شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهملا برادر: په افغانستان کې د څه باندی ۱۰ میلیارده ډالرو د...

ملا برادر: په افغانستان کې د څه باندی ۱۰ میلیارده ډالرو د پانګونې لېوالتیا ښودل شوې

تاند (پنجشنبه، د جدي ۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر ویلي چې  هېواد کې یې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده،

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د روان۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په مختلفو سکټورونو کې د شاوخوا ۱۰میلیارده او ۶۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

سرجینه زیاتوي: له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره د کانونو ویستنې او پروسس، برېښنا لېږد او زېربناوو جوړولو په برخه کې قراردادونه ترسره شوي دي، چې د پانګونې ټولیز ارزښت یې تر شپږ میلیارده او ۶۸۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د ملا برادر د دفتر د معلوماتو له مخې، د برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او اقتصادي زونونو جوړولو، ټرانسپورټ، برېښنايي حکومتولۍ، د ګمرکونو عصري کولو او نورو برخو کې به هم په نېږدې راتلونکي کې له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره قراردادونه لاسلیک شي.

طالب چارواکو پر افغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې بیا- بیا ورته ادعاوې کړي او له افغان او بهرنیو پانګوالو یې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې، خو د څارونکو په باور طالب چارواکو له افراطي کړنو او زورواکیو سره له هېواده لا نور د پانګې د تېښتې زمینه برابره کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب