تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۰ مه) د روغتيا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ نژدې ۷۰ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي، چې له امله به يې د روغتيايي خطرونو کچه لوړه شي.
د ډسمبر په ۳۰مه، د سېشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي چې دا مهال تر ۴٫۴ ميليارده زيات خلک په ښارونو کې اوسي، چې دا د انساني مېشتېدو په بڼه کې يو تاريخي بدلون بلل کېږي.
د راپور له مخې، ښاري سيمې د روغتيايي خطرونو په لومړۍ کرښه کې دي، چې پکې د هوا ککړتيا، ناامنه ترانسپورتي نظامونه، ناکافي استوګنځایونه، او د اقليمي بدلون مخ په زياتېدونکي اغېزونه شامل دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د نړيوال روغتيايي جاج (Global Health Review) له مخې، دغه کال له يوې خوا د عامې روغتيا مهمې لاسته راوړنې ښيي او له بلې خوا په ټوله نړۍ کې ژورې او دوامدارې ستونزې هم په ډاګه کوي.
په وروستيو لسيزو کې ښاري کېدل په چټکۍ سره زيات شوي، په ځانګړي ډول په ټيټ او منځني عايد لرونکو هېوادونو کې، چېرې چې زيربناوې او روغتيايي نظامونه ډېر ځله د نفوس له چټک زياتوالي سره سمون نه شي خوړلی.
د عامې روغتيا کارپوهان خبرداری ورکوي چې ناسم پلان شوي ښارونه کولی شي نابرابري زياته کړي، د ناروغيو خطر لوړ کړي، او خلک د تودوخې څپو، سېلابونو او نورو اقليمي افتونو پر وړاندې لا ډېر زيانمن کړي.
سره له دې چې د بودجې کموالی او د علمي همکاريو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي، د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې لا هم د ښاري نفوس پر وړاندې تر ټولو د جدي روغتيايي خطرونو د مخنيوي لپاره په نړيواله کچه مخکښ رول لوبوي.
دغه سازمان ټينګار کړی چې پر شواهدو ولاړه تګلاره، نړيواله همغږي، او پايښتي ښاري پلان جوړونه به د ښاري کېدونکې نړۍ د خلکو د روغتيا او هوساينې د ساتنې لپاره بنسټيز ارزښت ولري.