یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeخبرونهد پاکستان حکومت بالاخره عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته پرېښود

د پاکستان حکومت بالاخره عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته پرېښود

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۶ مه) د پاکستان فدرالي حکومت بالاخره پرېکړه وکړه چې د تحریکِ انصاف بنسټګر عمران خان له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي.

د مسلم لیګ (ن) مشر طارق فضل چودري په یوه بیان کې ویلي چې فدرالي حکومت د پي ټي آی د موسس د روغتیايي وضعیت له امله دا پرېکړه کړې ده. د هغه په وینا، عمران خان ته دا اسانتیا هم برابره شوې چې له خپلو زامنو سره خبرې وکړي.

طارق فضل چودري زیاته کړه چې حکومت انساني خواخوږۍ او قانوني غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي او د قانون له مخې هر بندي ته اسانتیاوې برابرول د حکومت مسوولیت دی.

دا په داسي حال کې ده چې پر حکومت انتقادونه کېږي چې د عمران خان ته اجازه نه ورکوي چې د سترګو درملنه وکړي او اوس چې د هغه سترګې د ړندېدو حد ته رسېدلي، مجبوره شوی چې هغه روغتون ته ولېږدوي.

د عمران خان د حکومت د روغتیا پخواني سلاکار ډاکټر ظفر میرزا د عمران خان د سترګو د ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي دي۔ ډاکټر ظفر میرزا وویل چې د پي ټي آی د بنسټګر د سترګې بینايي د «سنټرل ریټینل وین اوکلوژن» په نوم د یوې خطرناکې ناروغۍ له امله له منځه تللې ده۔

هغه ټینګار وکړ چې د عمران خان د سترګې بیړنۍ درملنه ضروري ده او په دې وخت کې باید مسؤلانه چلند وشي۔ د هغه په خبره، عمران خان باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او درملنه یې پیل شي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...