چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Homeخبرونه‏ذ مجاهد: له پاکستان سره مشکل نه لرو او هغوی چې مشکل...

‏ذ مجاهد: له پاکستان سره مشکل نه لرو او هغوی چې مشکل لري د خبرو له لارې باید حل شي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۰مه) د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستان سره کوم مشکل نه لري او هغوی چې څه مشکل لري د خبرو له لارې باید حل شي.

مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د یوه لوري په ګټه هم نه دی.

مجاهد له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې دا څرګندونې کړې دي.

د پاکستان حکومت طالبان د دغه هېواد ضد وسلوالو په ملاتړ تورنوي او وايي افغان خاوره کې یې ځای ورکړی دی.

خو د طالبانو حکومت د دې تورونو ردولو سره اسلام اباد د افغانستان پرضد د داعش پر ملاتړ تورنوي.

د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان ځینې سیمو کې د پاکستان هوايي بریدونو ته پر ډیورنډ کرښه د طالبانو ځواب پسې دواړو خواوو ته لارې تړلې دي.

که څه هم قطر، ترکیه او سعودي کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې، خو کومه نتیجه یې ور نه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...