Homeخبرونهپه ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو وړاندوینه شوې

په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو وړاندوینه شوې

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د انرژۍ او اوبو وزارت د هواپېژندنې ادارې د نن او سبا لپاره د افغانستان ګڼو سیمو کې د ورښتونو او سېل وړاندوینه کړې ده. دې وزارت پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د سختو بارانونو له امله د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

د هواپېژندنې د ادارې د اټکل له مخې، د هریرود، مرغاب او هلمند د حوزو ترڅنګ په ځینو سېلاب‌ځپلو سیمو کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د دلوې میاشتې په ۲۶ او ۲۷مه، د سختو بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سېلونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی دی.

په تېرو اوونیو کې درنو بارانونو او واورو په یو شمېر ولایتونو کې مرګ ژوبلې او درانه مالي زیانونه اړولي دي. د سلواغې/ دلوې میاشتې په لومړیو ورځو کې د واورې او باران له امله ۶۱ کسان مړه شول او لږ تر لږه ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...