جګړه هغه بدمرغي ده چې کله په ښارونو، کورونو او زړونو خپره شي. نه یوازې کلي او ښارونه ورانوي، بلکې د ماشومانو هیلې، خنداګانې، خوبونه او راتلونکی هم له منځه وړي. د جګړې قربانیان یوازې لویان نه دي؛ تر ټولو بې ګناه قربانیان یې ماشومان دي، چې له کورنۍ، زده کړو او عادي ماشومتوبه بې برخې کېږي.
جګړه ډلې ډلې ماشومان بې سرپرسته پرېږدي. ځینې خپل مور او پلار له لاسه ورکوي، ځینې له خپلو کورونو شړل کېږي، او ځینې د ویرې، لوږې او ګوښتوب په تیاره کې لویېږي. د هغوی روښانه سترګې له ژړا او نهیلۍ له امله تتې وي او له زړه یې د خپګان د اور غوړیشې جګېږي.
که واکمن حکومتونه او ټولنه د دغو بې برخې شویو نسلونو د رغونې په اړه غور ونه کړي، نو نږدې ده چې دا ماشومان به په اسانۍ سره د تاوتریخوالي، جرم او نوو جګړو د اورونو توکي شي. هره جګړه په یو پړاو پای ته نه رسیږي، بلکې هره جګړه د نسلونو ترمنځ د درد او ویرې سلسله اوږدوي.
په هغو ټولنو کې چې جګړه پای نه لري او د پرلپسې جګړو اور بلېږي، اصلي لامل یې د تیرې جګړې د ماشومانو هېرول او انساني ارزښتونو ته ناپامي وي.
د جګړې د ماشومانو رغونه د ټولنې او دولت ګډ مسؤلیت دی. زده کړه، مینه، رواني ملاتړ او د کورنۍ بیا یو ځای کېدل د هغوی د راتلونکې مهمې رڼاګانې دي. که دې ماشومانو ته فرصت ورکړل شي، نو حتی د جګړې له بدرنګو پایلو سره سره کولی شي یو روښانه، سالم او ګټور انسانان شي.
جګړه ماشومان ماتوي، خو د مینې، پاملرنې او ملاتړ په په اوبو یې یې زړونه بیا غوړېدای شي. که نن د هغوی پر سر د ترحم لاس راتیر شي، سباوون به یې له سولې، رڼا او هیلو ډک وي.
نېته: ٢٠٢٥د دسمبر ٣١ مه
————————————————–
د ماشومانو او والدینو لپاره د تاند ځانګړې ویبپاڼه (https://taand.net/pal/)
په دې ویبپاڼه کې د ماشوم د روزنې، ادب، روغتیا او نورو مسایلو په اړه زرګونه لیکنې موندلی شئ.