یکشنبه, فبروري 15, 2026
Home+په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو...

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک

بيا له كومه را پيدا شو دا بهار

چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار

بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله په ما ښام کې هم لمر راخېژي، دا هسې خبره نه ده، دا يو شرح نزول لري․ د دې شرح نزول سببونه دوه دي. يو دا چې غونډه د يو مشهور او پرښته خويه انسان چې ځان ته بيكسيار وايي خو د يارانو يي دخمكې په كره كې بيروبار دى د هغه د درې چاپ شويو اثارو مخكتنه هم ده او هغه هم دلته په لندن كې. او يوه بله مهمه د يو  الهي موهبت خبره هم ده. او  هغه دا چې غونډه د پخوا په څير  زموږ د غونډو  جوړونکي  ملګري سوله‌مل تنظيم كړې ده  او له څو مياشتو  وروسته يو  وار بيا سوله مل له سختې او مرگوني ناروغۍ نه بيرته را پاڅېدلی او  د ستيج سرته راغى، داسې لكه لمر سترگه  چې د شمشاد يا تاترې د غره له سره سر را پورته او پړك وهي. نو درياضي علم په اصطلا ح د غونډي اهميت په طاقت د دوو دى․

غونډه له ټاكلي وخت نه يو څه وروسته پيل شوه يعني په افغاني دود پيل شوه․ افغاني دود يعني د غونډو د ګدونوالو ناوخته راتلل او ناوخته پېلېدل او ناوخته پای ته رسېدل ․

خو  هغوی چې په تالار كي ناست وو  په خپلو منځو كې پسيدل او خپلې تبصرې يې كولې․ تبصرې په خپل وطن او د وطن په حالاتو.

خو په هر صورت غونډه د كريم شيرين صيب د ډيرو هلو ځلو له مخې پيل شوه․ شيرين كريم خوږ انسان دی،  دومره خوږ دى  چې لكه ملا ته حلوا  او هندو ته ميټايي او موږ او تاسو ته خپله خوږ شيرين․ ژوندي دي وي  عمر دي ورته د حضرت خضر (ع) شي چې بيا راتلونكو نسلونو ته زموږ حال ووايي.

بالاخره د سپين تڼي په را ننوتو سم له واره غونډه په منډه شوه․ له يومعذز  مشر  او سپين ږيري شاعر دستگير نايل نه غوښتنه وشوه چې غونډه پيل كړي․ هغه د دې غونډي اهميت په دې عبارت بيان كړ  چې موږ زياتره وخت، تللي كسان نمانځو خو له نيكه مرغه  چې نن د داسې شخصيت د كار او زيار نمانځنه كوو چې له موږ سره حضور لري․

 د نايل صيب له خبرو وروسته  سپين تڼي  د معمول په څير د بيكسيار  يو لنډ شعر  ولوست او بيا يې اكبر كرگر  ته بلنه وركړه چې د بيكسيار په شعر څه ووايي․ نوموړي د بيكسيار په شعر كي د وطن ياد او د شاعر نوستالژيك درد ووايه ، بيا په دوی پسې شاعر نظيف الله تكل د هغه ېو  شعر  (سودا)  وارزوه او  ښه د خوند خبرې ېې پرې وکړې، له تکل وروسته وکیل سوله مل د (شرم له سپي) په نثري ټولګې رڼا واچوله او د ده نثرونه ېې د ده د شعرونو په څېر د پښتو نثر عالی بېلګه یاده کړه چې د معاصر داستان په څېر  ښه شروع او عالی پای لری، او ګڼ ېې  له تلوسو او ژورو پېغانو ډک دي. وروستی وېنا وال هم له جرمنی وتلی کره کتونکی او شاعر ډاکتر  درمل و چې ثبت شوې وېنا ېې واورېدل شوه او د غونډې د ګډونوالو د هرکلی وړ وګرځېده. په کتابونو د هر اړخېزو خبرو او بحث وروسته د غونډې بله برخه (مشاعره) وه، ثمر اسلمي، نعیم جنبش، غلام محمد کامه وال، کریم شیرین او نظیف الله تکل پخپل وار  شعرونه واورول.

  د غونډي په پاى كي له شاعر بيكسيار  نه هيله وشوه  چې خپل شعر  ووايي ․ بيكسيار  ښكلی شعر  ولوست: چې د غونډي هر  گډونوال د شعر له هر بيت او بند سره خپل كلی، ښار او  وطن ته ولاړ․ هلته يې هوا تنفس كړه ،د اېنځر گل بوی  يې احساس كړ․ د غرونو له تړو يې دېږوو اوازانه واوريد․ د خوړونو اوسيندونو داوبو شرهار موزيك يې تر غوږو شو. لنډه دا چې دنوستالژي فضا دټولو په ذهن را غبرگه شوه․ د بيكسيار دوطن په شعر باندې ډيري خبري كيداى شي خو ددې رپوټ په متن كې نه ”

د مازديگر زيړيه لمره – كلي ته وايه مساپر دي يادوينه ․

ښه به وي  چې دلته د بيكسيار د ښكلي شعر څو بنده تاسو ته هم وړاندي كړو ،

بې وطني د كامې گوړه نه ده

خواږه يې ستوني ته ور وځنځوه

بادام پيستي يې ورپسې وژويه

په كټ كي ډډه شه نصور واچوه

بي وطني لكه داوړي روژه

حلق به دې وچ ،خوله به دې تل ترخه وي

زړه به دې تل خپه وي

اوسوال به دا نه وي چې ولې خپه؟

غټ سوال به دا وي چې په څه خپه وې؟

زه مساپر كه نه واى

مابه ديونگ ،سارتراو فرويد خبرې

دلاشعور مقولې

په ژوندون كله هم منلي نه واى

خو اوس دا هيڅ بي هيڅه

 چي مدام خوړين زړه گرځم ․

دا شعر ښه خوندورو او ښه اوږود دى

خو د بې وطنه مساپر زړه تغمي تغمي كوي  لوستل يې اړين دي ․

هسې خو زموږ ادب، هنر كيسه او رومان زموږ د ترخه ژوند نه مالامال دى․ مساپري بي وطني، جنگ او جگړي، د كونډو دلښكر اوږديدل، د يتيمانو د څيري گريوانونو نور څيري كيدلو انځورونه، د وينو سره لښتي او هر څه سره په وينو يې اوسني مضمون دی.

 غونډه د بېکسیار  په وینا ازاد شعر او ښکلې غزل سره د شپې پر نهو بجو  پای ته ورسېده․

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...