Homeخبرونهعامې روغتیا وزارت: تېرو څلورو کلونو کې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

عامې روغتیا وزارت: تېرو څلورو کلونو کې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د طالبانو د حکومت ‏د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن چهارشنبه خبر ورکړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه روغتونونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې، چې یاد وزارت دا اقدام د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په موخه ترسره کړی دی.

سرچینې تر دې وړاندې ویلي وو چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې روغتیايي مرکزونه د پخوا په پرتله د کیفیت له پلوه ښه شوی دي.

شرافت زمان زیاتوي چې، دوی هڅه کوي د معیاري کېدو لپاره په دې سکټور بشپړ نظارت دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...