Homeخبرونهامنیت شورا د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ټیم د ماموریت په...

امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ټیم د ماموریت په اړه رایې ورکوي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ غونډه کوي څو د هغې مسودې د پرېکړه‌لیک رایې واخلي، چې د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو لپاره وړاندې شوې ده.

د امنیت شورا د راپور له مخې، دا مسوده د بندیزونو د څار د ټیم د ماموریت د غځولو وړاندیز کوي، چې د روان میلادي کال د قبرورۍ تر ۱۷ پورې به دوام ولري. دا ټیم د افغانستان د بندیزونو له کمېټې سره مرسته کوي، هغه کمېټه چې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، که څه هم طالبانو د سولې او امنیت په برخو کې ښه‌والي راوستی دی، خو ښځو، نجونو او اقلیتي ډلو له رامنځته شوي وضعیت څخه ګټه نه ده اخیستې.

د امنیت شورا د معلوماتو له مخې، پر طالبانو لګېدلي بندیزونه د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو بندیزونه رانغاړي، چې پر اړوندو اشخاصو، ډلو، شرکتونو او بنسټونو عملي کېږي.
د بندیزونو په نوملړ کې د شاملېدو معیارونه هغه فعالیتونه او ملاتړونه دي چې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ګواښ بلل کېږي.

طالبانو تر دې مخکې څو ځله د امنیت شورا د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

د امنیت شورا په تازه راپور کې همداراز راغلي، چې له بشري استثناوو پرته—چې د ۲۶۱۵ پرېکړه‌لیک له مخې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې تصویب شوی—د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د بندیزونو د کمېټې ماموریت په اساسي ډول نه دی غځول شوی.

د بندیزونو دا کمېټه د امنیت شورا یو فرعي اورګان دی چې د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او د څار ټیم د راپورونو او سپارښتنو له لارې د بندیزونو د پلي کېدو په برخه کې له غړو هېوادونو سره همکاري کوي.
یاد ټیم د داعش او القاعده پر ضد د بندیزونو له کمېټو سره هم مرسته کوي.

د امنیت شورا د ۲۷۳۴ پرېکړه‌لیک له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۰مه تصویب شو، د دې ټیم ماموریت د ۲۰۲۷ تر جون پورې غځول شوی دی.
د امنیت شورا غړو د دې ټیم وروستی راپور د تېر کال د نوومبر په ۱۷مه ترلاسه کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...