تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) افغان کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډله به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل او دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
کرکټ بورډ وایي، د یادې لوبلړۍ په پای کې افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته سفر وکړي.
کرکټ بورډ وایي، د افغان لوبډلې پیاوړی او تجربه لرونکی لوبغاړی ګلبدین نایب، چې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې سیالیو کې د لوبډلې برخه نه و، لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
د نوموړي ترڅنګ نوین الحق چې له اوږدې مودې راهیسې د اوږې د ټپ له امله له سیالیو بهر و، بیا ځلې لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
د دوی ترڅنګ، چپ لاسی توپوهونکی شاهدالله کمال او ویکټ ساتونکی توپوهونکی محمد اسحاق هم په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
ځوان او تکړه چټک توپ اچوونکی عبدالله احمدزی چې په دې وروستیو کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ګڼ شمېر لوبې ترسره کړې، هم لوبډله کې خپل ځای ساتلی دی.
دغه راز تکړه چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي چې د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ونه لوبېد او زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې یې هم یوازې یوه لوبه وکړه، هم د راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:
راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی.
دغه راز غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاءالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډلې کې ټاکل شوي دي.
د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان وایي، افغان اتلان د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلو سره ځای دي او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.