تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۰ مه) د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ (سما) وايي) په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري فعالیتونه بیا پیل شوي، چې له امله یې سوداګرو او له یوې اوږدې مودې وروسته د هوساینې ساه واخیسته.
سما په تورخم کې د خپلو سرچینو له مخې وايي، له جمرود څخه د نیشنل لاجسټکس سیل (NLC) له لارې خوراکي توکي، نور مالونه او بار شوي کانتینرونه افغانستان ته ولېږدول شول. دا د دوو خواوو ترمنځ د تګ راتګ د بیا پیل په لومړۍ مرحله کې انتقال شول.
د طالبانو حکومت او په تورخم کې افغان ګمرمي چارواکو تراوسه پورې په دې اړه چې ایا په تورخم کې تجارتي فعالیت بیا پیل شوی او که نه دی، څه نه دي ویلي.
د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په ګډون د څو موسسو خوراکي توکي هم افغانستان ته واستول شول. چارواکو وویل چې د نړیوالو بشري مرستندویو ادارو ګډون دا ښيي چې تمرکز پر مرستو او ضروري توکو دی.
سرچینو تایید کړه چې په تورخم کې د تصفیې له بشپړېدو وروسته به کانتینرونه افغانستان ته داخل شي. د تصفیې بهیر په پړاوونو کې ترسره کېږي، څو د مالونو تګ راتګ په اسانۍ سره وشي.
د مرستو د لېږد لومړۍ مرحله پیل شوه
د سرحدي چارواکو په وینا، د مرستندویو توکو د لېږد بهیر په رسمي ډول په لومړۍ مرحله کې پیل شوی دی. هغوی وویل چې دا تدریجي طریقه به د سوداګرۍ بهیر باثباته کړي او د پولې پر سر د ګڼې ګوڼې مخه به ونیسي.
سرچینو زیاته کړه چې تمه ده په راتلونکو څلورو ورځو کې به د پولې وضعیت نور هم ښه شي. د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ له ښه کېدو سره به د مالونو او کانتینرونو تګ راتګ زیات شي.
د سوداګرۍ دایمي پیل کېدو هیله
سرحدي چارواکو هیله څرګنده کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري به په دایمي ډول بېرته عادي حالت ته وګرځي. هغوی وویل چې دوامداره همکاري او د تصفیې منظم میکانیزمونه به د راتلونکو خنډونو مخه ونیسي.
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري غوښتنې په ځواب کې د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانیزي، څو افغانستان ته خوراکي توکي، درمل او نور ضروري مرستندویه سامانونه په بیړني ډول ولېږدول شي.
د پاکستان د دې اعلان په اړه ملګروملتو رسماً څه ونه ویل.
خو پاکستان وايي چې دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر بنسټ د بشري خواخوږۍ له مخې وکړه.
سما وايي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له بهرنیو چارو وزارت سره له سلا مشورو وروسته، د ګمرک غړو، د فدرالي عوایدو بورډ (FBR) او د ترانزیت عمومي ریاست ته رسمي لارښوونې صادرې کړې.
د ملګرو ملتونو د مرستو د کارګو لپاره پړاويز پلان
د سوداګرۍ وزارت اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې افغانستان ته د کارګو موټرو تګ راتګ په منظم او پړاويز ډول اسانه کړي. د خبرتیا له مخې، په لومړۍ مرحله کې به د ملګرو ملتونو د ادارو د خوراکي توکو کانتینرونه تصفیه شي؛ په دویمه مرحله کې به د درملو او طبي تجهیزاتو کانتینرونه خوشې شي، چې د افغانستان له ستونزمن روغتیايي وضعیت سره د مرستې لپاره حیاتي ارزښت لري.
په درېیمه مرحله کې به د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د تعلیمي کټونو ترڅنګ نور ضروري بشري توکي هم تصفیه او ولېږدول شي.
دا اعلان یوه ورځ وروسته له دې وشو چې پاکستاني سوداګرو وویل چې د افغانستان د لارو د بندېدو له کبله د ورځې یو میلیون ډالر زیان کوي او د دسمبر تر ۲۸ پورې یې ۲۰۵ میلیون ډالره تاوان کړی دی.