: کولديپ يادو، کې اېل راهول، اکسر پټېل، ټرېسټن سټبز، مچل سټارک
ګوجرات ټايټنز: راشد خان، شبمن ګېل، محمد سراج، واشنګټن سوندر، کګيسو رباډا، ګلېن فېلېپس
کلکته نايټ رايډرز: ورون چکراورتي، رومن پاول، سونيل نارين
لکنو سوپر چاينټس: رېشب پنت، محمد شامي (تبادله کړی)، اېډن مارکرم، نېکولاس پورن، متيو بريټزکي، مېچل مارش
ممبی انډينز: سوریا کومار يادو، جسپريت بومرا، هاردېک پانډيا، روهېت شرما، تېلک ورما، شاردول ټاکور (تبادله کړی)، مېچل سټنر، شرفېن رترفورډ (تبادله کړی)، کوربن باش، ټرېنټ بولټ، راين ريکلټن
پنجاب کېنګز: شرياس ايير، ارشديپ سېنګ، پربسېمران سېنګ، مېچ اوين، عظمت الله عمرزی، لاکي فرګوسن، زيور باټلېټ، مارکو ينسن، مارکوس سټاينېس
راجستان رايلز: يشاسوي جېسوال، روېندرا جډېجا (تبادله کړی)، دهرو جوېل، ويابهور سوريونشي، کوېنا ماپاکا، شېمرن هېټماير، لهون پرېټرويس، نانډرې برګر
رويل چلېنجرز بنګلور: وېراټ کوهلي، رجت پټېدار، بهونېشور کومار، ټېم ډېوېډ، نوان توشارا، جاش هېزل ووډ، رونايو شېپرډ
سنرايزر حيدراباد: ابيشېک شرما، اېشان کېشن، هرشل پټېل، ټرېوېس هېډ، کمېنډو مېنډېس، ايشان ملېنګا، پټ کمېنس، هېنرېک کلاسن.