Homeخبرونهپاکستان کې، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر پایه ۶۶۴ پاکستاني پوځیان...

پاکستان کې، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر پایه ۶۶۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) په ‏پاکستان کې د جګړې او امنیت ځېړنیز مرکز وايي، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر چې نن ورځ په دغه هېواد کې د وسلوال تاوتریخوالي له امله ۶۶۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

یادې تدارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې، په یاده موده کې ۲۱۱۵ وسلوال، ۲۸ د امن کمېټو غړي او ۵۸۰ ولسي وګړي وژل شوي.

په راپور کې راغلي چې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲۰۲۴ کال د وسلوالو بریدونه ۱۷ سلنه ډېر شوي، په داسې حال کې چې وسله وال روان کال ۱۰۶۲ بریدونه کړي، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې ۹۰۸ بریدونه کړي وو.

د پاکستان لپاره دغه کال تېرو لسو کلونو کې ډېر خونړی بلل شوی او زیاته شوې چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو ډېر بریدونه او تاوتریخوالی په ۲۰۲۵ کال کې شوی دی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، پاکستان کې د نا امنیو له امله د پوځ ترڅنګ عام خلک هم سخت اندېښمن دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...